چرګه مخکې پيدا شوې ده که هګۍ؟

برتانوي څېړونکي په خپلو څېړنو کې د هغه سوال ځواب ته رسېدلي دي چې هر وخت به یې انسان په فکر کې اچاوه او د نړۍ په بېلابېلو ټولنو کې به د خلکو تر منځ بحث پرې تود وو. څېړونکو ثابته کړې ده چې چرګه د چرګې له هګۍ څخه مخکې پيدا شوې ده.

د راشا ټوډې د خبر له مخې انګلېسي څېړونکو مشخصه کړې ده چې د چرګې هګۍ پوټکی د (اوفوسليډين۱۷) عنصر لرونکې ده چې يوازې د چرګې په بدن کې پيدا کېږي ، پر دې اساس چرګه دا ماده ۲۴ ساعته مخکې د هګۍ له اچولو ترشح کوي،چې د هګۍ پوټکی تشکيل کړي ، څېړونکي په دې باور دي چې دا ماده يوازې چرګه لري نو په دې کې شک نشته،چې چرګه له هګۍ مخکې پيدا شوې ده.

نور احمد عایل

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب