د ویروس مخنیوی او درملنه

پر ویروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره خپل لاس وینځل غوره لاره ده. صابون ویروس له منځه نه وړي، صابون پر لاس شته ویروس لرې کوي او لاس له غوړ او خیرې څخه پاکوي چې ویروس هم پر همدې موادو پورې نښلي.

  • ځینې ویروسونه د ایتر پواسطه له منځه ځي، لکه د انفلونزا ویروس.
  • کله چې پرنجی او ټوخی کوئ نو خپله خوله او پزه وپوښوئ، تر څو د بل شخص د ککړېدو مخنیوی وکړئ.

دا چې ویروسونه ډېر کوچني دي، بیا هم د هوا له لارې نه خپریږي. ویروس په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د انسانانو او پرازیتونو له لارې خپرېږي، په دې توګه که روغتیایې لارښوونې مراعت شي مخنیوی یې آسانه ده.

ډېری حیواني او انساني ویروسونو لپاره د انکیوبایشن دوره ( پر ویروس د اخته کېدو څخه د ناروغۍ آثار او علایم تر ښکارېدو پورې دوره) لري.دا دوره له څو ورځو نېولې تر څو اونیو پورې وي، د ډېرو ناروغیو موده معلومه ده. همدارنګه د خپرېدا دوره (Communicability period) (هغه موده چې پر ویروس ککړ تن کولای شي بل تن په ککړ کړي)، دا دوره هم د ډېرو ویروسي ناروغۍ لپاره پېژندل شوې. ددې دواړو دورو اوږدوالي پېژندل د ویروس د مخنیوی په مهارولو کې ډېر مهم دی.

 درملنه:

ويروسونه د انتي بيوتیک په واسطه یې درملنه نه کېږي، بايد د ځانګړو ویروس ضد درملو په وسيله درملنه او وقایه وشي، دا درمل د ويروس ډېرښت کموي، وروسته يې علايم کموي او له دې ورسته اصلي کار د بدن دفاعي سيستم ته پاتې دی چې ويروس له منځه يوسي.

دبدن د دفاعي ځواک د پياوړي کولو لپاره ګټور خوړو څخه باید استفاده وشي.

your ads

د ویروس د خپرېدا د مخنیوی او درملنې لپاره  لازمه ده چې د ویروس سرچینه وپېژندل شي، همدارنګه د ویروس جوړښت. کله چې ویروس جوړښت وپېژندل شو، ورسره د خپرېدو څرنګوالی څېړل کیږي، چې څرنګه خپرېږي، تر څو یې مخنیوی وشي. کله ویروس چې وپېژندل شو د واکسین سره یې مخه نیول کیږي، که چېرې واکسین شتون ونلري، روغتیا ساتنه او ضد عفونت کول یې د مخنیوی اغېزمنې لاري دي.

عموما هغه کسان چې پر ویروس اخته شوي وي د خلکو څخه بېلېږي، تر یو لړ روغتیا سپارښتنو او درملنې لاندې نېول کیږي او پر ویروس اخته شوې سیمه قرنطین کیږي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب