پښتو لنډۍ ۶- پیل په الف
اشنامې ولاړئ مسافر شو ~ زۀ يې تنهاظالم بېلتون ته پرېښوومه
اشنامې لمر پۀ غرۀ راخېژي ~ لکه شاهين لوړې ژورې لټومه
اشنا مې نوی چلم کښ دی ~ دڅېړۍ اور بۀ پۀ پېزوان ورته وروړمه
اشنامې وږی رانه تللی ~ چې دسترخان لره ورځم ژړاراځينه
اشنايه بدراسره مه کړه ~ زۀ پۀ پردي وطن کې يوتاپېژنمه
اشنايه داسې خوڅوک نۀ کړي ~ لکه سپين موم پۀ سرۀ انګاردې ويلې کړمه
اشناستادبې نيازيه ~ پۀ لارې ناست يم پۀ سرخاورې بادومه
اشناسختۍ ته مې ټينګ شه ~ خپل اشنايان بې سختۍ چاموندلي دينه
اشنايه يووارترماراشه ~ يودوې خبرې دګيلې درته کومه
اشنايه لاړې اسماني شوې ~ اسمان چې ځمکې ته راځي قيامت بۀ شينه
اشنايي غم دی ښادي نۀ ده ~ کۀ څوک دغم طاقت لري اشنادې شينه
اشنايي مياشت ده دسفرې ~ هرڅوک چې ويني بلوي ورته اورونه
اشنايي مه کړه لرې ګرځه ~ بس کړه چې زماپۀ ځوانۍ اور ولګېدنه
اشنايي وای جدايي مه وای ~ خدايه له دره بۀ دې څۀ کم شوي وونه
اشنايي هله خوند پيداکړي ~ چې کله کله پرې بېلتون پېښه کوينه
اصل زمونږه ځای لحد دی ~ د سيل دپاره پينځۀ ورځې دلته يونه
اصل نسب که پۀ کار نه وای ~ زاغ پۀ پيسۀ باز بۀ پۀ زرنۀ خرڅېدنه
اصيل زاده نۀ يې هلکه ~ اصيل زاده له ياری نۀ اخلي لاسونه
اصيل زاده نۀ يې مينه ~ اصيل زاده پر مين سر ومال ښندينه
اصيل ګلاب راڅخه ورک دی ~ کم اصل ګل چې بويوم ژړا راځينه
اصيل ګلاب ته مې اسره کړه ~ اصيل ګلاب رانه خزان ورژاونه
اصيل ګلاب چې پۀ کې نۀ وي ~ پۀ نوروګلومې تسل نۀ شي مينه
اصيله وم کم اصله يوړم ~ کم اصله داسې مې ساتې لکه مغله
افسوس ارمان ډېره ارمانه ~ خالي لاسونه دخپل يار نه جګه شومه
افسوس افسوس ارمان ارمان دی ~ خالي ميدان دی سترګې چاته واړومه
افسوس افسوس ارمان ارمان دی ~ دا کوم اسلام دی څوک مې نۀ کوي پوښتنه
افسوس دی ډېر د ځوانۍ مرګه ~ څومره ارمان د ګور وخاوروته وروړمه
الف الفت د اشنا غواړم ~ ب دبېلتون دلاسه روغ لېونی شومه
الف او لام ته پۀ ژړاشوم ~ چې مې له يار ځنې جدانۀ کړي مينه
الف دوروځو پۀ منځ کش کړه ~ زۀ بۀ شاګرد شمه سبق له بۀ درځمه
الف مين کړم بې جدا کړم ~ ت پۀ توبوورله ورځم کۀ قبول شمه
الله اکبر نارې سورې شوې ~ بيرغ پۀ لاس کې مې جانان تورې وهينه
الله تعالی رحمان رحيم دی ~ زۀ پۀ قيامت د مغفرت تمه لرمه
الله چې ستا پۀ مخ شیداکړم ~ غموتالاکړم پۀ صحراګرځم مينه
الله دمل شه خپله ياره ~ پۀ سفر لاړې سودايې درپسې يمه