د مور د وینې منفي ګروپ او د ماشوم ژیړی ناروغۍ اړیکه

که چیری د وینی یو مثبت ګروپ والا نارینه د منفی ګروپ والا ښځی سره واده وکړی نو په دی حالت کی د ماشوم دوینی ګروپ په جنتیکی ډول سره د مور او پلار څخه مشتق کیږی که چیری د ماشوم ګروپ پلار ته وشی یعنی مثبت راشی نو په دی وخت کی چه کله ماشوم پیدا کیږی دولادت په وخت کی د ماشوم لږه اندازه وینه دمور له وینی سره ګډیږی.

[ دا یواځی د ولادت په وخت کی ګډیږی په نورو وختو کی د مور او ماشوم وینه په هیڅ وخت کی نه سره ګډیږی] چه له دی سره د ماشوم د مثبت وینی په مقابل کی دمور بدن حساسیت ښیی او په مقابل کی یی انتی باډی جوړوی.

اوس خو اول ماشوم پیدا شو هیڅ مشکل یی ونه درلوده خو که چیری ددی مور دوهم ماشوم هم مثبت ګروپ والا شی نو هغه حساسیت او انتی باډیانی چه مور د اول ماشوم په مقابل کی جوړی کړی وی و همدی ماشوم ته د مور په رحم کی د پلاسنتا د لاری ځی چه د ماشوم د وینی د تخریب ،کمخونی زړه له کاره لویدل او سقط یا په عامه اصطلاح نقصان سبب ګرځی او که چیرته ماشوم ژوندی پیدا هم شی نو شدید ژیړی به ولری چه د وینی و اکسچانج یا د ټولی وینی بدلیدو ته ضرورت لری.

د دې حالت له رامنځته کیدو څخه مخنیوی:
د ټولو هغو ښځو د وینی ګروپ دی معلوم کړل شی کومی چه د حاملګی په دوران کی دی که چیری یی د وینی ګروپ منفی و نو د ولادت په وخت کی دی د ماشوم د وینی ګروپ هم وکتل شی که دا مثبت و نو مور ته د ولادت په اولو دریو ورځو کی د RhoGAM په نامه پیچکاری لګول کیږی چه وروسته له دی ددی پیچکاری ښه وخت د حاملګی اومه میاشت او د ولادت وخت دی
او که چیری ماشوم د ژیړی سره پیدا شو نو ژر تر ژره ورته فوټوترافی یا شعاع ورکول کیږی که ژیړی یی ورسره کم نشو نو ټوله وینه یی بدلیږی.

لیکنه: دکتور کریم الله ظاهري

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب