اسقاط څه شی دی؟

د اسقاط په اړه خوځنی خلک داسې فکر کوي چه دابه دلمونځ ،روژی ،زکات او نورو کفاره ده اوپه دې سره به خلاصی ومومو دايو جاهيلانه فکر اوخيال دی .

پدی کې خو شک نشته چه فقهاؤ داسقاط او دور صورتونه ذکر کړي دي ليکن هغوی چه کوم شرطونه ورسره ذکر کړی ،نو اوس خو دهغه شرطونو څه رعايت نشته يوعام رواج ګرځيدلی دی .

بله مسئله داچه بيا دغه د اسقاط پيسی په يوه دوره دری ځله ګرځوي د دوري هر کس ته يې يوځل ورکوي او بيا ترينه اخلې په همدی شکل ګردي په دوره تاووي .

حيله اسقاط يا دور ځنی فقهاؤ کرامو د داسې چا لپاره تجويذ کړی ؤو چه د هغه نه څه لمونځونه ،روژی وغيره اتفاقاً نه قصداً فوت شوي وي او دقضايې راوړلو موقع ورته نه وي پيدا شوی او دمرګ په وخت کې يې وصيت کړی وي ليکن دهغه په ترکه يا ميراث دومره مال نه وي چه دهغه د لمونځو يا روژی فديه تری ادا شي .

داسې نه چه مال ورڅخه پاتی وي هغه دده خپل واريثان تقسيم کړي او ويې خوری لږ کمی پیسی را واخلې چه خلک ووايي دادی ما خو په ښه شان سره مړی خښ کړ.

your ads

اوکه صدقه وي نوصدقه بيا لاس په لاس ته ضرورت نشته چه يوځل يو مالک شی او بل ځلی بل کس دهغه مالک شي .

اوکه فديه وي نو فديه به يوه خاصه اندازه لری چه د قضا شويو لمونځو،روژی ،زکات وغيره له رویه د مړی د وصيت له مخی ټاکل کيږی او بيا د مړی د ترکې له دريمی برخی څخه ادا کيږي .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب