متل څه شی دی؟ پښتو متلونه

متلونه د نړۍ د هرې ژبې د ولسي ادبياتو (فوکلور) يوه مهمه برخه گڼل کېږي او ولسي ادب د يوې ژبې په بډاينه کې ستر رول لري.

متلونه د پښتو په څېر د نړۍ په نورو ژبو کې هم د نثر او نظم په بڼه وي. يوشمېر شاعرانو ځينې متلونه نظم کړي دي، خو د ادبياتو ماهرين بيا نيوکه کوي چې د نظم چوکاټ کې د يوه متل اچول، د هغه طبيعي بڼه او خوند زيانمنوي. خو ځينې شاعران بيا داسې دي چې شعرونه او ځينې بيتونه يې د وخت په تېرېدو سره د متل حيثيت خپلوي، مثلاً په پښتو کې رحمن بابا يادولاى شو، چې ان نالوستي (بېسواده) خلک يې هم ځينې بيتونه د متل په توگه کاروي.

په متلونو کې د يوې سيمې د خلکو رواني حالت انځورشوي، يا هم ټولنيز او اخلاقي مسايل په خپله لمن کې رانغاړي. متلونه په لنډو جملو کې لويه خبره رانغاړي، له دې کبله يې خلک په اسانۍ ذهن ته سپارلاى او يادولاى شي.

له اسيايي هېوادونو کې زيات متلونه سره مشترک دي، چې تقريبا په زياتو ژبې کې ژوندي دي، خو د افغانستان ځينې گاونډي هېوادونه چې له کلونو راهيسې د افغاني فرهنگ د لاندې کولو لپاره يې مټې رانغښتي، د افغان ادب او فوکلور يوه لويه برخه خپلې ژبې ته انتقال کړې او خپل مال يې گڼي.

په هر صورت، متلونه د بېلابېلو عاطفي اړيکو د ټينگولو يوه اغېزناکه وسيله او په غيرمستقيمه توگه ولس ته د يوه وچ نصحيت انتقال دى. وچ نصيحت مې ځکه وويل چې پر زياتو خلکو نصيحت ښه نه لگېږي. متلونه په مجلسونو، شوراگانو او غونډو کې کارېږي، خو هغه وخت پر خلکو زيات تاثير کوي چې پرځاى وکارول شي او د بحث موضوع تقويه کړي.

د قرغزستان خلک متلونه د خپلې ټولنې د اصلي اتلانو د رواني او روحي نړۍ انځورولو او نړۍ ليد د څرگندولو لپاره کاروي، چې دغه متلونه له ټولنې او چاپېريال سره د دغو اتلانو اړيکې هم څېړي.

د متلونو سرچينه ژوند دى، چې د انساني نړۍ يو مشترک عنصر دى، همدا وجه ده چې د نړۍ په گڼو ملتونو کې مشترک متلونه هم موندلاى شو. خو يوه عمومي موضوع چې په ټولو متلونو کې موندل کېږي هغه په انساني ټولنه کې ځينو ټولنيزو او اخلاقي نيمگړتياوو ته اشارې دي.

ځينې متلونه داسې دي چې تر شا يې اوږدې کيسې پرتې دي، چې يوازې ځينو کسانو ته معلوم وي، په دې مانا چې دا ډول متلونه چې اوږد شاليد لري، په هره سيمه کې توپير سره لري. ځينې شنونکي وايي د دغو مشترکو متلونو د خپرېدو يو علت مرکزي اسيا ته د هند او اروپايي ملتونو کډه کېدل دي، چې بېلابېل فرهنگونه يې سره نژدې کړل. مثلاً موږ په پښتو کې دا متل لرو:

له خپلې کمبلې سره پښې سمې غزوه.

دغه متل کټ مټ په روسي ژبه کې هم شته.

په روسي او انگرېزي ژبو کې هم دا متل شته:

انسان له خطا خالي نه دى.

متلونه اوس هم د جوړېدو په حال کې دي، خو له بده مرغه چې په افغانستان کې هغه ادارې چې بايد په دې برخه کې کار وکړي، دومره فعالې نه دي، د متلونو راټولونې ته يوازې يو څو کسانو کار کړى، حال دا چې په دې برخه کې لا زياتو هڅو ته اړتيا ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب