پښتو متلونه ۴

۱۲۱ـ زر په اور کې هم نه خرابېږي.

۱۲۲ـ خپله خوله هم کلا ده هم بلا ده.

۱۲۳ـ خلک هر څه کوي خو هر څه نه وايي.

۱۲۴ـ سلواغه هره ورځ په څا کې نه ولېږي.

۱۲۵ـ نه به کاڼې پوست شي ، نه به غلیم دوست شي.

۱۲۶ـ دولتمند که ډېر لرې وي خلک یې خپل ګڼي.

۱۲۷ـ د پوه سړي دوستي زیان نه لري.

۱۲۸ـ ما پور غوښته تا نور غوښته.

۱۲۹ـ د کور ګټه د لاهور ګټه .

۱۳۰ـ د بډای په ختم ملا نه ستړی کېږۍ.

۱۳۱ـ علم د دواړو جهانونو رڼا ده.

۱۳۲ـ ظریف خان ته ګوره او تاوان ته یې ګوره.

۱۳۳ـ همدا دیګ او همدا شلغم.

۱۳۴ـ لټ د اوړي سیوري غواړی د ژمي پیتاوي.

۱۳۵ـ بې رېباره یاري ګرانه ده

۱۳۶ـ  صابرانو سره خدای (ج) ملګری وي.

۱۳۷ـ عاقل همېشه ځان ناپوهه بولي کم عقل ځان ته هوښیار وایي

۱۳۸ ـ  که د سهار ورک ماښام کور ته راشي ورک نه دی

۱۳۹ـ  چرګ چې ځوان ځوان شي په بام ورو ورو ځي

۱۴۰ـ ژمی د خوار او غریب زیان دی

۱۴۱ـ  چې بد ګرځي بد به پرځي.

۱۴۲ـ  دا مې سمنډوله ده برخه مې لا نوره ده.

۱۴۳ـ د بدې خبرې سل کاله عمر وي.

۱۴۴ـ د ژبې اعتبار دقوم اعتبار دی.

۱۴۵ـ ریښتیا زوال نه لري.

۱۴۶ـ صبر تریخ دی خومیوه یې خوږه ده.

۱۴۷ـ که سل کاله ژوندی یی، اخیر دګوربنده یی.

۱۴۸ـ یو خوا ډاګ دی بلخوا پړانګ دی.

۱۴۹ـ مرګ د اوبو وار دی نن په ما ، سبا په تا.

۱۵۰ـ لعل په ایرو کې نه ورکېږي .

۱۵۱ـ ګیله د خپلو نه کېږي.

۱۵۲ـ غل په غل پوهېږي.

۱۵۳ـ زوی یې غوښت خیر یې نه غوښت .

۱۵۴ـ د باز عمر لنډ وي.

۱۵۵ـ د لېوه کور بې له هډوکو نه وي.

۱۵۶ـ د پردي زوی نه خپله لور ښه وي.

۱۵۷ـ دوه پک هغه هم سره ورک.

۱۵۸ ـ د صبر کاسه درنه ده.

۱۵۹ـ څوک د ځان غم کوي څوک د جهان غم کوي.

۱۶۰ـ خر خپل او پردي فصل نه پیژني.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب