د مورمينه- کیسه

د مور مينه ډيره مشهوره ده ، مور له اولاد سره ډېر محبت کوي ، که اغزی د اولاد په پښه کې لاړ شي ؛ نو تکلیف يې مور ته رسېږي ، دا چې په يوې مور کې د مينې او محبت کچه څومره ده ، د دې اندازه له دې څخه په ډاګه کېږي،
چې وايي: د يو هلک د خپلې مور سره بې کچه مينه وه ، د دغه هلک د ګوډو او جادو سره شوق پيدا شو ، هغه غوښتل ګوډې او جادو زده کړي ؛خو د ده هغه استاد ، چې ده ته يې جادو ورزده کاوه ده ته وويل : ته هغه مهال جادو او ګوډې زده کولای شې ،چې ته د خپلې مور زړه د هغې له ګوګل نه راوباسې او ماته يې راوړې .
هلک له سختې ازموينې سره مخامخ شو ، هغه څرنګه کولای شول ، چې خپله مور ووژني په همدې فکر کې ډوب و ، خو د ګوډو د زده کولو شوق له مور سره د هغه په مينه بر لاسې شو او د مور د وژلو پرېکړه يې وکړه٠

مور يې ووژله د هغې له ګوګل نه يې زړه راوېست او د کوډګر (جادوګر) په لوري چټک چټک ګامونه پورته کول ، چې ناڅاپي يې تیندک وخوړ راوغورځیده او د مور زړه يې له لاسه پرېووت له زړه نه اواز راوخوت چې : \” زویه ! ژوبل شوی خو به نه يې \”
د اولاد د سخت زړه توب او بې رحمۍ سره سره د مور زړه د اولاد درد حس کاوه، اولاد که هر څومره نامنونکی هم وي ؛ خو د مور مينه ورسره توپاني وي ٠
د مور د مينې بيانولو لپاره وړ الفاظ شتون نه لري مور مخلوق دی او تر دې کچې مهرباني لري ؛ نو د هغه ذات د مهربانۍ تصور په خپل ذهن کې راولئ ، چې د دې مخلوق خالق دی خالق، چې انسان جوړوونکی دی له خپل مخلوق سره به يې د مينې او مهربانۍ کچه څومره وي ٠
جاويد احمدزی
اخځونه : د عبرت انګازې څخه

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب