چین څنګه پرمختګ وکړ؟

د چین لارښود څنګه خلکو ته اميد ورکړ

کله چې په ١٩٤٩ميلادي کال کې چین خپلواکي تر لاسه کړه نو چنايانو له خپل مشر (ماوزي تنگ) څخه وپوښتل چې “موږ په اسيا کې تر ټولو ناروغ ،بې وسه، بې کسه او خوار قوم يو، نو آيا موږ پرمختگ کولاى شو؟ ماوزي تنگ په خندا سره دا كيسه ورته وكړه. “په شمالي چين کې د غره په څنډه کې تر پاڼ لاندي د  يو بوډا  کور و، هغه لدې نه نه ويريده چې زامن به يې له پاڼ څخه را ولويږي بلکې لدې نه انديښمن وو چې هسې نه اولاد يي د تل لپاره د لمر له رڼا څخه بې برخې وي.يوه ورځ بوډا له خپل زوى سره غره ته ولاړ، له پاڼ سره خواکې کيناست او د پاڼ نړول يي پېل کړل، د کلي خلک چې خبر شول نو له هغه نه يي وپوښتل چې دا څه كوې؟ بوډا وويل زه پاڼ را ړنگوم، خلکو بيا وپوښتل، چې ولي؟ بوډا ويل چې که دلته دا پاڼ وي زما اولادونه به تل د لمر له رڼا څخه محروم وي، خلکو وپوښتل چې آيا په يوازې سر ټول پاڼ نړولاى شې، بوډا يوه لحظه پاڼ ته وکتل او بيا يي وويل، چې زه به تر خپل ژوند پوري دا پاڼ نړوم، کله چې زه زوړ شم او مرگ ته نيږدې شم نو زه به خپله بيلچه او کولنگ اولادونو ته سپارم،  هغه به د خپل عمر تر ورستيو پاڼ ونړوي او بيا به يي راتلونکي نسل ته پريږدي، که هغه بريالي نه شي راتلونکي نسل ته به يي وسپاري، په همدې ډول سره به يوه ورځ دا پاڼ ړنگ شي او زما اولادونه به د لمر له رڼا څخه برخمن شي”

د چينايانو شعار

ماوزي تنگ چپ شو، خلکو يوه اوږده ساه واخيسته بيا يي وويل، چې راځئ موږ هم خپله برخه کار پېل کړو، کله چې موږ زاړه شو وروسته به خپل بېلچه او کولنګ اولادونو ته ورکړو، هغوى به يي زموږ راتلونکي نسل ته ورکړي تر څو دا لړۍ دوام ومومي چې زموږ کور ته هم د لمر رڼا راولويږي” ماوزي تنگ بيا خبري پيل کړي او ويي ويل: “که زموږ هر وگړى بيلچه او کولنگ ور واخلي او خپله برخه کار وکړي چې له زړېدو وروسته خپل وسايل اولاد ته وسپاري او هغوى يي زموږ اينده نسل ته وسپاري او زموږ په لار روان شي نو باور وکړئ چې څلور نسله وروسته به ټوله نړۍ زموږ غلامان وي،” د چين وگړو د ماوزي تنگ خبره د ژوند شعار وگرځوله، چې د چين لومړى نسل په غربت، ناروغي، بي کاري، جهالت، بي قانوني، بي باوري، سستي او کمزوري کې لگيا وو، او هغوى چې څومره دا خنډونه لري کړل راتلونکي نسل ډېر په ميړانه سره دا کار وکړاى شو، هغوى بيلچه او کولنګ راتلونکي نسل ته وسپارل چې له هغوى وروسته دې لړۍ دوام وموند او وروسته د پرمختگ لړۍ پېل شوه، تر دې چې اوسنى چين، په ټوله نړۍ کې نوم لري، او له امريکا نيولي تر صوماليا پورې شاخوا ٢٤٥ هيوادونه د چين جوړ شوي وسايل کاروي.

اوسنى چين

اوس چې تاسو د دنيا هر کونج ته ولاړ شئ هلته به د چينايي سامان الاتو يو ښارگوټى ووينئ، او د لمانځه له خولۍ را نيولي د پتلانه تر بند پوري په هر څه باندي (Made in China) ليکلي وي، نو په همدې خاطر د چين له اهميت څخه انکار کول امکان نه لري.
اوس د چين اهميت د اروپايي سياست پوهانو په دي وينا کې څرگنديږي چې وايي “چين د دنيا مستقبل دى” د اروپايي سياست پوهانو له دې خبرې څخه انکار نه شي کيداى ځکه چېن په راتلونکي کې د نړۍ دويم ستر ځواک يعنى (super power) گڼل کيږي.
امريکايي ليکوالان وايي چې چينايان هغه جوج او ماجوج قوم دى چې تر ٢٠٤٩ ميلادي کال پوري به د ټولو نړيوالو ژوند ته تغير ورکړي، نو ځکه شک نشته چې رښتيا هم چين د نړۍ مستقبل دى خو سوال دلته پيدا کيږي چې، چين د دنيا مستقبل څنگه جوړ شو؟ هغه قوم چې دنيا ورته په ١٩٤٩ ميلادي کال کي پوډري قوم ويل، اروپا ورته د کباړي دوکان ويل او امريکا ورته د شلانو روغتون، هغه چين په نهه شپيته کلونو کې د نړۍ مستقبل څنگه جوړ شو؟
1. کله چې چين خپلواکي تر لاسه کړه د چنايانو سرمايه سل ميليونه ډالره وه، اوس چين ١٤٩٣ميليارده ډالره يوازې ماليه اخلي.
2. د چين جي ډي پي ٩٩٠٠ ميليارده ده، چې دا د نړۍ دويمه تر ټولو ستره جي ډي پي ده.
3. چين هر کال ١٢٢٢ ميليارده ډالره مصنوعات صادروي، چې د چين په نړۍ کې تر ټولو زيات پرمختگ ثابتوي.
4. چين په نړۍ کې لومړى له امنيتي پېښو خوندي هيواد دى.
5. چين يوازنى هيواد دى چې پکي د غله سزا مرگ ده.
6. په چين کې  په ټول  ٢٠٠٧ ميلادي کال کي نهه قتلونه شوي.
7. د چين سياست پوهان او مشران په وطن دوستۍ او وطن ته په خدمت کولو کې په نړۍ کې اول نمره دي.
8. چينايانو تر څلويښتو کلونو کار رخصت نه کړ.
9. ټول چينايي قوم څلويښت کاله له خپلو مغزو، قوت او استعدادونو څخه کار اخيستى.

فضل الرحمن مظهري

۲۰۰۹ م

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب