د اختر په هکله یو څو لنډۍ

چې په نکروزو د خپل یـار نـوم په لاسونو لیکي
د پښتنې مینې اظهــار په اختــرونــو کېــږي

د ژوند په هره لاره هر سفر مـــــــــو مبارک شه
په مينه درته وايم چــــــــي اختر مو مبارک شه

د اختر په هکله یو څو لنډۍ

اختر خو راغی يار می نشته

د خندا ډکه خوله به چا له ورکومه
اختر د جونو مبارک شه

زنړۍ د بل وطن مرغان دی لاړ به شينه
اختر د واړو مبارک شه

زه به خپل سره لاسونه يار ته ورکومه
اختر دی تا ته مبارک شی

چی لاس و پښې دې بی حنا اور لگوينه
اختر زما په نصيب نشته

زه د وصال په تمه ستا يم مړ به شمه
اختر له تاسره ښائيږی

نور خلک خوشی د اختر هوس کوينه
اختر نژدی دی روژه لاړه

ليلی به چاته سرې منگولې ښکاروينه
اختر نژدی دی ياره راشه

مبارکی به يو و بل ته ورکوونه
اختر يوه لويه خوشالی وی

چې زړونه اخلی پری د عمر پيوندونه
اختر پرون تير شو

عالمه د بغداد دو کوترو نن راغله سيلونه
اختر پرون و پرون تير شو

دا د امان کوترو نن سره کړه لاسونه
اختر په وخت د گلو راغی

زما نازک زړگی نه خيژی فريادونه
اختر په ورځ دی ځان سينگار کړ

څوک دی په زړه دی که ډډه وهی ټالونه
اختر په ټوکو ټوکو راغی

نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاويذونه
اختر ته ځکه خوشاليږم

چې مرور جانان به ما پخلا کوينه
اختر ته ډيره خوشحاليږم

زما د يار وعده اختر ده را به شينه
اختر چی تير شي بيا به راشي

دا دځوانۍ عمر په بير ته نه راځينه
اول روژه وي بيا اختر وی

په بيلتانه پسې وصال دی را به شينه
پر ما هغه ورځ د اختر ده

چې شرين يار مې د ډولۍ په مخ کې ځينه
په سين کې زربېړۍ لاهو که

اختر دی د خپل يار سلام له ځمه
په هغو خلکو به اختر وي

څوک چې جانان سره يو ځای کوی خوبونه
پيزوانه زيری می درباندې

سبا اختر دی په سرو شونډو به دې وړمه
پېزوانه خانده هوسېږه

سبا اختر دی پاس په شونډو به دې وړمه
پېزوانه کوز شه اوبه وڅښه

سبا اختر دی په سرو شونډو به دې وړمه
ته د اختر په سبا راشه

زه به دروزم تورې سترگې سره لاسونه
چی اختر راشی موزی پټ شی

چی اختر تير شی موزی بيا راښکاره شينه
چی مازيگر شی ښکته لمر شي

په چا اختر شی څوک دغم ژړا کوينه
خاونده ژر تر ژر اختر کړې

چې د عاشقو سره وشی ديدنونه

 

خلک اختر ته خویندي بیا یی
بی وروڼو خویندی دیوالو ته نا ستی وینه

 

اباسين بيا څپې څپې دی

هره څپه يي ورانوي دپګړۍ ولونه

اب کوثر جانانه راشه

دبيلتانه په سفر ځم تګې به شمه

ختر ته خويندی خوشحالېږي
د مسافرو خويندی اوښکې تويونه

 

اختر ته ځکه خوشحاليږم

چې مرور جانان به ما پخلا کوينه

اختر ته ځکه خوشحاليږم

چې مساپر اشنا مې کلي ته راځينه

اختر ته ډيره خوشحاليږم

زما ديار وعده اختر ده را به شينه

اجرو جزا د عمل حق دی

څوک چې دنيکو عمل کړي نيکي به وړينه

اخر به خاورې شئ صورته

که دی هر څو  خلکونه پټ کړم تصويرونه

اخر به ما په لالا مړه کړی

چې د ريبار په ورځ کې شل ځلي راځينه

اخر به وران شی پيښوره

د ننګرهار انجونې خيری درته کوينه

اخر به کڼډ کچکول را واخلم

چې کبر جن اشنا مې نه کوي پوښتنه

اشنا مې ګل د لونګ ګل دی

زه يم بلبله په سپين غر نارې وهمه

اشنا سورګل دکوهی طور دی

زه مرغلره د درياب د غاړی يمه

اصل ګلاب ته مې اثره کړ

اصيل ګلاب رانه خزان ورژوانه

اصيل ګلاب چې په کې نه وي

په نورو ګلو مې تسل نه شي مينه

الله د  ې مل شه زما ياره

په سفر لاړی سودايي در پسی شمه

انګار دزړه مې  بياتازه  شو

مخ داشنا مې بيګا خوب کې وليدنه

اواز د ورک شه ټپه مارې

دچمګاونډ خلک د خوبه ووتنه

اخرنی ديدن ته راشه

چې په ارمان قبر ته لاړ نه شم مينه

اول د ويل چې را مين شه

اوس راته وايي زړه د صبر کړه مينهبخت به می هله را بیدار شی     چی مروراشنا پخلاراسره شینه
دټوپکو نو وستاکاره                    دښوځوانانو خون به ستا په غاړه وینه
دجانان زړه دی له مابدکړ  دبرګی سره په قیچی دی پری کومه
دغم لړم به دی کړم کړی ددښمنۍ په سوړومه وهه لاسونه
راځی چی بیا سره پخلا شو        مرګ راپسی دی نیمه خوابه پاتی شونه
عالمه یو تر بل جاریږي                دنیا فاني ده میلمانه دي صورتونه
په افغانستان کی دبدبختیو دورکیدو په هیله

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب