چا ویل چې مړ دی عمر -شعر

چا ویل چې مړ دی عمر مړندی ژوندی دی
مات یي د ژوندون په تیغ د مرګ ناسي تندی دی

ورشئ د پامیر له هسکوڅوکو ځیني وپوښتئ
ورشئ د کوکچې له سویو کوکو ځیني وپوښتئ

ورشئ د سیستان له خړو خاورو یي تپوس وکړئ
ورشئ د سپین غر له سپینو واورو یي تپوس وکړئ

ورشئ د مرغاب او د هلمند څپوته غوږ کیږدئ
ورشئ د آمو او د ارغند څپو ته غوږ کیږدئ

چیغې وهي مړنه دی ملا عمر ژوندی دی
مات یي د ژوندون په تیغ د مرګ ناسي تندی دی

دادی د غزا او دتکبیر چیغې یي اورو
شړک یي د کمان او هم د تیر چیغي یي اورو

شور دی هلهله ده د غزا اسپې ششنیږي
چیغې د (امیرنا عمر) دي چې لوړیږي

غرونه غریو نیولي او جلګې له مستۍ ناڅي
څاڅکي د رحمت د شنه اسمان له تندي څاڅي

شوی د بوجهل د بچو خلاف پاڅون دی
کړی عمریانو په صلیب باندې شبخون دی

بیا د یرموک ورځ ده او د روم په سر ګوزار دی
بیا د وخت قیصر له عمریانو په چغار دی

تور صلیب راولوېد په ملا مات او مخ یي تور شو
بیا د یوه عمر مخکې یو بل قیصر نسکور شو

بیا یوه عمر د عمریت لاره تجدید کړه
پورته یي لوا له خراسانه د توحید کړه

ویښه یي نړۍ له درانه خوبه د غفلت کړه
پورته یي نعره د سپین قرآن د حاکمیت کړه

نور نو ټول امت او ټول اولس عمر عمر دی
نلرو بوجهل هر یو کس عمر عمر دی

هر کور عمرځای او هر سنګر عمر عمر دی
جوړ چې ترې مورچل دی هر کمر عمر عمر دی

پام ساته صلیبه ! عمر مړی نه دی ژوندی دی
مات یي دژوندون په تیغ د مرګ ناسي تندی دی

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب