د رشوت لنډ بيان

رشوت دادی چي يو سړی ديوه کار لپاره مقرر شوی وي او هغه پدې کار باندې دحکومت نه يا دکومي بلې اداري نه يا دکوم چا دطرف نه تنخواه اخلي بياهم هغه ددي کار په بدل کې نوره څه معاوضه هم اخلي نودا رشوت شو.

رشوت داهم دی چي دکومې عهدي په وجه سره ده ته څه تحفه يا هديه ورکړه شي ،يوځل نبي کريم صلي الله عليه وسلم يو سړی د زکات د ټولولو لپاره مقرر کړ هر کله چي هغه واپس راغی نو ويې ويل دا دومره مال د زکات دی او دا نور ماته هديه راکړه شوې ده ،رسول الله ص وفرمائل هغه دې په کور کې کښيني اوبيا دي وګوري چي ده ته څوک هديه ورکوي يعني دا تحفه د عهدې په وجه ورکړه شوې وه ..

 

رشوت په يوه ټولنه کې سخت تباه کونکی آفت دی، رشوت چي کله منځ ته راشي نو بيا د عدل اوقانون ځاي پيسې ونيسي دمظلوم حق نورهم پايمال اومجرم په پيسو ځان ته لاره باسې .

رشوتخور  هغه پست او ذليل سوالګر دی چي سره لدي چي الله ج ده ته لوي مقام ورکړی وي خو په دومره لوړ مقام کې ب بياهم هغه يو سپک او ذليل سوالګر وي .

دغه مقام بيا هيڅ وخت هم په خپله اداره کې دفساد مخ نشي نيولاي ځکه چي بيا دده خپل دمردارو ډک کچکول افشاه کيږي .

دغه ذليل عمل اوس دومره ډير شوي چي حکومت خو دافغانستان په ټول تاريخ کې په فساد او رشوت خوري کې  لومړي مقام لري بيان ته يې هيڅ حاجت ځکه نشته چي پدي باندي د نموړي اداري چارواکې هم قانع دي .

خو اوس دغه ذليل عمل د داکتر تر نوبت پوري هم رارسيدلي دي ، دکوم مريض چي نوبت څه ورسته وي هغه څه روپۍ چوکيدار ته په رشوت کې وړاندي کوي تر څو دده نمره مخکي کړي او داسې نورو معمولې چارو کې .

د رشوت حرمت او دهغه خطرناکې پايلې:

الهي ارشاد:

وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقًا مِنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالْإِثْمِ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ ( البقره ۱۸۸).

په ناحقه يو دبل مال مه خورئ اوهغه حاکمانو نه مه ورکوئ (درشوت په ډول  چي فيصله ستاسو په ګټه وکړي ) ترڅوڅه مال دخلکو ځني په ناحقه وخوري اوتاسي پوهيږي (چي دا ظلم دي ).

نبي ص ارشاد:

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بن عَمْرٍو، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:”الرَّاشِي وَالْمُرْتَشِي فِي النَّارِ

رشوت اخستونکي اورشوت ورکوونکي دواړه په دوزخ کې دي. (الطبراني)
لَعَنَ اللَّهُ الرَّاشِيَ وَالْمُرْتَشِيَ فِي الْحُكْمِ

دالله ج لعنت دي په قضاوت  باندي درشوت اخستونکي اوورکونکي (الطبراني ،ترمذي ،حاکم او احمد)

لَعَنَ رَسُولُ اللهِ صَلي َّ اللهُ عَلَيه وَسَلَّم اَلرََّاشِيَ وَالمُرتَشِي َ ( رواه ابوداود ابن ماجه )

حضرت محمد صلي الله عليه وسلم درشوت په اخستونکي او ورکونکي لعنت ويلی دی .

عن عبد اللّه بن بريدة، عن أبيه ، عن النبيِّ صلى اللّه عليه وسلم قال: “من استعملناه على عملٍ فرزقناه رزقاً فما أخذ بعد ذلك فهو غلولٌ”.

چا ته چي کوم کار وروسپارم ،په مقابل دهغه کې يې مزد هم ورکوم ،دخپل مزد نه علاوه چي نور څه اخلي هغه خيانت او رشوت  دی . (رواه ابؤداو.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب