چغندر دوينې دلوړ فشار ترڅنګ دځينو نورو ناروغيو مخه نيسي

چغندر، چې د افغانستان په عمده کرنیزو محصولاتو کې راځي، له ښه خوند او رنګ سره سره د روغتیا لپاره هم ګڼې ګټې لري. چغندر د ويټامین A، B1، ‌B2، ‌B3 پر درلودلو سربېره معدني مواد لکه کلسيم او اوسپنه هم لري. څېړنو ثابته کړې چې د چغندرو خوړل د زړه د ناروغيو مخه نیسي چې نن سبا په نړۍ کې تر ټولو خطرناکه ناروغي بلل کيږي.

څېړنو ثابته کړې چې د چغندرو خوړل کولی شي د وینې د لوړ فشار مخه ونیسي او ډاکټران یې د یوه ښه او بې ضرره خوراکي توکي په توګه ناروغانو ته توصیه کړي. طبي څېړنو دا هم ثابته کړې چې چغندر په لوړه کچه د سرطان له ناروغۍ مخنیوی کوي او د دې کورنۍ  ټول بوټي لکه، کرفس، کاهو، شاهي، موشک او د چغندر پاڼې کولی شي د وینې د لوړ فشار مخنیوی وکړي.

د فېزیولوژۍ استاد اندرو جونز وایي، په چغندرو کې شته نایټرېټ په بدن کې په نایټرېټ اسیدو بدلېږي چې کولی شي د وینې رګونه پراخ کړي او په اسانۍ سره د بدن ټولو غړو ته پر وخت وینه ورسېږي. ډاکټران دغه راز سپارښتنه کوي، د دې لپاره چې په چغندرو کې شته کیمیاوي او اړین مواد د پخولو پر مهال له منځه ولاړ نه شي سر او رېښې یې باید په چاقو پرې نه شي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب