پښتو لنډۍ ۱۵- پیل په ب
بېلتون رښتيادسل مرض دی ~ نه ترې رغېږم نه دستی ورباندې مرمه
بېلتون زماکشری وروردی ~ پۀ ميراثه کې رانه يارجلا کوينه
بېلتون ښامار پۀ لار کې پروت دی ~ دپاړوګر جانان مې هېرشوۀ منترونه
بېلتون ظالم پۀ لارکې ناست ؤ ~ دکال ديدن مې يارته ووړ تالايې کنه
بېلتون قصاب چاړۀ پۀ لاس کې ~ زۀ ونډۍ کړم کورپۀ کور مې ګرزوينه
بېلتون قصاب زۀ يې حلال کړم ~ دغم پۀ تبر مې هډونه غوڅوينه
بېلتون قلنګ پۀ ما جارې کړ ~ ګوهر داوښکو زۀ دۀ ته ورکومه
بېلتون کوټوال دجبل خانې شو ~ عاشق مظلوم ته زولنې وراچوينه
بېلتون لوټمار پۀ لارکې ناست دی ~ دکال ديدن مې يار ووړ تالايې کنه
بېلتون دهر چاسره مل دی ~ زۀ تنهانۀ يم چې چې ګيله ځنې کومه
بېلتون يواځې پۀ ما نۀ دی ~ بېلتون شمال دی هره ونه خوځوينه
بېلتون مې خاورې پۀ کاسه کړې ~ شيرين جانان يې رانه بيا مسافر کنه
بېلتون مې دواړه لاس تړلي ~ پۀ جېلخانه کې دغم شپې سبا کومه
بېلتون مې زړۀ ته پانې ورکړې ~ دغم درزونه مې تندي ته وخاتنه
بېلتونه بس کړۀ ظلم مه کړه ~ زماپردېس لالی راپرېږده چې راځينه
بېلتونه بس کهجبرمه کړۀ ~ سين دې لاهو کړم پۀ جهان دې رسواکړمه
بېلتونه خدای دې ځواني مرګ کړۀ ~ مالاجانان ليدلی نۀ ؤ بېل دې کنه
بېلتونه خوارشې زۀ دې خوارکړم ~ پۀ مادې تېرکړۀ دبې نيازومنتونه
بېلتونه خوارشې زۀ دې خوارکړم ~ نۀ مې اشناشته نۀ پۀ مرګ درپسې ځمه
بېلتونه خوارشې زۀ دې خوار کړم ~ چېرته چې زما اسرې ځای ؤ وران دې کنه
بېلتونه څنګه دې جلاکړو ~ کوموموزيانو تاته موږ ښودلې وونه
بېلتونه څنګه دې جلاکړو ~ مونږه پۀ يوۀ بادام کې دوه مغزونه وونه
بېلتونه څۀ کانې دې وکړې ~ پۀ نيمايي کال دې دياره جلاکړمه
بېلتونه ستازړګی دې ښۀ وي ~ ترځان شيرين جانان بۀ زۀ درتېره شمه
بېلتونه ستا ګوزار عبث دی ~ زۀ معشوقې لکه سندان کوټلی يمه
بېلتونه غبرګ زامن دې ومره ~ چې ته غمجن شې ګوندې زۀ دې هېره شمه
بېلتونه کوردې راته ښيه ~ دزوردې نۀ يم ننواتې بۀ درځمه
بېلتونه مخ دې چاته مه شه ~ ماته دې مخ شو ددوهۍ ملنګ دې کړمه
بېلتونه مۀ کړه ډېر ظلمونه ~ جانان راپرېږده سپينه خولۀ مې زنګ وهينه
بېله بۀ يم بېله بۀ ژاړم ~ بېله بۀ مرم بېله بۀ قبر لره ځمه
بې له جانانه پۀ سره کټ کې ~ لکه چې ځای مې ددوزخ پۀ منځ کې وينه
بې له ديدنه بۀ روغ نۀ شم ~ که پۀ باروبارو دې راشي کاغذونه
بيه دبازرانه پرې لاړه ~ اشنا ګونګی وخوت تاوان راباندې شونه
باد د جانان له لورې راغی ~ زما زړګی چې مړاوی ؤ پرې تازه شومه
باران داوښکو پۀ ورېږي ~ لمبې دزړۀ مې شرارې نۀ پېژنينه