چينايانو په ودانولو کې نوی ريکارډ خپل کړ

چينايانو په ودانولو کې نوی ريکارډ خپل کړ

په چين کې د Broad Sustainable Building په نوم يوې ودانيزې کمپنۍ يوازې په 19 ورځو کې یوه 57 پوړيزه ودانۍ جوړه کړه. دا کمپنۍ وايي چې د نړۍ تر ټولو لوړه ودانۍ به هم يوازې په 90 ورځو کې جوړه کړي. دا نوې جوړه شوې ودانۍ اته سوه اپاتمانونه لري چې کابو 4,000 کسان به پکې واوسيږي. د ودانولو پر مهال په هره ورځ کې درې پوړه ودانۍ جوړه شوې ده او دا په نړۍ کې د ودانولو تر ټولو تېز ريکارډ دی. د ودانۍ دننه د هوا د پاکولو داسې سيستم ځای پر ځای شوي، چې کولای شي نسبت بهرنۍ هوا ته سل برابره پاکه هوا برابره کړي. همدا شان په کال کې د نورو ورته ودانيو په پرتله کابو 12000 ټنه کم کاربن‌ ډای اکسايډ توليدوي. په داسې حال کې چې دومره هوا موږ د 660,000 ونو په مرسته پاکولای شو. دېوالونه یې 20 سانتي حرارتي عایق لري چې د هر ډول هوا د داخلېدو او خارجېدو مانع ګرځي. دا ودانۍ د په ټولو انجينیري معيارونو پوره ده او د ټينګښت ټولې ازموينې پرې تر سره شوې دي.

د ودانيو جوړولو په دې ډول تخنيک او پرمختګ به د د نړۍ په سترو ښارونو کې د بې کورۍ او د ودانولو د وخت ستونزې تر ډېره بريده حل شي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب