د سياست لومړنی کتاب چا لیکلی؟

زما د معلوماتو له مخې، دسياست پر موضوع لومړنی کتاب “افلاطون” ليکلی دی ، نوموړی د “سقراط”  شاګرد و او له خپل استاد سره يې دزده کړې پرمهال دسياست په اړه ډېربحثونه کړي و ، او ډېر معلومات يې تر لاسه کړي ول او بيايې هغه ټولې زده کړې او پوهه چې هغه مهال يې لرلهراټوله او په خپل کتاب “جمهوريت” کې يې په مرتب ډول خپاره کړل.

ددې کتاب انګريزې ژباړه د “Republic ” په نامه خپره شوې ده او ښکاري چې دسياست په اړه په نړۍ کې دا لومړنی کتاب دی ، ځکه چې افلاطون د عيسی عليه السلام نه شاوخوا ۴۰۰ کاله وړاندې  تېر شوی دی، او هغه په دې کتاب کې دسقراط دلارښوونو ترڅنګ خپلې تجربې او معلومات هم راټول کړي دي. زموږ په کتابتون کې ددې کتاب اردو ژباړه شته، چې کله موهم موکه ترلاسه کړه داکتاب هرومرو وګورئ .

 داکتاب دخپل وخت دليکنې او فکري طرز  يوه بېلګه ده،حجم يې ښه لوی دی؛ خود ليکنې طرز ته په کتو پوهېدل پرې ډېرګران کاردی.

دا دکتاب په بڼه په مسلسل ډول نه دی ليکل شوی؛ بلکې داد سقراط او د”اتن ” داوسېدونکو ترمنځ ديوه ديالوگ اوخبرو په څير ليکل شوى دى، په دې کتاب کې هغه وايي: “ماله پلاني سره وليدل ، هغه رانه داپوښتنه وکړه او ما داځواب ورکړ”، او د”افلاطون” ديالوگ اوخبرې خو په نړۍ کې نوم لري.

علامه اقبال د مېرمنې په اړه په خپل شعر کې داسې وايي:

وجودزن سی هی تصويرکائنات مي رنګ

اسی کی سازسی هی زندګی کاسوزدرون

مکالمات افلاطون نه لکه سکی ليکن

اسی کی شعلی سی ټوټا شرار افلاطون

په دې شعري کړيوکې د افلاطون همدې مکالماتو ته اشاره شوې ده ځکه چې دهغه ټول کتابونه دمکالماتو (خبرو) په بڼه ليکل شوي دي ، “جمهوريت” کتاب هم دخبرو اترو په بڼه ليکل شوی دی او په سياست کې دبنسټ لومړنۍ ډبره بلل کيږي؛ خوپه دې کتاب پوهېدل او له هغه څخه کومه نتيجه را اېستل ګران کاردی، ځکه چې د کتاب زياتره خبرې په تمثيلی بڼه ليکل شوي دي او ځينې خبرې بيا ناڅرګنده ليکل شوي دي ؛ خو دا يو ښکاره حقيقت دی چې دا کتاب د سياست په موضوع په نړۍ کې لو مړنی ځای لري،او دجمهوريت ويوکی هم په لومړي ځل افلاطون کارولی دی، له ده نه وروسته  د ده شاګرد “ارسطو” راغی، هغه په فلسفه کې دافلاطون شاګردي وکړه او دافلاطون په بې شميره شاګردانو کې ترټولو لوړ مقام همده ترلاسه کړی دی تر دې چې نن په فلسفه کې دافلاطون ترنامه دارسطو نوم ډېر ياديږي ،نوموړي دافلاطون سره ډيره مرسته وکړه ، دهغه فلسفه يې په ګڼو کتابونو کې خپره کړه؛ نو رښتياهم چې داو سني سائنس او فلسفې ټولو برخو بنسټ اېښوودونکی ارسطو دی او دسائنس او روغتيا چې څومره څانګي دي ، لکه : طب پوهنه ، ‌ژووپوهنه ، ځمکپوهنه ، فضاپوهنه ، علم البصريات، د دې ټولو علومو بنسټګر ارسطو دی.

دنوموړي يو کتاب د”سياست ” په نوم په سياست پوهنه کې هم شته ، د دې کتاب عربي او اردو ژباړه ما تراوسه نه ده ترلاسه کړې او نه هم تر اوسه چاپ شوې ده ، دارسطو داکتاب په انګريزې ژبه د “Politics” په نوم چاپ شوی دی؛ خو دا په حقيقت کې دافلاطون د”جمهوريت” کتاب يوه پر مختللې بڼه ده.

لکه چې مخکې مو وويل، دافلاطون کتاب په ناپييلې توګه دخبرو اترو يا ډيالوګ په بڼه ليکل شوی دی؛ خو شونې ده چې دارسطو کتاب به په سياست کې لو مړنی منظم او مرتب کتاب وي چې په هغه کې سياسي اندونه په ډير ښه او تفصيلي توګه بيان شوي دي.

ماته ددې کتاب د يوې باوري برخې دکتنې موکه په لاس راغله، دهغې تر کتنې وروسته زه پوه شوم چې په فلسفه او د هغې په تګلاره او بنسټونو کې په وخت سره ستر بدلونونه راځي، موږ چې په ميبذي او نورو کتابونو کې کومه فلسفه لولو، هغه دارسطو فلسفه نه ده بلکې دا دفلسفې يوه څانګه ده چې وروسته منځ ته راغلې ده او دېته نوې افلاطوني فلسفه وايي ، ميبذي ، هديه سعيديه ، او د صدراشمس البازغه فلسفه په حقيقت کې نوي افلاطونيات دي چې د خپل وخت د بيان ځانګړی طرز اوطريقه له همدې فلسفې څخه له ورايه څرګنديږي؟ خودارسطو بنسټيز اصول دنوي افلاطوني فلسفې څخه بيخي بدل دي، دهغه په فلسفه کې دنظري اړخ پرځای پرعملي اړخ ډېر ټينګارکيږي.

[irp][irp][irp]

دارسطو د دې کتاب عربي يا اردو ژباړه  تراوسه ما نه ده لېدلې، رښتيا هم چې هغه دعالمانو دلوستلو شی دی او په لوستلو سره يې سړی مالومولای شي چې ارسطو سياسي فلسفه څه ډول بيانوي؟ او دا خبره هم ترې څرګنديږي چې زرګونه کاله وروسته خلک کومو نظرياتو ته نوي او پر مختللي نظريات وايي هغه ارسطو دعيسی عليه السلام نه درې يا درېنيمې پېړۍ وړاندې څه ډول بيان کړي دي؟ اوس هم دسياست ټول پوهان پردې يوه خوله دي چې دارسطو کتاب “سياست” د وروستيو ټولو  نظرياتو بنسټ دی.

لنډه داچې دسياست علم له هماغه وخت څخه په نړۍ کې شته دی، سقراط ، افلاطون او ترهغوی وروسته ارسطو په دې برخه کې ډېر کار کړی دی، دغه راز د ارسطو له بنسټونو سره سم تر هغه وروسته هم په دې اړه ډېر کتابونه ليکل شوي دي.

خودا ټول خلک، ارسطو دی که افلاطون او که سقراط، هغوی يوازې دخپلو خيالاتو تعميرونه جوړوي او کتابونه يې ټول دخپلو خيالي نظرياتو پربنسټ ليکلي دي؛ خو کله چې مسلمانو عالمانو په دې اړه قلم پورته کړ؛ نو له هغوی سره الحمدلله دقران او سنت رڼاده، هغوی دهمدې رڼا دلارښوونې سره سم په دې برخه کې ډېردپام وړکارکړی دی، هغوی د “السياسة الاسلامية ” په نوم يو ځانکړی فن ايجاد کړ چې په دې فن کې ډېر کتابونه ليکل شوي دي .

 نو سياست ډېر پخوانی علم دی او له ډېرې مودې راهيسې پردې موضوع  کتابونه ليکل کيږي ، زموږ موخه د دې علم دټولو برخو څيړنه  نه ده، بلکې دلته موږ يوازې هغه عملې اړخونو ته کتنه کوو چې نن عالمان ورسره مخ دي، او موخه مو هغه سياسي اندونه وړاندې کول دي چې زده کړه يې اړينه ده ، زه په خپله په ځانګړي ډول سياست پوه نه يم، ما سره چې څه دي هغه يوازې زما دمطالعې ترساحې  پورې محدود دي ، دهمدې مطالعې پربنسټ زه هڅه کوم په دې دوره کې دموضوع هغه اړخونه وڅيړم چې نن عالمان ورسره مخامخ دي ، په دي اړه چې ما کوم غور چاڼ تيارکړی دی هغه پريو څو  مهمو موضوعاتو راڅرخې چې دلته يې په لنډه توګه يادونه  کوو، او زه به هڅه کوم ترخپله وسه باوري معلومات درته وړاندې کړم .

د دې دورې مهم موضوعات

۱- لومړنۍ موضوع دا ده چې په نړۍ کې رياست يا”State” څه ډول منځ ته راغی؟ لومړی دکوم انسان په زړه کې درياست جوړولو تصور راوګړ ځېد، څوک حاکم او څوک به محکوم وي؟ په دې اړه په نړۍ کې کوم نظريات ډېر مشهور دي؟

دپورتنيو پوښتنو ځوابول ځکه اړين دي چې په نړۍ کې کوم نظامونه په عملي ډګر کې منځ ته راغلي دي له دې  نظرياتو سره به يې په يو ډول نه يو ډول تړاو وي.

۲- دوهمه موضوع چې زه غواړم دهغې په اړه تاسوته  څه ناڅه معلومات وړاندې کړم هغه دبېلابېلو رياستي نظامونو پېژندنه ده، معنادا چې په نړۍ کې څومره رياستي نظامونه دود دي او ددې ترشا څه فلسفه ده؟  لکه: شاهي نظام، اشرافيه نظام (دين واکي) ، فاشيزم او سو شليزم ، او دغه راز جمهوري يا ولسواکي نظام او دهغه بېلا بيلې څانګې .

۳- دريمه موضوع د واک چلولو پېژندنه ده، ديوه سياسي نظام تر سيوري لاندې دبېلابېلو حکومتونو دچلولو مختلف طرزونه وي، په هغو کې دا  وي چې حکومت څه ډول جوړيږي؟ دحکومت جوړولو له پار ه څه ډول اداره منځ ته راوړل کيږي؟ او د دوی ترمنځ يو له بل سره څه ډول مرسته کيږي؟  او اړېکي څه ډول ساتل کيږي؟ دا او دېته ورته نور هغه څه دي چې په همدې سره چارې پرمخ بيول کيږي، له دې نه زموږ موخه دا ده چې معلومه کړو په نړۍ کې نن کوم ډول حکومتونه روان دي؟  او کوم نظامونه چې پلي دي د هغو پوره څېړنه، ګټې او د دوی ترمنځ توپيربيان کړو ، دبېلګې په ډول د پارلماني نظام او رياستي نظام ترمنځ څه تو پېردی؟ څه ګټې او څه تاوانونه لري؟

۴- څلورم د دولتونو نظام پېژندلو په پای کې دا هم  درته ښيو چې دقانون او دستور سرچينه څه شی دی؟ دغه راز په نړۍ کې د سياسي نظامونو منځ ته راتلو لنډ تاريخ هم نه هېروو چې دا نظامونه څه ډول را منځته شول؟

تاسو به او رېدلي وي چې صنعتي انقلاب او دفرانس انقلاب دنړۍ دسياسي نظامونو په بدلو لو کې ډېرځواکمن رول درلود؛ نو ځکه د دې پېژندل هم اړين دي چې دفرانس انقلاب څه و؟ او پايله يې څه ډول شوه؟

۵- پنځم،  په پای کې به پردې موضوع خبري وکړو چې دسياست په اړه اسلام څه لارښووني کوي؟ عالمانو دسياست په اړه څه ويلي دي؟ او بيادا چې په اوس وخت کې داسلامي نظام دپلي کولو او نافذولوله پاره څه ډول نقشه بايد جوړه شي چې داسلامي لارښوونو پوره پاملرنه هم پکې وشي او په موجوده وخت کې يې عملي بڼه هم منځ ته راشي .

داهغه غورچاڼ دی چې ان شاء الله د همدې پربنسټ به موږ په راتلونکو درسونو کې درته د خپلې وسې سره سم معلومات وړاندې کړو .

[irp][irp][irp]

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب