څنګه کولای شو خپله معده سالمه وساتو؟

 

لکه چې ګورو دغه پوښتنه ډېره جامع ده او پراخ ځواب غواړي خو په لنډه توګه به دا ووایو چې  د سالمې معدې راز په سالمو خوړو کې دی، البته سالم خواړه په دوه معناوو دي لومړی دا چې باید خواړه پاک وي، د معدې ډیرې ستونزې د ناپاکو خواړو له امله پيدا کېږي. د مثال په توګه په افغانستان کې د جادریا او آمیب پرازیتونه د معدې او کولمو لویه ستونزه ګڼل کېږي ډېری ناروغان چې په جاردیا اخته وي ممکنه ده ډیره موده د معدې د زخم یا ټب درمل وخوري چې هیڅ ګټه به نه لري په هر صورت حتی د معدې د زخم عامل هم ډیر ځله د هیلي کوباکټرپیلور  په نامه یو میکروب دی.

د معدې د سالم ساتلو لپاره بله مهمه دا ده چې خواړه ډېر او په  یو وار ونه خوړل شي، ځکه که په یو ځل خواړه وخوړل شي معدې يې هضمولی شي خو نورې ستونزې به له ځان سره ولري.

دغه راز سره کړي خواړي او مسالې هم  د معدې لپاره ستونزې پيدا کولای شي ډېر سور او ګرم چای هم ویل کېږي، د مرۍ د سرطان یو عامل بلل شوی دی.

له ډېرو غوړو خوړو پرهېز وکړئ میوه اوسبزیاني چې فایبرژ ولري ډېر استعمال کړئ.

د پروبیوتیک په نامه یو ډول مکمل خواړه پيدا کېږي، چې د کولمو د ښو او بد میکروبونو ترمنځ تعادل ساتي په نورو هیوادونو کې پریمانه پیدا کېږي، خو ممکنه ده په افغانستان کې نه وي البته دغه مواد په مستو کې موندل کېږي که مستې وخورئ ښایي درسره مرسته وکړي .

سترس او روحي فشار له ځانه لیرې کړئ، د معدې لوی مشکل د سترس له امله وي  د سترس د لیرې کولو ډېر طریقې شته د مثال په توګه یوه عامه خبره چې په اروپا کې ډیر پرې عمل کیږي هغه دا چې ټول ډاکټران خپلو ناروغانو ته وايي پر هغو کارونو سر مه خوږوه چې ستا له وسه بهر وي او ته ېې نه شي کنټرولولی که په دغو کارونو فکر وکړې له ستونزو او سترس پرته بله نتیجه نه لري .

دسپورت د نوروګټو ترڅنګ معدې ته هم ګټه لري، د معدې تر ټولو لویه ستونزه د معدې زخم دی په دې هکله به لږ په تفصیل خبرې وکړو.

د معدې زخم هغه وخت رامنځته کېږي چې  د معدې دمخاط (داخلي پوښ ) د مقاومت او دتیزابي ترشحاتو ترمنځ انډول  یا تعادل خراب شي  په نیتجه کې دهاضمي سیسټم دفاعي عوامل ګډوډیږي  او دمعدې زخم یا ټپ رامنځته کیږي  دمعدې اسید ډیر قوي دي چې هرڅه هضمولاي شي خو د معدې مخاط هم دومره مقاومت لري چې په خپلې معدې دددغو تیزابو دناسم اغیز مخه نیسي  کله چې دغه دفاعي حالت خرابه شي  نو معده زخم شي .

نن سبا دمعدې په زخم کې دهیلیکوباکټر پيلور په نامه دیوه مکروب شتون  ثابت شوی دی  چې دمعدې  دزخم اتیا فیصده علت همدا میکروب دی  خو پردې سربیره ځینې درمل لکله بروفین ، اسپرین ، او نور التهاب ضد درمل  دغه راز سترس او روحي فشارونه  دمعدې په زخمونوکې اغیزمن دي هغه کسان چې دمعدې زخم لري باید حتماً ددغه میکروب پلټنه پکې وشي کله چې دغه میکروب ثابت شي او ناروغ ته انټي بیوټیک ورکړل شي  نو د معالجې په وړاند ې ډیرژر غبرګون ښيي او مثبته نتیجه ترې ترلاسه کیداي شي .البته دغه میکروب ښايي د ډیرو روغو کسانو په معده کې هم موجود وي خوله دې چې دهغوي د معدې د مخاط او اسید ترمنځ تعادل نه وي خراب شوی نو دمعدې زخم نه  پیدا کوي .

د معدې د زخم  نښې نښانې  ډیرې دي  د مثال په توګه  یوه عامه نښه درد دی دغه درد سوزنده وي اوموقیعت ېې د نس په پورتنۍ برخه کې د ټټر د منځنۍ هډوکي په ښکتنۍ برخه کې احساسیږي ډیر ځله دغه دردونه د زړه له دردونو سره  یو شان وي  ځکه خو په ځینو مواردو کې د معدې ناروغانو ته په غلطۍ کې د زړه درمل هم ورکول  شوي وي.

معمولاً د معدې درد له خوړو سره تړاو نه لري په دې معنې کله چې سړی  وږی شي درد نه لري خو له خوړو سمدستي وروسته درد احساسوي  او ممکنه له کانګو او د معدې له تشیدو وروسته  درد بیرته ښه شي .

د معدې زخم ممکنه ده د سوّهاضمې، کانګو، زړه بدوالي، نفخ او باد او ارګیمي  سبب هم شي.

ځینې وخت د معدې زخم درلودونکي ناروغان ممکنه ده وزن بایلي  هغه ټکی چې نن سبا مطرح کېږي او د سرطان په مخنیوي کې ډیر اغیزمن هم دی، دا دی چې د معدې زخم په تېره بیا که دهیلي کوباکټر پيلور له امله وي د معدې د مخاط د بیا بیا  التهاب سبب کیږي او دغه ګسټریټ ددې سبب کیږي چې دغه کسان د معدې په سرطان د اخته کیدا ډېر چانس ولري، نو که تاسو هم په معده کې درد لرۍ غوره ده ډېرژر ډاکټر ته ورشئ او د سرطان د مخنیوي لپاره دغو ټکوته هم پام کوئ:

که په معده کې هرډول درد لرئ ژر ترژره ډاکټر ته ورشئ او معاینات وکړئ او علاج پیل کړئ قطعي تشخیص ډېر مهم دی په تېره بیا د هیليکو باکټر پیلور په نامه دمیکروب شتون باید ثابت یا رد شي دغه چاره په علاج کې ډېر اهمیت لري.

که د معدې زخم لرئ مناسب خواړه وخورئ د مثال په توګه  سره کړي خواړه، اوومه سبزیانې او خامه میوه مه خورئ. ښايي تعجب وکړئ که درته ووایو چې که د معدې زخم لرئ په اور کباب شوې غوښه په تېره بیا شامي کباب چې البته پاک وي ستاسو لپاره ډیره ګټه لري خو لعاب داره خواړه په تېره بیا که مساله هم ولري ډیر تاوان رسوي،.سره کړي پياز، د کټوې مساله او خام پياز د معدې ناروغانو ته تاوان  لري،.غوره ده، ګازرې او د ګازرو اوبه ډېرې استعمال کړئ .

سیګریټ او نصوار مه استعمالوئ.

له سټرس،هیجان او ویرې ځان ژغورئ که څه هم دغه کار دډیرو کسانو په باور سخت دی خو که وغواړو او خپل ژوند منظم کړو ځان به له ډېرو اندېښنو او فشارونو وساتلی شو .

پرخوري یا ډېر خوراک او اوږده لوږه دواړه ښه نه دي.

دغه راز د ډاکټر له مشورې پرته درمل مه خورئ.

هیڅکله سبزیانې ناولې مه خورئ ښايي دا چاره ستاسو لپاره حیرانوونکې وي خو کله چې معده کې کوم پرازیت او میکروب لاره پیدا کړي دغه میکروب د معدې دزخم  سبب کیداي شي.

یوه خبره چې موږ  ورته توجه نه کوو دا ده چې ماشومان له ځمکې هرڅه خولې ته وړي  د هلیکوباکټر پيلور میکروب په همدې ډول ماشومانو اولویانو ته انتقالیږي خو د ماشومانو په معده کې ډېره موده همداسې پاتې وي او کله چې زمینه برابره شوه  د معدې دزخم سبب کیدای شي.

پښتو ژباړه: ډاكټر مجتبی (عزیزیار)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب