پښتو کې د قرآن تفسیر او ژباړې کتابونو معلومات

په پښتو ژبه کې د قرآن کريم د ژباړو او تفسيرونو په هکله معلومات:

له لويه سره په بېله او مستقله توگه په پښتو ژبه کي د عظيم الشان قرآن د ژباړي او تفسير کار د دوولسمي سپوږميزي پېړۍ په لومړيو کې راپيل شوى دى.

١. عرفاني تفسير

دغه مهال د” عرفاني تفسير“ په نامه يو تفسير وليکل سو، خو له بده مرغه چي ليکوال يې نه دى معلوم، اما نامتو څېړونکى استاد حبيب الله رفيع يې د دغه تفسير د هغي خطي نسخې پر بنسټ چي په واک کي يې لري او لوى ښوواند علامه عبدالحى حبيبي رحمة الله عليه او سر محقق زلمى هيواد مل يې د دغه تفسير د خارجي او داخلي قراينو له مخي د افغانستان نامتو ملي او علمي شخصيت ـــ د اشرف خان هجري زوى او د خوشال خان خټک لمسي د تاريخ مرصع ليکوال ــــ  افضل خان خټک (د ٧٧  ـــ ١٠٧٦ په شاوخوا کي زېږېدلي او په ١١٨٣س.کال مړ سوي) ته منسوبوي. دا په دوولسمه سپوږميزه پېړۍ کي له ډېرو ارزښتناکو تفسيرونو څخه دى چي نيمه لومړۍ برخه يې سته، خو دوهمه برخه يې لاتر اوسه نه ده موندل سوې. ([4] ).

د پاکستان د اسلام آباد د يوه پوهنتون د عربي ژبي د دکتورا محصل حافظ محمد بادشاه وايي چي دغه تفسير د تصوفو د تاويلونو او نکتو درلودونکى دى، دا ځکه چي زيات مصادر او مآخذ يې په عامه توگه د تصوفو کتابونه او په ځانگړې توگه د تصوفو د رنگ او بوى درلودونکي تفسيرونه دي، لکه چي په دې تفسير کي د زهد، تقوا او ترهيب او ترغيب په اړه پښتو، فارسي او عربي شعرونه او بيتونه په زياته کچه راوړل سوي دي. ([5] ).

٢. تفسير عصام الدين احمد

دغه تفسير مولوي عصام الدين احمد د علامه عزيزالله زوى دعصمت الله چغتي لمسي تر ١١٤٨س.کال د مخه په کندهار کي ليکلى دى. څېړونکو د دغه تفسير لس لومړۍ سيپارې په لاس راوړي دي، خو تر اوسه لا د نورو پر پيدا کولو نه دي بريالي سوي. قراين داسي ښيي چي د دغه تفسير ليکوال دغه تفسير بشپړ کړى دى، بيا يې ليکونکي(کاتب) ته ورکړى دى.

د دغه تفسير د لومړيو لسو سيپارو خطي نسخه په (٥٣٤)پاڼو کي د کابل په ملي ارشيف کي خوندي ده. ([6] ).

د تفسير ژبه روانه او ساده ده او مفسر د هغه په ليکلو کي له جلالين، مدارک، حسيني او نورو معتبرو تفسيرونو څخه گټه اخيستې ده.

٣. تفسير افضليه

بيا د دوولسمي سپوږميزي پېړۍ په وروستيو کي، په ١١٧٣ سپوږميز کال د ” تفسير افضليه“ په نامه تفسير وليکل سو. دغه تفسير د هندوستان پښتانه نواب افضل الدوله افضل خان ته منسوب سوى دى. خو په دې هکله اختلاف دى او په دقيقه توگه نه سي ويل کېدلاى چي آيا دغه تفسير پخپله افضل خان ليکلى دى او که د هغه مهال يوه لوى عالم مولانا رکن الدين رحمة الله عليه ليکلى دى او ده ته يې منسوب کړى دى او که گردسره بل چا ليکلى دى.

موږ به دلته د دغو دوو سړيو په هکله څه لنډ معلومات وړاندي کړو او بيا به په دې اړه د پوهانو نظرونه وڅېړو:

مولانا رکن الدين د حافظ محمد منير زوى دى چي د پېښور د ښار په هزارخانۍ کي د دوولسمي سپوږميزي پېړۍ په لومړيو کي زېږېدلى دى. نوموړى د اعليحضرت احمد شاه بابا رحمة الله عليه (١١٦٠ ــ  ١١٨٦س.) د مهال له نوموتو ادبي څېرو څخه دى. دغه مولانا په بېلو بېلو پوهنو کي، لکه تفسيرپوهنه، حديث پوهنه، فقه، نحو، شعر او شاعري، او نورو عقلي علومو کي ستر لاس درلود او د دې ترڅنگ ستر صوفي او عارف هم وو او د تصوفو په علم کي يې زيات معلومات درلود. دى په يوه علمي کورنۍ کي لوى سو او پلار يې لوى عالم او د ” موسى زو“ په سيمه کي يې يوه ديني مدرسه درلوده.

مولانا رکن الدين د دغو کتابونو ليکوال هم دى:

١. ” مناقب غوث الاعظم“. دا په پښتو ژبه غټ، منظوم کتاب دى او مولف د هغه په پيل کي د اعليحضرت احمد شاه بابا ستايني ته يو فصل ځانگړى کړى دى.

٢. ” حفظ الادب“.

٣. ” قانون القراءة“.

ويل کيږي چي مولانا رکن الدين د (١١٧٥ ــ ١١٨٠سپوږميزو) کلونو ترمنځ وفات سوى دى.

اما افضل الدوله افضل خان عمرخيل د فاضل خان زوى دى او په ١١٨٣سپوږميز کال وفات سوى دى. افضل الدوله په خپل مهال کي د هندوستان په پلازمېنه ډيلي کي، په خپله قبيله” عمر خيلو“ کي د ستر واک څښتن وو. سر محقق زلمى هيواد مل وايي چي افضل الدوله په دکن کي نايب الحکومه وو او په ١١٧١سپوږميز کال د ناصر الدوله تر مړيني وروسته رئيس وټاکل سو. ([7] ).

اوس به راسو دې ته چي پوهانو دغه تفسير له دغو دوو کسانو څخه د چا گڼلى دى:

کوم کسان چي دغه تفسير مولانا رکن الدين ته منسوبوي، د ده پر کتاب ” قانون القراءة“ باندي يې اعتماد کړى دى. دغه کتاب په ١٩٩٠ ميلادي کال د دغه تفسير سره يوځاى (مل ، ضميمه) خپور سوى دى، نو پر دې بنسټ دغه پوهان دغه تفسير هم د مولانا رکن الدين بولي.

د ” قانون القراءة“ په لومړيو کي يوه منظومه سريزه ليکل سوې ده چي له ځينو بيتونو څخه يې څرگنديږي چي افضل الدوله له عالمانو څخه وغوښتل چي دغه تفسيرپه پښتو ژبه وژباړي ، لکه چي وايي:

د تفسير پښتوکول باندي راغب شو
بيا د دين په چاره ډېر تر ډېر طالب شو

چي فارسي په پښتو کړي عالمان
چي آسان شي پوهېده پرې د افغان
([8] ).

او لکه چي وايي:

چي امير امرا د هندوستان دى
بهادر افضل الدوله، مير افغان دى

چي تفسير يې په پښتو کړ له فارسي نه
محبت د افضل خان په قام افغان دى
([9] ).

همدا راز د دغه تفسير د سريزي په پاى کي راغلي دي چي دا تفسير په” تفسير افضليه“ ونومول سو ، ځکه چي نواب افضل الدوله تاليف کړى دى. ([10] ).

البته په دغه تفسير کي نور داسي بيتونه هم سته چي ښيي چي د هغه ليکوال پخپله افضل الدوله افضل خان دى.

لږ هم د دغه تفسير او د هغه دتگلاري په اړه معلومات:

دا په پښتو ژبه يو بشپړ تفسير دى چي په يوه غټ ټوک کي ځاى سوى دى او ١٤٩٤ مخونه  لري. د دې تفسير يوه بشپړه خطي نسخه او يوه نيمگړې نسخه د پېښور پوهنتون د پښتو اکېديمۍ په کتابتون کي خوندي دي.

قرآن کريم د دغه تفسير د صفحو په منځ کي ليکل سوى دى. بيا د آيتونو کرښي په تفسيري ژباړه سره کرښه په کرښه ژباړلي سوي دي او تفسير يې د کتاب پر څنډو ليکل سوى دى. البته د ويلو وړده چي په دې کتاب کي ټول آيتونه نه دي تفسير سوي، بلکي هغه آيتونه تفسير سوي دي چي تفسير او توضيح ته اړتيا لري.

په دې تفسير کي تصوفي رنگ ډېر څرگند دى او ځاى ځاى داسي پارسي آيتونه هم پکښي راوړل سوي دي چي د آيت د تصوفي تفسير تاييد کوي.

د دې تفسير مصادر دي:د واحدي النيسابوري اسباب النزول، د امام رازي اسرار التنزيل، د بيضاوي انوار التنزيل و اسرار التأويل او د ابوالليث السمرقندي بحر العلوم. ([11] ).

د يادولو وړ ده چي دغه مهال حضرت شاه ولي الله محدث دهلوي رحمة الله عليه هم د ” فتح الرحمن“ په نامه د قرآن کريم فارسي ژباړه وليکل.

ځينو ليکلي دي چي په فارسي ژبه کي هم دا لومړى تفسير او ترجمه ده. خو ښايي دا تېروتنه وي، ځکه تر کومه چي ماته معلومه ده په فارسي ژبه کي د قرآن کريم لومړنۍ، موجوده ژباړه چي په دې وروستيو کي په ايران کي چاپ سوې ده، د څلورمي سپوږميزي پېړۍ په لومړۍ نيمايي کي د نوح بن نصر ساماني په حکم د ماوراء النهر د يوې ډلي عالمانو لخوا وليکل سوه. البته دا د ” جامع البيان في تفسير القرآن “د نامتو عربي تفسير ژباړه ده  کوم چي په ” تفسير طبري “  معروف دى او  نامتو تاريخ ليکونکي او ستر محدث محمد بن جرير طبري رحمة الله عليه ليکلى دى. ([12]).

بله خبره داده چي تر شاه ولي الله دهلوي دمخه مخدوم نوح هالائى(٩١١س.تر٩٩٨س .) په فارسي ژبه د قرآن کريم ژباړه کړې ده چي له هغې څخه يوه سيپاره په ١٣٨١س. کال د پاکستان يوې پوهنتوني څېرې پروفيسر غلام مصطفى خان چاپ ته سپارلې ده. ([13]).


([1])-  وگورئ: لمحات عن علوم القرآن، ٩٨٣ مخ، د الزرقاني ١ / ١٢، قطان، ٢١، الصالح، ١٩، او د الزحيلي د اصول الفقه ١ / ٤٢١، په حواله.

([2])-  وگورئ: د علامه سيوطي الاتقان، ٢ / ٥٤٩ مخ.

([3])-  وگورئ: د دکتور محمد حسين الذهبي التفسير والمفسرون، ١ / ٢٣  او ورپسې مخونه.

([4])-  وگورئ: د زلمي هيوادمل ، د پښتو نثر اته سوه کاله،  ٣٢٤  تر ٣٢٧ مخونو.

([5])- په انټرنيت کي د ” الادب التفسير في اللغة البشتوية“ تر سرليک لاندي د حافظ محمد بادشاه ليکنه او سپېدې مجله، د ١٣٦٩ کال د ٢٥مي گڼي ٤ ــ ٧ مخونه.

([6])-  په انټرنيت کي د ” الادب التفسير في اللغة البشوية“ تر سرليک لاندي د حافظ محمد بادشاه ليکنه او سپېدې مجله، د ١٣٦٩ کال د ٢٥مي گڼي  ٩ ــ ١٠مخونه.

([7])-   افغانستان در مسير تاريخ:٣٥٦ مخ، تاريخ خورشيد جهان : ١٨٨ مخ  او د زلمي هيوادمل کتاب: په هند کي د پښتو ژبي د ايجاد او ودي پړاوونه٤٢٢ مخ.

([8])- په انټرنيت کي د ” الادب التفسير في اللغة البشتوية“ تر سرليک لاندي د حافظ محمد بادشاه ليکنه ، د تفسير افضليه د  ١٤٩٩ مخ له مخي.

([9])- د پښتو نثر اته سوه کاله ، ٤١٠ مخ.

([10])- په انټرنيت کي د ” الادب التفسير في اللغة البشتوية“ تر سرليک لاندي  د حافظ محمد بادشاه ليکنه ، د تفسير افضليه د  ١٥٠٠ مخ له مخي.

([11])- په انټرنيت کي د ” الادب التفسير في اللغة البشتوية“ تر سرليک لاندي د حافظ محمد بادشاه ليکنه.

([12])- وگورئ  مرتضى مطهري، خدمات متقابل اسلام وايران  ٤٦٢ مخ او نور گڼ مأخذونه.

([13])- وگورئ د ” وحى منظوم“ په نامه د سيماب اکبر آبادي پر منظومه ژباړه باندي د پروفيسر غلام مصطفى خان ليکنه.

[irp][irp][irp]

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب