څنګه غيبت پرېږدو؟
۱- هغه آيت او احادیث چې د غيبت په اړه دي په ياد ولرو.
۲- د ژبې د کنترولولو لپاره د صحابه و، تابعينو او پخوانيو نېکو خلکو ژوند ولولو.
له اسلم څخه روايت دي، چې يوه ورځ عمر رضي الله عنه د ابوبکر رضی الله عنه سره په داسې حال کې مخ شو، چې ژبه يې را کش کوله، نو عمر رضی الله عنه پرې غم وکړ چې مه کوه دا څه کوې؟! نو ابوبکر رضي الله عنه ورته وويل:دې ژبې خو زه هلاک کړم، او له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مې اورېدلي دي، چې چې د بدن هېڅ غړی داسې نه دی، چې پر ځان د ژبې له تېزوالي څخه شاهدي ورنه کړي.له عبدالله بن وهب څخه روايت دی چې وايي ، هڅه مې وکړه، چې غيبت پرېږدم مګر ونه توانېدم، د هر غيبت لپاره مې يوه يوه روژه ونيوله مګر څه ګټه يې ونه کړه، تر دې، چې د هر غيبت پر ځای به مې صدقه ورکوله، چې ددې لارې د مال مينه ددې سبب شوه، چې غيبت پرېږدم.
له عبدالله بن وهب څخه روايت دی چې وايي ، هڅه مې وکړه، چې غيبت پرېږدم مګر ونه توانېدم، د هر غيبت لپاره مې يوه يوه روژه ونيوله مګر څه ګټه يې ونه کړه، تر دې، چې د هر غيبت پر ځای به مې صدقه ورکوله، چې ددې لارې د مال مينه ددې سبب شوه، چې غيبت پرېږدم.
۳- د غيبت په وخت ځان ته ووايه:
آیا د مردارو د غوښو خوراک دې خوښ دی؟
آیا غواړې چې نور خلک ستا غيبت وکړي؟
آيا غواړې، چې په قبر کې په عذاب کړی شي، او د قيامت په ورځ تر ټولو غريب شخص ته يې؟
له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي، چې ايا پوهېږﺉ، چې مفلس څوک دی؟ نو خلکو ورته وویل، زمونږ تر منځ هغه څوک مفلس دی، چې پيسې او جامې ونه لري، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: زما په امت کې مفلس (غريب) هغه څوک دی، چې د قيامت په ورځ به له روژې او زکات سره يوځای راشي، مګر په داسې حال کې، چې ده ته يې کنځلي کړي، په دې بل يې د زنا تهمت تړلی، د هغه بل يې مال خوړلی، دده يې وينه توی کړې، او دا يې وهلی دی، ده ته يې هم نيکۍ ورکول کېږي، او دې بل ته يې هم نېکۍ ورکول کېږي، که مخکې له دې، که نېکۍ يې مخکې له دې چې هغه څه چې پر غاړه يې دي خلاص شي، نو د هماغه خلکو ګناهونه دده پر غاړه واچوي. او له دې وروسته د دوزخ اور ته واچول شي.
ددې او دا ډولو نورو په زرګونو سوالونو ځوابونه خامخا منفي دي، نو ولې بيا هم غيبت کوې؟ لږ سر په ګرېوان کې ښکته کړه او له ځان سره فکر وکړه…!
د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه په دې ښکلې خبره خپله خبره لنډوو ، چې وايي:
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دی، چې : قسم په هغه ذات چې له هغه پرته بل خدای نشته، چې د ځمکې پر مخ د ژبې له زندان څخه پرته بل اوږدمهاله زندان نشته.