د ځوانانو لپاره د مراهقۍ عمر که په ځان بې باوره کول؟

ویل کېږي چې ۱۴ کلنۍ څخه تر ۲۰ کلنۍ پوری ځوانان مراهقین دي:
د مراهقت دغه مانا یوه غربي اوسنۍ اصطلاح ده، هدف یې دا دی چی د ځوانانو څخه په خپل ځان اعتماد له منځه یوسي او د کار په ډګر کې ورته خنډونه پیدا کړي .

که چېرې د مسلمانو ځوانانو تاریخ ته کتنه وشي، د ذکرشوي عمرځوانانو چې څومره په زړه پورې کارنامې ترسره کړي، په لاندې ډول یې یادونه کیږي :

۱. عبدالرحمن الناصر ۲۱ کلن :
په اندلس یې حکومت کړی چې هغه زمانه د سرو زرو زمانه یادېدله، ډیرې ستونزی يې حل کړې ، په خپله علمي سرمایه یې یو مضبوط دولت جوړ کړی و چې اروپايي مشرانو هم دغسی دولت خوښ ګڼلو .

۲. اسامه بن زید رضی الله عنه ۱۸ کلن :
د وخت د لوی لښکر روم پر خلاف جګړه کې يې د مسلمانانو لښکر مشري کوله سره لدې چې نور مشران صحابه کرام لکه ابي بکررضی الله عنه اوعمر رضی الله عنه هم شتون درلود .
۳. محمد القاسم ۱۷ کلن :
د سند ملکونه یې فتح کړي او په خپله زمانه کی د نظامي مشرانو څخه شمېرل کېده .
۴. سعدبن ابی وقاص رضی الله عنه ۱۷ کلن :
لومړی صحابي دی چې د الله جل جلاله په لاره کې یې غشی ویشتي دي ، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم شپږو تنو مشاورینو له جملی څخه وو.
۵. الارقم بن ابی الارقم ۱۶ کلن:
۱۳کلونو په اوږدو کی یې خپل کور پیغمیر صلی الله علیه وسلم ته د ناستی ځای ګرځولی و.
۶. طلحه بن عبیدالله رضی الله عنه ۱۶ کلن :
د اسلام په لومړیو وختونو کې د عربو عزت یی کړی په اُحد جګړه کې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره د مرګ بیعت او د کافرانو له ګذارونو څخه يی وساته چی یو لاس یی هم پکی معذور شوی و.
۷. زبیر بن العوام رضی الله عنه ۱۵ کلن:
لومړی صحابي دی چې خپله توره یې د اسلام په خاطر راوېستلې ده، او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له نژدې ملګرو او تائید کونکو څخه و.
۸. عمرو بن کلثوم رضی الله عنه ۱۵ کلن:
د تغلب قبیلی مشر(قا ئد) و، ویل به یی (که چیرې اسلام دین نازل شوی نه وای نو خلکو به بنو تغلب قبیله خوړلی وای).
۹. معاذ بن عمرو بن الجموح ۱۳ کلن او معوّذ بن عفراء رضی الله عنهما ۱۴ کلن:
دواړو د بدر په جګړه کی ابوجهل په قتل رسولی چې د مشرکانو لښکر مشري یی په غاړه لرله .
۱۰.زید بن ثابت رضی الله عنه ۱۳ کلن :
پېغمبر صلی الله علیه وسلم سره د وحې لیکونکي، سیریانی او یهودي ژبې یې په ۱۷ ورځو کی زده کړي، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ترجمان بلل کیده، د قرآنکریم حافظ او په جمع کولو کې یی برخه اخستی وه .
۱۱. عتاب بن اسید رضی الله عنه ۱۸ کلن :
نبی کریم صلی الله علیه وسلم په مکی باندی والي مقرر کړی وو.
یادونه :
د نړۍ ټولو مسلمانانو څخه هېله کیږي چې د مراهقت دغه غربی اصطلاح حذف کړي، او ددی پر ځای اولادونو په فکرونو کی پر خپلو ځانونو اعتماد را ژوندی کړي، د عزت ژوند تیرولو یادونه وکړي، هرکله چی بلوغ ته ورسیږي د الله تبارک وتعالی پر وړاندی مکلف ګرځي … پکار ده چی د ایمان په قوت سره خپله ټولنه وروزو تر څو اسلامي امت هغه له لاسه ورکړی برم اوعزت بیرته په لاس راوړو
. ددی ورځی راتلو په هیله .

ژباړه : عبدالله (حامد)

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب