د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوې ۶

٧١:- د بخيل سړي د ناستي څخه ليري اوسه ځکه چي د حاجت په وخت کي بېله هغه درڅخه تښتي.
٧٢:- د ځان پالني څخه پرهېز وکړه ځکه يو ملګرى به هم در پاته نه سي.
٧٣:- که غواړې چي پر دوستانو ګران سې نو د هغوى زيارت لږ کوه.
٧٤:- بهترين دوست هغه دئ چي د خېر په کار کي لارښود سي.
٧٥:- دوستان د دوو لاسو په څېر دي چي يو بل مينځي.
٧٦:- دوستي او دښمني ميراثي ده .
٧٧:- په دنيا کي قدرمن سړى هغه دئ چي دنيا ئې په نظر کي بې قدره وي.
٧٨:- د زغم وني د کوثر څخه اوبه څښلي او خوږه مېوه ئې عزت او کاميابي ده.
٧٩:- غوره خلک هغه دي چي د لوړتيا په کار کي عاجزي کوي او په عين مال او دولت کي زهد او تقوا کوي او عين قوت کي انصاف کوي او د قدرت په حال کي زغم لري.
٨٠:- هسي نه چي د خلکو څخه بېره تاسو له رښتيا ويلو وژغوري.

٨١:- تر ټولو ډېر پرهېز کوونکى انسان هغه دئ چي د خپلي ګټي او ضرر په وخت کي حق ووايي.
٨٢:- حقيقت به په ټولو ځايونو کي نافذ سي او هيڅ شى به پر حق حاکم نه سي.
٨٣:- د خاوند يعني مېړه دا خوږه وينا چي مېرمني ته وايي چي زه ستا سره مينه کوم هيڅکله د هغې د زړه څخه نه وزي.
٨٤:- د دوست له پاره تر هر څه تېر سه پرته د وجدان او وظيفې.
٨٥:- په دوستي کي اعتدال کوئ هسي نه چي سره دښمنان سئ.
٨٦:- ګيله له دوستانو کېږي او هغه د دوستۍ د دوام نخښه ده.
٨٧:- د خلکو سره دوستي نيم عقل دئ.
٨٨:- ډېر انصاف لرونکى هغه دئ چي څه د ځان له پاره خوښه وي هغه د نورو له پاره هم خوښ کړي.
٨٩:- تر ټولو لوړ او عظيم جهاد د ظالم باچا په مخ کي د عدل خبره کول دي.
٩٠:- د چا د راز پرده مه شکوئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب