پښتو لنډۍ ۷- پیل په الف

الله د بيا راوله ياره ~ ماشوم زړګی مې پۀ ژړا درپسې مرينه
الله دې بيا راته محتاج کړه ~ غنچې غنچې څڼې مې بياپۀ مخ راځينه
الله زما پۀ حال خبر دی ~ که مې قبول کړي دديدن سوي سوالونه
الله تالاشومه خاونده ~ پۀ زېړوګلومې خزان ولګېدنه
الله دې بياراته موتاز کړه ~ پسرلی راغی غوټو وسپړل ګلونه
امباردغم مې پۀ زړۀ پروت دی ~ دبې ارزۍ ژړا چې راشه وخاندمه
اموخته باز راڅخه ولاړی ~ دسپينې خولې تومه پۀ لاس ولاړه يمه
امسا پۀ لاس مخې ته راغلې ~ رنځوره زۀ دې پوښتنې ته درتلمه
اميره ستانوکران ډېر دي ~ دسپينې خولې نوکر راپرېږده چې راځينه
اميره لنډ وهه مزلونه ~ يارمې نادان دی دشپې خوب يې زنګوينه
امير لوړ وهه برجونه ~ ځوانان پردېس دي يادوي خپل ولاتونه
اميره نور نوکران ډېر دي ~ دتوروربل نوکر راپرېږده چې راځينه
امېل دسرو زرو ښۀ ښکاري ~ بل چې وربل دپاسه وټومبي ګلونه
امين پرې وکړئ سوال مې دادی ~ چې مې جانان راسره غاړه غړۍ شينه
انباردغم مې پۀ سرپروت دی ~ خندلی نۀ شم دناکام خنداکومه
انارونوې پاڼې وکړې ~ زۀ بۀ مې يارته دسينې انارساتمه
اندېښنوزورراباندې وکړ ~ چې لمرخاتۀ اولمرلوېده نۀ پېژنمه
اندېښنوغرونه پۀ ژړاکړل ~ دبېلتانۀ پۀ اوښکوډک راغلل خوړونه
اندېښنولوی غرونه چپه کړل ~ شاباس پۀ ماچې زۀ پۀ پښوولاړه يمه
اندېښنې مه کوه صورته ~ چې اندېښنې دزړګي وينې وچوينه
انکاردمينې دې کړای نۀ شم ~ که مې منصورغوندې څوک دارته جګوينه
اوازدوچ شه نجلۍ ماره ~ دچم ګاونډخلک دخوبه وواتنه
اوازمې شته جوړه مې نۀ شته ~ لکه کوتره بې جوړې ګرځم مينه
اوبۀ دکوزګودرخوږې دي ~ زۀ دمين دپاره برګودرته ځمه
اوبۀ مې څښې ګلاب مې تېر شو ~ زړۀ مې باغچه شوبلبلان ورته راځينه
اوبۀ مې څښې ګرېوان مې لوند شو ~ پۀ نري باديې وچوم ژړاراځينه
اوبۀ مې څښې لونګ مې تېرشو ~ دزړۀ پۀ سرمې زرغونه دلونګ ونه
اوبۀ مې څښې ګلاب مې تېرشو ~ اوس دسينې باغچې مې ونيول ګلونه
اوبۀ مې څکې ګلاب مې تېرشو ~ زړۀ مې باغچه ده شنه توتيان ورته راځينه
اوربل پۀ توره نۀ ړنګېږي ~ ناترسه ډمه يې پۀ ګوتوړنګوينه
اوربل پۀ توره نه ورانېږي ~ چې وخت يې راشي سلايي يې ورانوينه
اوربل ته لنډې غوټې ورکړه ~ چې ترې ښکاره شي دکږووروځوسرونه
اوربل دې جوړپۀ غنم لوکړ ~ زۀ خواربۀ لوکړم که بۀ ستاننداره کړمه
اوربل دې ونيوې ورېځې ~ ترخماروسترګودې اوري بارانونه
اوربل مې جګ کړه خال مې چپ کړه ~ دجنت ګل دی پرې تازه بۀ شې مينه

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب