پښتو لنډۍ ۳۴- پیل په پ
پۀ صبرصبرپوره نۀ شوه ~ سبامې نيت دی بې صبرۍ ته ملا تړمه
پۀ صبرصبرمې زړۀ شين شو ~ نورمې طاقت دصبر نۀ شته وبۀ مرمه
پۀ صبرصبرمې ياربايلو ~ زۀ بۀ دصبرکچکول چېرې ګرځومه
پۀ صبرصبرمې زړۀ شين شو ~ يارشوشب قدرپۀ لاس نۀ راځي مينه
پۀ طبيبانوبۀ روغ نۀ شم ~ زۀ دليلالۀ سينې کوزلوېدلی يمه
پۀ طبيبانونۀ رغېږم ~ جانان پۀ غشودبڼوويشتلی يمه
پۀ ظاهرروغ ښکارم عالمه ~ پۀ پټه زۀ داشناغم لېونۍ کړمه
پۀ ظاهرناسته مې دلې ده ~ زړۀ مې بلبل ناستی دګل سره کوينه
پۀ عسکرۍ دې خفه نۀ يم ~ خدای دې سربازکړه چې نيک نامه شې مينه
پۀ غم پيداپۀ غم کې لوی شوم ~ پۀ غم مين پۀ غم بۀ خاوروته ورځمه
پۀ غم پيداپۀ غم کې لوی شوم ~ وړکوټی مړوای چې مې نۀ ليدی غمونه
پۀ غم شريک جانان مې وليد ~ دخوږزړګي زخم مې بېرته ناسورشونه
پۀ غم غمجن درپسې زۀ شوم ~ پرسپينه خولۀ دې غمازان غوټۍ وهينه
پۀ غم کې تانه کمه نۀ يم ~ کم عقله نۀ يم چې بۀ کلي خبرومه
پۀ قدبالا پۀ حسن پوره ~ پۀ ځان مغروره چاته نۀ ګورې مينه
پۀ قدبالاپۀ منځ کې لمره ~ پۀ مخه راشې تل سلام درته کومه
پۀ کرارۍ مې روح وکاږه ~ ملک الموته خوږاشناراله راځينه
پۀ قسمت کښلي بۀ نورنۀ شي ~ کۀ وچې ونې زرغونې پۀ اوښکوکړمه
پۀ قلم سل ځله شاباس دی ~ چې درددمينې پۀ کاغذبيانوينه
پۀ کتاب ځکه نۀ پوهېږم ~ چې دجانان تصورکړم ژړاراځينه
پۀ کټ کې پړوکی پړوکی پروت يم ~ پۀ بازوګانوراته ناست دي ستاغمونه
پۀ کټ کې سپينه سپينه اوړې ~ لکه دډنډ ماهی نيوی نۀ راکوينه
پۀ کټ کې سپينه سپينه اوړې ~ زمالۀ سترګونه دې خوب وتښتاونه
پۀ کراري اوره بارانه ~ ليلا سالوايسته کوي لمده بۀ شينه
پۀ کړېدومې رب راضي دی ~ ځکه مې بندشول دالله پۀ در سوالونه
پۀ کشمالوکې ورته پټ شوم ~ نجلۍ اوربل کې کشمالې ږدي رابۀ شينه
پۀ کشميري الوان کې ګرځې ~ سپينه سينه بۀ دې پرې رنګه شي مينه
پۀ کلادوې کوترې ناستې ~ يوه يې ويشتل کړي بله ځان سينګاره وينه
پۀ کلي سورسالوراګډشو ~ چاوې سالودی چاوې اورولګېدنه
پۀ کوټه سرکه رادننه ~ داپېغله نجل پۀ لونګين ځان جوړوينه
پۀ کوټه سرکه رادننه ~ پرچلم زانګي تورې زلفې شنۀ خالونه
پۀ کوټه مه ګرځه نيمزالې ~ تورې کوڅۍ دې تورښاماررايادوينه
پۀ ګل سرخ کې خاورې مه شې ~ پۀ کې سورګل شې چې هرڅوک دې بویوينه
پۀ ګل کې ستابشره زۀ وينم ~ لاس مې دې مات شي چې يوګل بۀ پرې کومه
پۀ ګل ګلاب دې وويشتمه ~ خوږدې زمادزړګي سرکړوبۀ مرمه