د طلاق ورکولو الفاظ

د طلاق الفاظ کوم دي؟

په کومو الفاظو چي طلاق ورکول کيږي هغه دوه ډوله دی صريح الفاظ او کنايه الفاظ.

۱- صريح الفاظ :

دصريحو الفاظو نه مراد هغه الفاظ دی چي په داسې صفا الفاظو طلاق ورکړل شي چي بغير له طلاق بل څه نه ورڅخه اخيستل کيږي  ،مثلاً ښځی ته يې وويل چي ما تالره طلاق درکړ ، ته په ما طلاقه يی او نور .

په دغو صريحو يا واضيحو الفاظوسره  که طلاق ورکړل شي طلاق واقع شو  ، که يې  نيت کړی اوکه نه ، که په فکر يا سنجيدګی وي او که نه يا په ټوقو سره په هر صورت کې طلاق واقع کيږی چي په همغو دريو طلاقو رجعی ،بائن او مغلظ  کی چي د طلاق ورکوونکی هر کوم مطلب وي  همغه به واقع شي .

حضرت محمدص فرمايي : دری څيزونه داسی دی چي په هغه کی د زړه اراده اوفکرسره خبره کول هم حقيقت دی او دخندا اوټوقو په طورهم حقيقت دی هغه نکاح ،طلاق او رجعت  دی  (ترمذی ،ابوداؤد).

نو مسلمان لره نه ښايې چي په داسې ډول آساسې څيزونو اويا هم د يو انسان  د ژوند په برخليک ټوقی ووهی .

۲- کنايه الفاظ :

کنايه الفاظ داسې الفاظ دی چي هغه د طلاق لپاره مخصوص نه وي  يا چي دهغی  مطلب د طلاق هم کيدای شي او يا دعصی اظهار هم کيدای شی ، مثلاً يو سړی ښځی ته ووايی  زما له کوره ووځه ، خپلی پلارګنی ته ځه ، زما سره ستا اوس ګزران نه کيږی  او داسی نور .

په داسی الفاظو کی نيت ته اعتبار ورکول کيږي  که يی نيت طلاق وی نو طلاق بائن به پريوځی  او که يی نيت طلاق نه وی نو طلاق نه واقع کيږی .

ولی داسې الفاظ ويل دمسلمان  له اخلاقي شانه سره سر نه خوری  چي دقهر په وجه خپلي بي بي ته ووايې  زما له کوره وځه  اونور .

ځکه چي داښځه دخپلی مور له مهربانه غيږي څخه جلا او نن تاته ناسته ده نو بايد ددې ډول بدو الفاظو څخه سړی ځان وساتې نوکه دعصی  پر وخت داسې څه له خولې ووځي بايد خپل رب ج ته د عجز اوښکی تويې شي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب