څنګه خپل ځان کنټرول کولی شو؟

انسان ته ډير سخت كار د خپل نفس سره جهاد او ناوړه عادتونه بدلول او په ځاى يې ښه اخلاق، نيك عادتونه او ښه صفتونه پيداكول دې.

الله تعالي فرمائې: (وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَاوْلَئِكَ هُمْ الْمُفْلِحُونَ ) د الحشرسورت، ۹اّيت.

هغه څوك چې ځان دبخل څخه وژغورې، هغوۍ بريالې دي.

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دې: قوي دي ته نه وايې چې پهلوان وي بلكې قوې هغه دي چې دغصې او قهر په وخت كې خپل ځان اداره او قابوكړي.

شاعر وائې: كه سختې نه واي نوټول خلك به دعزت والا و- وركړه دبي وزلۍ او شجاعت دوژنې احساس پيدا كوي.

 يعني خلك دسخاوت او شجاعت څخه دبي وزلۍ او مرګ دويري ډډه كوي .

دانسان هر شخصې سلو ك او اخلاقي وضعيت هرومرونفسې انګيزه لري، ددې لپاره چې انسان خپل سلوك، اخلاق او كړنې قابو كړې- بايد چې لومړې نفسې انګيزو ته پام واړوې او دسمون كوښښ يې وكړي .

او كه غواړي دښواخلاقواونيكو صفاتوڅښتن شي نو بايد چې خپلې نفسې غوښتنې او انګيزې اصلاح او دخپلو هدفونو خواته يې وهڅوې، داپه رښتيا يوسخت او دروندكار دې ځكه چې داخپل نفسي، سلوكې او اخلاقې جوړښتونه بدلول دي، نفس تل دواقعيت دبدلون سره مقابله كوي، او كله چې داواقعيت دعقيدې، فكراو يا قلبې اوبدنې لذت او يامنل شوي عادتونو سره تړاو ولري، نود دې لپاره بايد هغه بنسټونه چې دغه اخلاق، سلوك او عادتونه پري ولاړوي بدل شي .

[irp][irp]

په كوښښ، جهاد، ټينګار او دعقلي قناعتونو په بدلون او پرله پسې كاركولو سره كولاي شو چې دخپل نفس واګې په لاس كې واخلو، اوكوم پلوته چې غواړو هماغسې يې په اسانۍ سره سوق او توجيه كړو .

يو عالم وايې: ماخپل نفس دالله خواته سوق كاړاو هغه ژړل ان تردي چې اوس هغه خواته په خندا او خوشحالۍ درومې .

په خپل ځان دې خپله داخلې څارنه وګوماره چې داخلاقو سلوكياتو اوعادتونو څارنه دې وكړي، ( له خپلو ځانونو سره حساب وكړۍ مخكې لدې چې حساب درسره وشي او خپل عملونه وتلۍ مخكې لدې چې هغه وتلل شي)

ځينې هغه حالات چې انسان پكې دخپل ځان قابو له لاسه وركوې په لاندې ډول دې:

دانسان لپاره په ژوندكې ډيره ستره ستونزه خپل ځان دقابو نه وتل، په نفسې غوښتنو اوخواهشاتو پسې تلل او عقل دهغوۍ تابع كول دي.

زه د دې لپاره څوبيلګې يادول غواړم چې ځان ترې وساتې، اوبياله دې حالاتوسره دمبارزې او مقاومت يادونه كوم :
۱- دكارونوپه اجراء كې ځنډ اودخپل وخت نه وروسته كول، راحت، سكون او بي كارې ښه ګڼل.
۲-  هركارته داقدام په وخت كې دشك او ترددپه نظر كتل، ترڅوچې برياليتوب يقيني نه وي كارته دناكامۍ دويري اقدام نه كول.

۳-  نيوكه نه منل، په كوچنۍ خبره اوكار غصه كول، كله چې په غصه شي هرڅه ورانول دهيچا مراعات نه كول او دهيڅ ډول زيان پروا نه لرل.

۴- دكار په وخت كې عصبي ناارامي او ښه پاملرنه نه لرل.

۵- په ځان كار زياتول چې دبې انډولۍ، خفګان او ګډوډۍ سبب ګرځيږي.

۶- په خپل ځان دهيڅ ډول كاركولو باورنه لرل.

۷- دستړيااو زړه تنګۍ په سبب كار ترپايه نه رسول .

دتيرو نيمګړتياو اوستونزو- چې ډير خلك ورسره لاس په ګريوان دي- ځينې حلونه :

[irp][irp]

څنګه كولاي شي چې په ژوندكې دمنفې اړخونو او دچارود ځنډ مخه ونيسې؟

۱-  په كافي اندازه خوب وكړه چې اسراف پكې نه وي، ښه به داوي چې دوخته په اوداسه ويده شي.

۲- ګهيځ وختې پاڅيږه په بستره كې په يوه ډډه اوبله ډډه داوړيدورااوړيدو څخه ډډه وكړه

۳- دسهار لمونځ په خپل وخت په جماعت سره پرې نږدې

۴- دسهار ذكرهير نه كړې، ځكه داستا دورځې دنيكمرغۍ كيلي ده

۵- خپل ورځنې پروګرام په ارامو اعصابو جوړكړه، او دريغه چې بيايې دنظر نه تيركړې او په فقرو كې يې دفكر كولوڅخه لذت واخلې

۶-  كوښښ وكړه چې پروګرام دې رنګارنګ وي، اوپه زړه پورې شيانو ته پكې ځاى وركړ شوي وي اودبرياليتوب چانس پكې ډير وي، بيا په هماغه دپيل زيار او باسه.

۷- دكورنه دوتلوپه مهال دعاء ووايه، كه چيرې دې سفردسپرلۍ په وسيله و دسفر دعا هم هيره نه كړي.اوبيا په خپل كار پيل وكړه.

۸- هرڅوك چې دې په دې ورځ مخې ته راځې دموسكا په حالت كې پرې سلام واچوه.

۹- زيار او باسه چې خپل كارونه په ښه بڼه وكړې، دورځې پروګرام دورځې ترپاي پوري سرته ورسوې ترڅوچې سباته څه ورڅخه پاتې نه شي.

۱۰- كورته دبيرته راستنيدو په مهال له خپلې ميرمني، كوچنيانو او نوروسره ملاعبه او ساتيري وكړه، څومره به ښه وي كه څه سوغاتونه هم ورته راوړي، كه چاپه دې ورځ كې څه برياليتوب لاس ته راوړې وي مكافات يې وركړه، او كه چاكمزورې ښودلې وي تشويق يې كړه او دمشكل په حل كې ورسره مرسته وكړه.
۱۱- په خپل پروګرام كې داستراحت او چكر لپاره هم وخت وركړه كه څه هم لږ وي.

۱۲-  خپلو خپلوانو، ګاونډيانو او ملګرو سره په ټولنيزو مناسباتوكې په مناسبه طريقه ګډون وكړه .

دتردد او ګډوډۍ مخنيوې:

۱-  ژوند ته ښه په ځير دزړه په سترګو وګوره او دايقين ولره چې په دنياكې كمال نه شته، مګر هغه څه چې ښه والې يې په نيمګړتيا پورته وي دژوند هدف دي اودلاس ته راوړلوهڅه يې كيږي. دايو منل شوي حقيقت دي اوله دې پرته نور فكرونه هسې خيالونه دې چې حقيقت نلري.

۲-  داتل په ياد ولره چې ستا مسړليت او له تا څخه غوښتنه يواځې دكاراودموجوده وسائلو په كار اچول دې اوپايلې دالله تعالي په لاس كې دي.

۳- دلويانو تاريخ مطالعه كړه دهغوۍ په ژوند كې څيړنه وكړه، دابه درته څرګنده شي چې ټول برياليتوبونه نه بلكې ناكامۍ او نيمګرتياوې هم ورسره مل دې.

۴- په خپل ځان كې دځواك اوكمال صفتونه په نښه كړه، څودالله تعالي ځينې نعمتونه درته څرګند شي او درته معلومه شي چې په تاكې دكمزورۍ او نيمګړ تيا پرته ښه صفات هم شته.

۵- هغه فعاليتونه راياد كړه چې ښه برياليتوب دې پكې لاس ته راوړي وي، او هركله چې درته دناهيلۍ او كمزورۍ احساس كيدوهغه برياليتوبونه رايادوه.

۶- كه چيري لوړ مقام ته ځان رسول غواړي كاروكړه، او زيار اوباسه، دريدل او انتظار هدف ته درسيدو لاره نده.
۷- خپل عقل په كار واچوه، اوپدې كې فكر وكړه چې يا به كاركوې هركار چې وي او يابه هيڅ نه كوې نوبيا وګوره چې په دواړو كې به كومه لاره ښه وي ؟ دريمه لاره دې مخكې نشته.

۸- كه كله هم په ځينې چاروكې د ناكامۍ سره مخامخ شوې، ووايه (قدرالله وماشاء فعل، ږنا لله وږنا ږليه راجعون، ولاحول ولاقوۍ ږلابالله, اللهم ډجرني في مصيبتي واخلفني خيراً منها).

دهر مصيبت اجر دالله نه وغواړه، او دخپلو ګناهونو دبښنې غوښتنه تري وكړه.

بيا په ډيرډاډ اوارامۍ سره د ناكامۍ په لاملونوكې غوروكړه، كه چيرې دې د بل كاردپيل عزم نه وكړي، بيا دهماغه كار دكولوكوښښ وكړه .

دنيوكې سره چلن:

پدې كې شك نشته چې انسان دخپل ژوند په اوږدوكې دخوښواو ناخوښودريځونو، موافقواو مخالفو خلكو سره مخامخ كيږي، نيوكه دموخو او دوافعوداختلاف له امله مختلفې بڼې لري .چې دملګرې، دښمن، نيږدې او لري وګړو څخه صادرېږې.

انسان ته پكار دې چې خپل ځان په زغم، لويه سينه، صبر او په وړو خبرو غصه نه كولو روږدي كړي، او چې كله په غصه كيږي نوپكاردي خپل ځان په قابو كې وساتې، كه داسې ونه كړي دبل نه به مخكې ځانته زيان ورسوې، دخلكو په زړونو كې به دځان سره كركه پيداكړي، او دنورو درډي او فكر دازادۍ دمخنيوې له امله به لوي ټولنيززيان رامنځ ته كړي .

نيوكه دوه ډوله ده :

لومړي:- تعميرې نيوكه:

هغه ده چې شخصې سپكاوې او تجريح پكې نه وي، دكار په نيمګړو اړخونو مركوزه وي دمبالغې څخه لري وي، او دنيمګړتياو د لري كولو څرګندونه، اودښو اړخونوستاينه پكې شوي وي .
دتعميري يا رغاوي نيوكې په وړاندې دريځ:

۱- د تعميري نيوكې لپاره مناسبه فضا برابرول او تشويقول.

۲- په دې ډول نيوكې باندي خوشحالې او ورته هركلې ويل، او لټون يې كول، (رحم الله من ډهدي لناعيوبنا ) پرهغه چا باندي دې الله رحم وكړي چې مونږ ته زمونږ نيمګړتياوي راپه ګوته كوي.

۳- ښه غورپكې كول پرته لدې چې د چا لخوا شوي ده.

۴- هغه نيمګړتياوې چې ناقد ورته اشاره كړي وي دلري كولو كوښښ كول اود غلطيوسمون.

[irp][irp]

دوهم:- مغرضانه اوويجاړونكې نيوكه :

هغه ده چې په كار كې دنيمګړتياو دنښه كولو پواسطه غواړي ټول كار له منځه يوسې، خنډان ورته پيداكړي او دوګړو سپكاوې او تجريح وكړي، دكاردښه كولو اويا دښواړخونو دستاينې هيڅ پروانلرې .

دناروا نيوكې په وړاندې دريځ:

۱-  دناروانيوكې دلاملونو دمعلومولو كوښښ كول، لكه كينه، ځان ځانې، دكار څخه ويره، غچ اخيستل او داسې نور.

۲- كه امكان لري ددې لاملونوله منځه وړلوكوښښ وشې.

۳- دنيوكې دموخوپيژندل او ورسره داحسان چلن كول.

۴-  دنيوكې په ردولو ځان نه مشِغولول، يواځې خپله لار خپل اصول اودخپل حيثيت ساتلو لپاره اړين ګام اخيستل.

۵- په غچ اخيستلو دځان له مصروفولو څخه ډډه كول.

۶- دنيوكې څخه دكار په سمون كې ګټه اخيستل او نيمګړتياوي لري كول.

۷- دهرمصيبت اونيوكې له امله دتكليف اجر دالله تعالي نه غوښتل

انسان بايد تل دالله تعالي دا قول په ياد ولري چې وائې (فَډَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً وَډَمَّا مَا يَنفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الْډَرْضِ) د الرعد سورت، ۱۷اّيت.

ځګ او ناروا ختميږې اوهغه څه چې خلكو ته ګټه رسوې په ځمكه تل پاتي وي هغه څه چې دالله لپاره وي تل ترتله وي اوهغه چې دنورو لپاره وي تلوونكې او پناه كيدونكې دي .

ليکنه: دکتور عائض القرني/ ژباړن: دکتور شفيق الله امين

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب