له هر چا سره مینه او اخلاق

له هر چا سره په ورين تندي، موسکا او مینه مخامخ کیدل د رسول الله صلی الله علیه وسلم خوی و نو دا لاره خپلول نبوي طریقه عملي کول دي، په دې اړه د بخاري او مسلم یو روایت را اخلم: عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا أَنَّ رَجُلًا اسْتَأْذَنَ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ ائْذَنُوا لَهُ فَبِئْسَ ابْنُ الْعَشِيرَةِ أَوْ بِئْسَ رَجُلُ الْعَشِيرَةِ ، فَلَمَّا دَخَلَ أَلَانَ لَهُ الْقَوْلَ . قُلْت يَا رَسُولَ اللَّهِ قُلْت الَّذِي قُلْت ثُمَّ أَلَنْت لَهُ الْقَوْلَ ، ؟ قَالَ يَا عَائِشَةُ إنَّ شَرَّ النَّاسِ مَنْزِلَةً عِنْدَ اللَّهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مَنْ وَدَعَهُ النَّاسُ أَوْ تَرَكَهُ النَّاسُ اتِّقَاءَ فُحْشِهِ . رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ وَ مُسْلِمُ. ژباړه: عائشه رضی الله عنها وایي: یوه سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د راننوتلو اجازه وغوښتله، هغه وویل: اجازه ورکړئ، دی پخپل قوم کې ترټولو بد سړی دی، کله چې هغه سړی راننوت رسول الله نرمې خبرې ورسره وکړې، عائشه وایي: ما ده ته وویل: يارسول الله! مخکي دي هغه بد یاد کړ او وروسته دي نرمې خبرې ورسره وکړې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: ای عائشې! د آخرت په ورځ به د الله په نزد ترټولو بد سړی هغه وي چې خلکو د هغه د پوچو او فحش خبرو لامله پرې ایښی وي.

امام النووي رحمه الله د دې حدیث په شرحه کې وایي: دلته د هغه له سپکو خبرو د ویرې لامله له هغه سره مدارات او نرمي شوې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه ستاینه نده کړې یواځي د هغه د زړه ساتلو په نیت یې له هغه سره نرمې خبرې کړې دي. ابودرداء رضی الله عنه وایي: موږ د داسي خلکو په مخ کې موسیږو چې زړونه مو په هغوی لعنت وایي. عَنْ أَبُيْ الدَّرْدَاءِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: إنَّا لَنُكَشِّرُ فِي وُجُوهِ أَقْوَامٍ وَإِنَّ قُلُوبَنَا لَتَلْعَنُهُمْ . غذاء الالباب في شرح منظومة الاداب. لـ محمد بن احمد السفاریني. ج1ص209.

دلته یوه پوښتنه رامنځته کیږي هغه دا چې بد انسان د نفرت وړ دی او له هغه سره ظاهراً مینه کول او په ورین تندي مخامخ کیدل مناسب نه دي او که څوک ظاهراً مینه ورسره کوي دا خو منافقانه چلند شو، دې پوښتنې ته د مشهور امام ابن عقیل رحمه الله ځواب را اخلو، د هغه په مشهور کتاب “الفنون ” کې راغلي چې له ده نه چا پوښتنه وکړه او ورته ویې ویل: الله جل جلاله وصیت راته کړی: ادْفَعْ بِاَلَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَك وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيم. یعني د هغه په ډیره ښه طریقه ځواب ووایه، نو ستا او د هغه په منځ کې چې دښمني ده هغه به دي ګرم ملګری وګرځي، پوښتونکي امام ابن عقيل ته وویل: خلک وایي چې د باطن خلاف خبره کول منافقت ده نو اوس که زه د الله له دې وصیت سره برابر عمل کوم د منافقت ویره ده څنګه له منافقته ځان وژغورم؟ .

امام ابن عقیل رحمه الله په ځواب کې ورته وویل: النِّفَاقُ هُوَ إظْهَارُ الْجَمِيلِ وَإِبْطَانُ الْقَبِيحِ وَإِضْمَارُ الشَّرِّ مَعَ إظْهَارِ الْخَيْرِ لِإِيقَاعِ الشَّرِّ، یعني منافقت ښه ښکاره کول او بد پټول دي، په زړه کې شر لرل او په دې نیت خیر ښکاره کول چې څوک په شر اخته کړې. او په ایت کې مطلب دا ده چې د بدو په مقابل کې د خیر او ښو په نیت ښه او خیر ښکاره کړه. غذاء الالباب ج1ص210. موخه دا شوه چې بدو خلکو ته ورین تندی لرل او له هغو سره مینه کول په ښه نیت سره وي او هغه دا چې په ښه تعامل او غوره چلند سره بد انسان هم اصلاح کیږي او سمیږي لکه د ایت په پای کې راغلي: فَإِذَا الَّذِي بَيْنَك وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ . او که اصلاح نشي هم اقلاً له بد انسان سره په ښه چلند دا ګټه ترلاسه کیدلی شي چې د هغه له شره سړی ژغورل کیدلی شي او دا هم خیر او ښه ترلاسه کول دي.

 

داراز عمرو بن العاص رضی الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به دقوم ډیر شریر انسان ته هم ډیر متوجه و او په خبرو

کې به یې هغه ته ډیره توجه کوله چې په دې سره به یې دهغه زړه مایلول غوښتل ، ماته به یې هم د خبرو په مهال ډیر په توجه سره کتل اوخبرې به یې راسره کولې، تردې پوري چې ما ګومان وکړ زه به په ټولو کې ښه سړی یم ، نو ورته ومې ویل : یارسول الله ! زه ښه یم که ابوبکر؟ هغه راته وویل: ابو بکر ښه دی، بیا مي ورته وویل: زه ښه یم که عمر؟ هغه وویل عمر ښه دی، بیا مي ورته

وویل: زه ښه یم که عثمان؟ هغه وویل: عثمان ښه دی ، ما چې له هغه نه پوښتنې وکړې هغه رښتیا راته وویل ، وروسته مي له ځانه سر کړه چې غوره به داوه چې پوښتنه مې نه وې ورنه کړې .

عَنْ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ ، قَالَ : كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ , ” يُقْبِلُ بِوَجْهِهِ وَحَدِيثِهِ عَلَى أَشَرِّ الْقَوْمِ , يَتَأَلَّفُهُمْ بِذَلِكَ فَكَانَ يُقْبِلُ بِوَجْهِهِ وَحَدِيثِهِ عَلَيَّ ، حَتَّى ظَنَنْتُ أَنِّي خَيْرُ الْقَوْمِ ” ، فَقُلْتُ : يَا رَسُولَ اللَّهِ ، أَنَا خَيْرٌ أَوْ أَبُو بَكْرٍ ؟ فَقَالَ : ” أَبُو بَكْرٍ ” ، فَقُلْتُ : يَا رَسُولَ اللَّهِ ، أَنَا خَيْرٌ أَوْ عُمَرُ ؟ فَقَالَ : ” عُمَرُ ” ، فَقُلْتُ : يَا رَسُولَ اللَّهِ ، أَنَا خَيْرٌ أَوْ عُثْمَانُ ؟ فَقَالَ : ” عُثْمَانُ ” ، فَلَمَّا سَأَلْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ , فَصَدَقَنِي فَلَوَدِدْتُ أَنِّي لَمْ أَكُنْ سَأَلْتُهُ . ( رواه الترمذي في الشمائل )

له دې روایت نه دوه خبرې زده کولی شو یوه دا چې که دکوم شریر انسان له شر او فحشا نه ویره وه باید له هغه سره په ورین

تندي خبرې وشې او داراز که دا امید کیدی چې هغه به په ښو خبرو سره یوڅه سړیتوب زده کړې نو باید ښې خبرې ور سره

وکړل شي، داراز له دي روایت نه دا هم ښکاره شوه چې یو چا ته دهغه د مقام په ښودلو یا د بلي حقې وینا په صورت کې باید

هغه ته حق خبره په ډاګه کړل شې او په دې اړه هیڅ مجامله نده په کار لکه رسول الله صلي الله علیه وسلم چې عمرو ته د هغه د پوښتنو په مهال په ډاګه وویل چې ابوبکر ، عمر او عثمان له تانه غوره اوښه دي.

حامد افغان

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب