ځوانان د ملتونو د ملا تير دى

ځوانان د ملتونو د ملا تير دى

د دې حقيقي پانګې څخه بايد اعظمى ګټه واخستل شي. هر ملت چې خپل ځوانان په بشپړه روزنه وروزي هم دغه ملت په بېلا-بېلو ډګرونو کې برى تر لاسه کوي. د زمانې په اوږدو کې قيادتونو دا حقيقت درک کړى دى. په هم دې لړ کې پيغمبران (عليهم السلام) د ځوانانو تنظيمولو، تربيت، روزنې او لارښوونې ته خصوصي پاملرنه کړې ده، هغوى ځوانانو ته د توجيهي امورو تر څنګ د بشپړ حکمت او علم په لور لارښوونه کوله. د رسول اکرم (صلى الله عليه وسلم) لاندې حديث د دې مدعى يو څرګند مثال دى.

 حضور اکرم (صلى الله عليه وسلم) يو صحابي ته ورفرمايل: ((اى هلکه! زه تاته يو څو خبرې در ښيم: دخداى تعالى ((د فرايضواو دين)) ساتنه وکړه خداى تعالى به تا وساتي. د خداى تعالى ((د دين)) حفاظت وکړه د خپلې مرستې له پاره به يې پخپل مخ کې بيا مومې. چې سوال کوې نو د خداى (جل جلاله) نه يې وکړه او چې مرسته او کمک غواړې نو د خداى (جل جلاله) نه يې وغواړه. که ټول امت را ټول شي او تا ته ګټه رسول وغواړي نو تا ته ګټه نه شي رسولاى مګر هغه څه چې خداى (جل جلاله) ستا له پاره ليکلي وي.او که دوى را ټول شي څو تا ته تاوان او ضرر ورسوي نو دوى نه شي کولاى مګر هغه څه چې خداى (جل جلاله) ستا له پاره ليکلي وي. صحيفي تړلې شوې او قلمونه پورته شوي.

 د حديث څخه لاندې ځانکړي مطالب لاس ته راوړلى شو.
١- په کوچنيوالى کې د تعليم اهميت:
بايد دا تعليم په لويو-لويو پېښو مشتمل وي تر څو عقل ورورزل شي او د ځوانۍ په وخت کې د فکر کولو د منهج اساس کيښودل شي.
٢- هم دا راز دا حديث د تعليمي نصاب اهميت را په ګوته کوي. او دا بايد په داسې توګه ترتيب شي چې په دې کې وړاندې شوي افکار او مالومات روغ وي، په ﺁسانه ژبه چې جملې لنډې او مفهوم يې هر اړخيز وي.
٣- په خبرو کې بايد همېشه رښتيا وويل شي، که څه هم ترخه وي.
٤- بايد په لارښوونه کې د ترغيب او ترهيب دواړو څخه کار واخيستل شي.
هم دا راز دا حديث دې خبرې ته اشاره کوي چې د ملګرتيا او صحبت څخه د تعليم په باب ګټه واخيستل شي، او د وخت څخه بايد ګټه واخيستل شي.
له بله پلوه د دښمنانو په اړخ کې ((لينن)) لعنة الله على الظالمين هم د امتونو په جوړولو کې د ځوانانو اهميت او رول درک کړى و، هغه وايي:
((د چا په لاس کې چې ځوانان وي راتلونکى د هغه په لاسه کې دى)).
هم دا وه چې د ځوانانو په مټو يې د يو ستر ځواک اساس کيښود.
شيهد امام حسن البناے رح د اخوان المسلمون د تحريک مؤسس هم د لومړيو ورځو څخه د ملت د جوړولو کې د ځوانانو اهميت در ک کړى و او په هغوى کې يې د راتونکي نښې ليدلې. هغه په خپله يوه ليکنه ((تحت راية القرﺁن )) (دقرﺁن تر سيوري لاندې) کې ليکي.

د اسلام د راتلونکي تکيه په نوي نسل ده:

 ((د اسلام د راتلونکي تکيه په نوي نسل ده. په ښه اسلوب دوى ته دعوت وړاندې کړئ او د دوى په روزنه کې زيار وباسئ. دوى ته د علم او نفس د ﺁزادۍ، د فکر او عمل د حريت او د عقل، زړه او جهاد د استقلال درس ورکړئ. او دوى د حضرت محمد (صلى الله عليه وسلم) د بيرغ لاندې منظم کړئ. ډېر ژر به تاې د دوى څخه يو مسلمان حاکم ووينئ چې د خپل نفس پر ضد په جهاد کوي او د امت د خوښې له پاره به کار کوي)).
امام ابو على مودودي رح په لارښوونه، ښوونه او روزنه کې ځوانانو ته ډېر اهميت ور کاوه د ځوانانو څخه چې اوس زاړه دي داسې هم وو چې ديرش کاله يې د هغه سره تېر کړل او هره ورځ به يې د هغه څخه نوي شيان يادول.


ژباړه: مصباح الله 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب