د ګرمۍ له رخصتیو څخه څنګه استفاده وکړو؟

د هیواد په ګرمسیره سیمو کې پوهنتونونه، ښوونځي، مدرسې او نور ښوونیز مرکزونه، کلنۍ رخصتۍ د اوړې په موسم کې لرې، دا چې له راروانو رخصتیو مو پوره ګټه ترلاسه کړې وې او خپل قیمتې وخت مو له ضیاع څخه ژغورلې وې، لاندې څو ټکو ته ستاسې پام راګرځوم.

صلاح الدين- نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد

زمونږ ډیري ځوانان په دې فکر کې وي، چې څنګه د کلنیو رخصتیو څخه استفاده وکړي او په کوم ډول یې تیرې کړي.

د ښوونځي، پوهنتون، او مدرسې له رخصتیو څخه معنا دا نه ده چې زده کوونکې، محصلین او طالبان دې په کور ناست وي او هیڅ دې نه کوې، بلکې رخصتي په اصل کی له علمې ډګر څخه عملې میدان ته وردانګل دي.

رخصتي په هر چا تیریږې څوک یې د الله تعالی په راضې کولو اوعبادت کی تیروي او څوک یی په خوراک څښاک کی تیروې او څوک يی بیا په عبثو او بیځایه کارونو کی تیروي خو هوښیار انسان هغه دی چې د الله تعالی په راضي کولو کی یې تیر کړي او په پوره معنا ترې ګټه پورته کړې.‎

زمونږ لپاره راتلونکې د ګرمۍ رخصتی یو لوی فرصت دی، چې باید ګټه ور څخه پورته کړو او دا زمونږ د وخت یوه زرینه برخه ده.

د انسان وخت دده عمر دی او دده د ابدي ژوند نيکمرغې ده، خو متاسفانه چې ډېر خلک د وخت پروا نه لري او قدر يې صحيح نه پېژني، نو ځکه يې په عبث او بې فائدې کارونو کې تېروي.

په حقیقت کی وخت یواځینی هغه نعمت دی چې غریب اومالداره دواړه پکی برابر دي او یواځینی شی دی، چې نه خرڅیږی او نه چاته تحفه کیږي او نه یی څوک لاسته راوړی شي، وخت يو داسي لوی نعمت دی چي دارزښت په هکله يې مسلمانان او کافران ټول متفق دي، هيڅوک يې د قيمت په اړه سوال نه لري.

اسلام هم مسلمانانو ته د وخت د قدر په پیژندلو ټینګار کوې او ځای ځای یې مسلمانانو ته د وخت څخه د ګټې پورته کولو ویلې.

رسول الله صلی الله علیه فرمایی (نعمتان مغبون فیهما کثیر من الناس الصحة والفراغ) رواه البخاري

دوه داسی نعمتونه دي چې ډیر خلک پکی زیانمن دي یو صحت دی او بل اوزګارتیا
دا دوه نعمتونه اول دا چې انسان په بدن روغ وي، هيڅ ډول تکلیف پرې نه وي، بدن یې صحیح او سالم وي اوبل دا چې فارغ او اوزګار وي، دښه کار کولو وخت لري چې يوښه کاروکړي، دا دوه لوی نعمتونه دي باید گټه ورڅخه واخيستل شي.

نو موږ بايد دغو نعمتونو قدر وپېژنو اوقدر يې وکړو او د دغو په استعمالولو کې بايد له پوره احتياط څخه کار واخلو.

په کوم کار کې چي نه د دين ګټه وي او نه هم د دُنيا بايد له هغه څخه هر مسلمان ځان وساتي.

اوس څنگه کولای شو چي د رخصتیو وخت مو ضائع نه شي او په داسي کارونو کې يې ولگوو چي په هغو سره مو وخت زموږ لپاره مفيد او مؤثر ثابت شي.
۱- هر مسلمان ته پکار ده چې یو مهالویش ولرې او هغه مهم مهم کارونه چې دده په نظر کی دي پکې ولیکی.
۲ـ زمونږ شعار باید دا وي (وفي ذلک فلیتنافس المتنافسون) دیو بل څخه باید په نیکو کارونو کی مخکی والی وکړو.
۳- د قرانکریم حفظ کول او یا دقرانکریم څه برخه او بیا خاصتا اخیري دوه سیپارې حفظ کول.
۴- داحادیثو زده کول اوبيا خاصتا اربعین النوویه.
۵- په مختلفو دورو کې اشتراک کول، لکه دقرانکریم او احادیثو په دورو کی او دا خو الحمدلله نن په زیاتو جوماتونو کې د مختلفو استاذانو لخوا د قرانکریم او احادیثو دورې کیږی.
۶- د الله تعالی په لاره کی جهاد کول او یا د دښمن سره د جنګ لپاره تیاری نیول او تربیت کول چې دا زمونږ او ستاسې دینې فریضه ده اود ددې څخه باید هیڅ مسلمان منکر نشي ولی چې الله تعالی فرمایی (واعدولهم مااستطعتم من قوة).
۷- خپلو خپلوانو کره تلل او بیا خاص هغه خپلوان چې ستا څخه لرې وې د هغوې د حال څخه ځان خبرول.
۸- د مریضانو پوښتنه کول او همدارنګه زیارت القبور (د قبرونو زیارت) ته تلل او نفلي روژی نیول.
۹- مطالعه کول په خاصه کې د اسلامي کتابونو.
۱۰- د موراوپلار په خدمت کی څه وخت تیرول.
۱۱- په کثرت سره د الله تعالی ذکر کول.
۱۲- د خپلو مهارتونو سره سره نور مهارتونه زده کول.
۱۳- لامبو، نښه ویشتل، او په آس سپریدل زده کول ځکه چې حضرت عمر رضي الله تعالی عنه فرمایی (علموا اولادکم السباحة والرماية ورکوب الخیل).
که څه هم چې نن سبا د آسونو پیدا کول مشکل دي، نو د نورو عصري وسایلو زده کول لکه موټر، موټرسایکل او داسی نور.
۱۴- ژبی زده کول او په خاصه کې د عربي ژبه، ځکه چې دا زمونږ د دین او زمونږ د نبي ژبه ده او که څوک غواړي چې په دین ځان پوه کړي، نو لازمه ده چې عربي ژبه زده کړي.
۱۵- د عصرې علومو زده کړه. د کمپیوټرو پروګرامونو زده کړه.
او داسې نور سالم او رغنده مصرفیتونه.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب