څنګه د خپلې مېرمنې، زړه لاس ته راوړلای شو؟

په لاندې لیکنه کې هغه څه ليکل شوي چې، یو خاوند کولای شي د هغو په عملي کولو سره، د خپلې میرمنې زړه لاسته راوړي او له ځان څخه يې خوشحاله کړي.

۱-کور ته د داخلېدو په وخت کې سلام ویل:
نبي کریمﷺ فرمایلي دي:
-تاسې به جنت ته داخل نشئ، تر څو چې، ایمان رانه وړئ، او بشپړ ایمان به تر هغې پورې رانه وړۍ، تر څو چې، یو له بل سره محبت وکړي، آیا زه تاسې ته داسې شی ونه ښایم؛ کله چې هغه ترسره کړۍ، یو له بل سره به محبت وکړئ؛ نو پخپلو منځو کې سلام سره وایاست.
(رواه مسلم)

۲-د میرمنې پر وړاندې تبسم او خوشحاله څیره ښکاره کول:
نبي کریمﷺ فرمایلي دي:
-د خپل مسلمان ورور په مخ کې ستاسې تبسم او خندا، تاسې لپاره صدقه او خیرات دی.
(رواه الترمذي)
‌نو آیاد خپلې میرمنې په مخ کې به، څرنګه خندا صدقه نه شمیرل کیږي؟

۳-کور ته د داخلیدلو په وخت کې خوله خوشبویه کول:
حضرت عائشه رضي الله عنها فرمایي:
-نبي کریمﷺ چې به کور ته داخل شو، لمړی به يې مسواک واهه.
(رواه مسلم)

۴-په یوه ځانګړي نوم سره میرمنې ته غږ کول:
رسول اللهﷺ به حضرت عائشې رضي الله عنها ته، په (عائش) سره غږ کول.
قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم:
-يَا عَائِشَ هَذَا جِبْرِيلُ يُقْرِئُكِ السَّلاَمَ.
(بخاري)

۵-کله چې د ستاینې وړ کار وکړي؛ نو ستاینه او صفت يې وکړه.
نبي کریمﷺ فرمایلي دي:
-چا چې د خلكو شکر اداء نکړ؛ نو هغه د اللهﷻ شکر اداء نکړ.
(رواه الترمذي)

۶-خپلې میرمنې ته په سنت طریقه ځان ښائسته کول.
حضرت ابن عباس رضي الله عنهما فرمایلي دي:
-زه دا خوښوم چې خپلې میرمنې ته ځان ښائسته کړم؛ لکه څرنګه چې، د هغې سنګار او ښایست خوښوم.

۷-کله ناکله خپلې میرمنې ته یو څېز په تحفه (ډالۍ) کې ورکوئ.
افضل الانبیاء فرمایلي دي:
-ډالۍ سره ورکوئ، مینه او محبت به مو سره زیات شي.
(ابي یعلی، بیهقي حسن ابن حجر)

۸-د کور په کارونو کې له میرمنې سره مرسته کول.
له عائشي رضي لله عنها څخه پوښتنه وشوه چې، نبي کریمﷺ به په کور کې څه کول؟
‌هغې ورته وويل:
-کالي به يې ګنډل چوټي به يې ګنډلې او هغه کارونه يې کول، کوم چې خلک په کورونو کې کوي.
(رواه احمد)

۹-د میرمنې له ځینو نیمګړتیاوو تیریدل او بښنه ورته کول:
نبي کریمﷺ فرمایلي دي:
-یو مؤمن خاوند دې له خپلې میرمنې سره بغض او دښمني نه کوي، که یو عادت يې بد ګڼي، له بل عادت څخه يې خوشحاله دی.
(رواه مسلم)

۱۰-د خپلې میرمنې سره خوش طبعي او نرمي کول.
نبي کریمﷺ یوه صحابي ته وفرمايل:
-باکره او پیغله ښځه دې ولې نه په نکاح کول، تا به له هغې سره لوبې کولې، هغي به تاسره لوبې کولي.
(رواه البخاري)
حضرت عمر رضي الله عنه فرمایلي دي:
-سړي ته ښايي چې په کور کې د محبت او نرمۍ له مخې لکه؛ د ماشوم په څېړنې وي، که څه هم دی دباندې، په قوم کې یو میړنی او بهادر شخص وي.

۱۱-د خپلي مېرمنې انتقاد او نیوکې ته په پراخه سینه غوږ ونیسه.
د نبي کریمﷺ میرمنو به خپل نظرونه د هغه مبارک د نظر په وړاندې څو څو ځله څرګندول او هغه به پر دوۍ نه په غوصه کیده.
(کما في البخاري)

۱۲-له خپلې میرمنې سره ښه کوه.
خپله میرمن پوه کړه چې، له ځانه راباندې ګرانه يې، تل ستا د نیکمرغۍ او ستا د روغتیا لپاره کوښښونه کوم او ستا لپاره قرباني ورکوم.
زمونږ خوږ پیغمبر حضرت محمدﷺ فرمایلي دي:
-په سې کې ډیر غوره هغه څوک دی چې، له خپل اهل او کورنۍ سره ښه چلند کوي.
(رواه الترمذي)

۱۳-پر میرمنې باندې په نفقه او خرڅ کولو کې بخیلي او سختي مکوه.
نبي کریمﷺ فرمایلي:
-ډیر غوره دینار او پیسه هغه ده چې، ته يې پر خپله کورنۍ مصرف کړې.
(رواه مسلم)

۱۴-له مېرمنې سره خپل محبت څرګند کړه.
آیا د نبي کریمﷺ محبت د عائشې رضي لله عنها څخه پټ وو؟
بلکه ښکاره وو او هغه پوهیدله چې، نبي کریمﷺ له ما سره ډیره مینه او محبت لري.

۱۵-په ځینو کارونو کې له خپلې میرمنې سره مشوره کوه.
نبي کریمﷺ د حدیبیي په صلحه کې له (ام سلمه) رضي الله عنها سره مشوره وکړه او د هغې په رایه يې عمل وکړ.
(بخاري)

۱۶-د اللهﷻ پر عبادت باندې له خپلې میرمنې سره مرسته کوه.
نبي کریمﷺ فرمایلي:
-پر هغه سړي دې اللهﷻ رحم وکړي چې، د شپې راپورته شي او لمونځ وکړي او خپله ښځه هم د لمانځه لپاره راپورته، که چيرې هغه منع وکړي؛ نو پر مخ يې اوبه وپاشي.
(ابوداود)

۱۷-د خپلې میرمنې د دوستانو عزت کوه.
ملاقات ته يې ورځه د احترام او دوستۍ علاقه ورسره ساته.
حضرت عایشه رضي الله عنها فرمایلي:
-کله به رسول اللهﷺ پسه حلالولو؛ نو د حضرت خدیجې رضي الله عنها په دوستانو پسې به ګرځېده، تر څو څه برخه ورکړي.
(رواه الترمذي)

۱۸-د خپلې میرمنې اُنس او الفت ونیسه او ډاډګیرنه ورکوه.
د نبي کریمﷺ تګلاره دا وه چيې، د خپلو مېرمنو سره به يې اُنس او الفت کوه، د هغو سره به کښیناسته او مجلس به يې ورسره کوه، سره له دې چې د رسول اللهﷺ مصروفیت ډیر وه او د رسالت دروند بار يې پر اوږو وو.

۱۹-د مېرمنې د لوښي له ځای څخه خوراک او څښاک کوه.
د پیالې یا لوښي له هغه ځای څخه کله ناکله خوراک کوه چې، ستا میرمن ترې خوراک یا څښاک کړی وي، تر څو مینه او محبت مو زیات شي.
حضرت عائشه رضي الله عنها فرمايي:
-زه به په حیض کې وم په یوه لوښي کې به مې اوبه وڅښلې، بیا به مې هغه لوښی نبي کریمﷺ ته ورکړ؛ نو له هغه ځای څخه به يې اوبه وڅښلې، له کوم څخه به چې، ما څښلې وې.
(رواه مسلم)

۲۰-له کور څخه د وتلو پر مهال، کله کله خپله میرمن مچوه.
عائشه رضي الله عنها فرمایي:
رسول اللهﷺ چې به کله لمانځه ته وته؛ نو ځینې میرمنې به يې مچولې او بیا به يې اودس نه تازه کوه.
(دارقطني، ابن حبان)

۲۱-د ستړیا په حالت کې د خپلې میرمنې مراعات کول.

په خاص ډول بیا د حیض، نفاس، او حمل په حالت کې، د ښځې مراعت کول ځکه؛ ښځه په داسې حالاتو کې ناروغه شمیرل کیږي، لکه ډاکټران چې یې هم وايي.

۲۲-د میرمنې زړه خوشاله ساته.
ځکه هغه د ډیرو سختیو او ستونزو سره مخامخ کیږي؛ نو عاطفې او خواخوږۍ ته ضرورت لري چې، ددې څخه دردونه لرې شي او د مات زړه ټکور یې شي.

۲۳-د مېرمنې خبرې ته ښه غوږ نیسه.
نبي کریمﷺ د عائشي رضي لله عنها خبرو ته غوږ نیولی وو، کله چي هغې د هغو ښځو یادونه کوله چې، په یو مجلس کې يې، د خپلو خاوندانو اخلاق بیانول.

۲۴-په خپله کورنۍ باور او اعتماد کوه.
د شک او ګمان څخه لرې اوسه، رسول اللهﷺ فرمایلي دي:
-د هغه سړي په اړه به ما ته څوک عذر وړاندې کړي چې، هغه زما کورنۍ ته ضرر او تکلیف رسوي؟
په اللهﷻ دې مې قسم وي، زه د خپل اهل او کورنۍ څخه د خیر پرته بل څه نه پېژنم!
(بخاري)

۲۵-په خوړو او نور څه کې عیبونه مه ښکاره کوه.
ابو هریرة رضي الله عنه فرمایلي دي:
-نبي کریمﷺ هیڅکله د خوړو عیب نه دی بیان کړی، که به يې اشتها وه، وبه يې خوړل که به يې اشتها نه وه؛ نو پرې به يي ښودل.
(رواه البخاري)

۲۶-د خلکو په مخ کې پر میرمنې انتقاد او نیوکه مه کوه.
امام شافعي رحمه الله فرمايي:
-د خلکو په مخ کې یو چاته نصیحت او لارښوونه کول، یو ډول توبیخ او زجر دی چې، مقابل لوری یې اوریدلو ته تیار نه دی.

۲۷-له خپلې میرمنې څخه ډیر وخت مه مسافر کیږه.
کله ناکله پروا نه کوي، د لږ وخت لپاره مسافر کیدل د زوجیت رابطه ټینګوي، مګر د اوږد وخت مسافر کیدل دا د زوجیت رابطه له منځه وړي.

۲۸-د خپلي میرمنې غیرت او احساسات مه را پاروه.
هغه په دې ډول چې کله نا کله ورته ووايي:
-زه بله ښځه کوم، یا محبت ددې پرته له بلې ښځې سره ښکاره کړې ځکه؛ دا کار ددې زړه ماتوي او صمیمت کمزوری کوي.

۲۹-د جنجال په وخت کې تدبیر.
کله چې ستا او میرمنې تر منځ پر یو شي باندې جنجال پیښ شي؛ نو لاندې تدابیر په کار واچوي.
•اعوذ باالله من الشیطن الرجیم، ووایه.
•د مخکنیو اشتباهاتو په یادولو سره د اختلاف دایره مه غټوه.
•بحث له یو وخت څخه بل وخت ته اړوه.
•که درته معلومه شي چې، ته پر غلطه یې؛ نو خپلې میرمنې ته عذر وړاندي کړه.
•دا خبره په ذهن کې ولره هغه څه چې، ته يې په غضب کړی يې دا یو نا چیزه کار دی، په دې نه ارزي چې ستاسې د ګډ ژوند چارې خړې کړي.

۳۰-وخت په وخت خپل سلوک او روش ته تغیر ورکوه.
مطلب یواځې دا نه دی چې، ستا میرمن دې په خپل سلوک کې تعدیل راولي او ته پر خپل سلوک ثابت پاتې شې.

۳۱-د اختلاف راوستونکو خبرو څخه ځان ساته.
کوښښ کوه له داسې وینا یا کړنې څخه ځان وساته چې، ستاسې ترمنځ د اختلاف سبب ګرځي، که څه هم ته پدې کار سره ټوکې کوې.

۳۲-له مېرمنې سره د محبت تعدل وساته.
د خپل مور او پلار او د کورنۍ د نورو غړو سره هم خپل محبت جاري ساته، د یوه طرف په مقابل کې پر بل طرف تیری مه کوه. هر حقدار ته په ښه انصاف او ښه اندازه سره د هغه حق ورکوه.

۳۳-خپله میرمن پدې سره پوه کړه چې، زه ستا په حق کې افراط نه کوم.

کله چې حضرت عائشې رضي الله عنها ام زرع او د هغې د خاوند قصه چې، د ام زرع سره يې نیکي کوله، مګر بیا یې هم هغه طلاقه کړه، نبي کریم ته وکړه؛ نو نبي کریمﷺ هغې ته وفرمایل:
-زه ستا لپاره داسې یم لکه؛ ابو زرع د ام زرع لپاره، مګر زه تاته طلاق نه درکوم.

۳۴-خودخواه او ځان غوښتونکی له ځان څخه مه جوړوه.
داسې ځان غوښتونکی مه جوړېږه چې، تر ورکولو ډېر شیان ځان ته راکشوې او یا هر شی اخلې او یا څه نه ورکوې.

۳۵-د خطاو او غلطیو په اصلاح کولو کې تلوار مه کوه.
خویونه او عادتونه له اوږدې زمانې وروسته بدلون کوي، عادت ژر نه بدلیږي او کوچنی جرم مه غټوه.

۳۶-د خپل کار او میرمنې ترمنځ موازینه وساته.
تر خپل ټاکلي وخت زیات وخت په خپله وظیفه کې مه تیروه او مه ټول وخت خپل کار ته ورباسه، په خاص ډول بیا د هفتې په رخصتۍ کې؛ نو د رخصتۍ په وخت کې خپله میرمن له خپل مجلس څخه مه بې برخې کوه، تر څو هغه د خفګان او دغت احساس ونه کړي.

۳۷-د راحت اسباب ورته برابر کړه.
خپلې میرمنې ته د خپل طاقت سره سم، د راحت اسباب برابر کړه، کله چې ته د کالیو مينځلو، اشپزۍ او داسې نور اسباب او وسایل ورته برابر کړه؛ نو ستا میرمن تا او ستا اولادونو ته ښه فارغه کیږي.

۳۸-د نظر ښکاره کولو اجازه ورکړه.
که ستا میرمن د یوې مفکورې او نظر څښتنه وي؛ نو د نظر څرګندلو اجازه ورکړه لکه؛ علمي بحث یا د آشپزۍ او یا هم د خیاطۍ په هکله خبرې کیږي؛ نو په دې هکله خپله میرمن نظر څرګندلو ته وهڅوه، داسې مه وایه چې زه ښه پوهیږم.

۳۹-خپل مزاج هر وخت مه پرې تحمیلوه او مه د مزدورۍ په سترګه ورته ګوره.
پر خپلې میرمنې باندې خپل ځانګړی خوی او عادت مه تحملوه ځکه؛ هر انسان د ځانګړي عادت او خوی خاوند دی.

۴۰-د خپل منځي محبت دعا کوه.
تل دا دعا کوه چې، اللهﷻ ستاسې دواړو په زړونو کې محبت او مینه واچوي.

ګرانو وروڼو!
زمونږ په ټولنه کې زیات شمېر کورني مشکلات شته، هیله ده، ددې معلوماتو په شریکولو کې راسره مرسته وکړئ، تر څو له ټولنې څخه مو مشکلات لرې شي.

د ښوونکي لارښود کتابونه
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ