له خپلې کوژدې سره مستي روا ده؟

سوال:

 له کوژدې وروسته او تر واده مخکې د خسر کره ورتګ او هلته له خپلې کوژدنې سره مستي او ساعتيري کول، روا دي او کنه؟
يوه نيمه يا دوه مياشتې وړاندې مې په همدې سايټ کې يوه ليکنه ولوسته، چې په دري ژبه کښل شوې وه او هلته قدرمن مولوي صاحب په ډېرو سختو ټکو کې ويل ول، چې له کوژدې وروسته او تر واده مخکې دغه دوره چې خلق ورته ډېر په خوند او …. قايل دي، تر ټولو بدترينه دوره ده او… يانې ورتګ او له خپلې کوژدنې سره یې مستي کول ناروا بللي ول، خو يوه ټکي ته يې اشاره کړې وه، چې له نکاح مخکې، خو اوسمهال په کوژده کې نکاح تړل کيږي، يانې ايجاب او قبول کيږي، چې تر کومه ځايه مې نيمګړي معلومات اجازه راکوي په نکاح کې اصل همدا ايجاب او قبول دی، وروسته تر کوژدې، چې ايجاب او قبول په کې وشي او بیا د خسر کره ورتګ څنګه دی؟ آيا مجاز دی او که ناروا؟ آيا هلته له خپلې کوژدنې سره مستي، ساعتيري او …. روا دي او که نه؟ ځکه چې اوسمهال په کابل او ټول هېواد کې تر کوژدې وروسته او واده مخکې تګ دود شوی/و.
له تاسې درنو، قدرمنو پوهانو څخه په درنښت هيله کوم، چې په دې اړه راته بشپړ معلومات د ځواب په ډول راکړﺉ، ډېر منندوی به مو یم.
دا ځکه چې پخوا مې هم پوښتلي ول، خو ځواب یې پر ليکه نه شو او زما يو ملګری دی هر وخت رانه د دې ځواب غواړي ما ورته ژمنه ورکړې وه، چې زه یې د اصلاح انلاين له لارې درته ځواب پيدا کوم.
نو بيا هم له تاسې څخه نړۍ مننه کوم، چې خپل وخت خلکو ته ورکوﺉ او د خلکو په عامه پوهاوي کې مرستندويه واقع کېږﺉ.
په مينه

ستاسې مينه وال
ستانکزی

جواب:

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته
قدرمنه ستاسې دپوښنې لنډ او مختصر ځواب دادى چې که چيرې په کوژدن کې دجلکۍ دپلارله پلوه  يواځي وعده شوي وي او ايجاب اوقبول نه وي ترسره شوى ياپه بل عبارت شرعي نکاح نه وي تړل شوي اويواځې وعده يې ورسره کړي وي  نو په دې صورت کې دا ډول شيان چې تاسې يې يادونه کړې ده  په هيڅ صورت جواز نه لري ،ځکه چې نکاح نده تړل شوې ښځه تراوسه پورې اجنبۍ ګڼل کيږي>

او که چيرې دکوژدې پر مهال ايجاب اوقبول شوى وي ، شاهدان تيرشوي اومهرهم تعين شوى وي   اوياپه بل عبارت په شرعي توګه نکاح تړل شوي وي يواځې دعرف مطابق دواده مراسم يې نه وي ترسره کړي  نوبيا په دې صورت کې چې تاسې کوم شيان يادکړي روا دې چې له خپلې ميرمني سره يې ترسره کړي

البته زمونږ اوستاسې په هيوادکې داکثره خلکو عرف کې داکارښه نه دى  سړې پردې  بد اوبې مروءته ښکاري نوښه خبره همداده چې سړى کوژده وکړي زرترزره دې خپله ناوې خپل کورته راواده کړي نوبيا دې له خپلې ميرمنې  څخه  جائزه او رواګټه پورته کړي اوهرډول جائزي لوبې معاملې  دې ورسره کوي
والسلام
مولوي امين الله ازره وال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب