چک؛ د چک ډولونه او د هغې فايدې (cheques)

د چک قسمونه اودهغي فايدې Kinds of cheque and its Advantages

 

چک څه ته وايي؟ کله چي مشتري په بانک کي جاري حساب يا د پس انداز حساب خلاصوي، نو بانک خپل مشتري ته په بانک کي د جمع شوو پيسو څخه د ضرورت په اساس د پيسو د راويستلو لپاره د چک يوه کتابچه ورکوي، نو کله چي مشتري ته د پيسو ضرورت شي نو هغه د چک په يوه فارم کي مطلوبه پيسي ذکر کوي او هغه د بانک څخه را اخلي. چک د مشتري لخوا د بانک په نوم يو غيري مشروطي حکم دي چي په هغي کي مشتري بانک ته دا هدايت کوي چي هغه په چک باندي ذکر شوي پيسي هغه ته يا د چک وړونکي ته تاديه کړي.

د چک تعريف (Definition of cheque):

چک يو داسي غيري مشروطه تحريري حکم نامه ده کوم چي د يو خاص بانک په نوم ترتيب کيږي په کوم چي د ترتيب کوونکي لاسليک وي او پدي کي مشتري د بانک څخه دا مطالبه کوي چي بانګ بايد د پيسو غوښتلو په وخت کي يو خاص مقدار پيسي کوم خاص شخص يا چک لرونکي ته اداکړي.

د چک خصوصيات: characteristics of cheque

د چک خصوصيات په لاندي ډول ذکر کولي شو
1 – د تادي حکم :

چک د تاديي يو حکم وي چي په دي کي بانک ته دپيسو د اداکولو لپاره درخواست يا غوښتنه نه کيږي ځکه چي مشتري د بانک څخه خپلي جمعه شوي پيسي اخلي نو ځکه هغه ته د سوال کولو څه ضرورت نه وي بلکه حکم کوي . بانک ته د پيسو د اداکولو د حکم په وخت کي بايد د نرمي  لهجي څخه کار واخلي .

2 – تحريري حکم : که چيرته بانک ته دپيسو داداکولو حکم په زباني ډول ورکړل شي نو دي ته چک نه ويل کيږي دچک لپاره ضروري ده چي بانک ته حکم په تحريري شکل ورکړل شي
3 – غيري مشروط حکم : چک دبانک په نو م دپيسو داداکولو يو غيري مشروطه حکم نامه ده ددي څخه مطلب دادي چي مشتري په بانک باندي دپيسو داداکولو لپاره کوم شرط نه ږدي . که چيرته مشتري يا حساب لرونکي په بانک کي دپيسو داداکولو لپاره کو شرط کيږدي نو دي حکم ته چک نشو ويلاي ځکه چي داغير ي مشروط حکم نه وي .
دمثال په ډول که حساب لرونکي بانک ته داحکم وکړي چي داحمد دواده لپاره (١٠٠٠) روپي تاديه کړه نو دايو مشروط حکم شو ځکه کيداي شي چي احمد واده ونه کړي ، ددي برعکس که چيرته بانک ته داحکم وکړي چي داحمد په مړينه بايد (١٠٠٠) روپي اداکړل شي نو داحکم يو غيري مشروط حکم دي ځکه چي مر ګ يو يقيني امر دي نو پدي توګه دي حکم ته چک ويلي شو .
4- دبانک په نوم : چک صرف دبانک په نو م جاري کيدي شي دکوم شخص يا کومي کاروباري اداري په نوم چک نشي جاري کيداي .
5 – دحساب لرونکي له طرفه : دبانک په نو م چک يواځي حساب لرونکي جاري کولي شي د حساب لرونکي نه مراد داسي يو شخص دي چا چي په بانک کي دپيسو په جمع کولو اويا قرض احستلو باندي حساب خلاص کړي وي .
6- مقرر شوي پيسي : دچک دتعين شوو پيسو دتا ديه کولولپاره وي او په چک باندي دپيسو ذکر په لفظي او عددي ډول شوي وي .
کومي پيسي چي په چک باندي وليکل شي هغه بايد معلومي وي . دمثال په ډول کچيرته يواځي (٥٠٠٠) روپي په چک باندي وليکل شي . کچيرته په چک باندي يواځي (٥٠٠٠) روپي وليکل شي او څومره پيسي چي د تلويزون داخستلو لپاره په کار وي اداکړل شي نوداسي حکم ته چک نشي ويل کيدي ځکه پدي کي معلومي پيسي ندي ليکل شوي
7 – وصول کونکي : دچک پيسي يوخاص شخص ته اويا دهغه دحکم مطابق اوچک لرونکي ته اداکيداي شي.دلته دخاص شخص نه مراديواځي يوفردنه بلکي يوکلب يا کاروباري اداره هم کيداي شي.
په چک باندي د يوخاص شخص دنوم دليکلوپرځاي دهغه رتبه يا منصب ليکل کيداي شي لکه دننګرهاراسلامي پوهنتون داقتصاددپوهنځي رئس وغيره.
8 – دحساب لرونکي لاسليک: په چک باندي دحساب لرونکي لاسليک ضروري دي،حساب لرونکي بايد په چک باندي هماغه شان لاسليک وکړي کوم يي چي دحساب خلاصولوپه وخت کي لاسليک په فارم باندي کړي ؤ.
9- دپيسوپه شکل تاديه کول: چک بانک ته دپيسوداداکولوحکم وي،پدي کي دپيسونه علاوه بانک ته دکوم بل شي دمهيا کولوحکم نه کيږي.
دمثال په ډول بانک ته دانه ويل کيږي چي((مهرباني وکړي يوکمپيوترراکړي)) بانک هميشه دچک تاديه دپيسو په شکل کوي اودهغي پيسي معلومي وي.

د چک ډولونه Types of cheque:

حامل چک (Bearer cheque)
حکمي چک (Order cheque)
کراس شوي چک (Crossed cheque)
1- حامل چک (Bearer cheque):دحامل چک نه مراد داسي چک دي کوم هر هغه شخص يي حاصلولي شي څوک يي چي بانک ته يوسي.بانک بغير د شناخت نه په حامل چک باندي ذکرشوي پيسي اداکوي،که دپيسوادائيګي غلط شخص ته وشي نوبانک دهغي ذمه دار ندي.
پدي چيک کي دوصول کونکي د نوم نه وروسته ((يا حامل))((or bearer)) ليکل شوي وي.

د حامل چک خصوصيات Characteristics of Bearer Cheque
دحامل چک خصوصيات په لاندي ډول دي.
a-حامل: پدي چک کي دوصول کونکي دنوم نه وروسته يا حامل (or bearer) ليکل شوي وي د مثال په ډول اداکړي _ احمد ((يا حامل)) ((or bearer)) ته.
b- تصديق (ضمانت): بل شخص ته د حامل چک د انتقالولو په وخت کي د ضمانت ضرورت نه وي صرف ددغه چک په رانيولو سره ددي چک حقوق هماغه شخص ته انتقاليږي چا چي دا چک رانيولي وي.
c- محفوظ: حامل چک زيات محفوظ نه وي ځکه چي ددي پيسي هر شخص حاصلولي شي.
d- د پيسو وصولي: دحامل چک پيسي د بانک په کاونټر باندي حا صليداي شي،دچک وړونکي د چک په شا طرف باندي خپل لاسليک کوي او بانک ته يي حواله کوي او بانک د ادا کولو د کارروائي (procedure) نه وروسته په چک باندي ذکرشوي پيسي نوموړي شخص ته اداکوي.

دحامل چک دپيسو دحاصلولو طرزالعمل
Method of Converting the Bearer Cheque into cash
دحامل چک پيسي دبانک په کاونټر باندي وصول کيږي کوم شخص چي بانک ته دپيسو دحاصلولو لپاره لاړشي هغه په کاونټر کي دمامور په وړاندي دچک په شاطرف لاسليک کوي او چک مامور ته ورکوي چي دي ته ټوکن کلرک يا درسيد مامور ويل کيږي،کله چي درسيد ماموردکوم شخص څخه چک ترلاسه کړي نوهغه ته يورسيد ورکوي،په رسيد چي کوم نمبر ليکل شوي وي هغه نمبر دچک په شاباندي ليکل کيږي،درسيد مامور بيا دغه چک د ليجرمامور ته ليږي،درسيد دوصول کولوڅخه وروسته دچک ترتيب کوونکي (وصول کونکي) داداکولو کانټر(payment counter) ته ځي.

د ليجر مامور چي کله داچک وصول کړي نو مامور دا ګوري چي ددي حساب لرنکي په حساب کي دچک داداکولولپاره کافي اندازه پيسي شته او که نه ؟ که چيرته دحساب لرونکي په حساب کي دچک اداکولولپاره کافي اندازه پيسي موجودي وي نوهغه په ليجر کي درج کوي او په چک باندي د لاسليک کولوڅخه وروسته دليجر مامور دا چک بانک آفسر(Bank officer) ته ليږي او بانک آفسر په چک باندي دمشتري لاسليک دهغه لاسليکونو سره مقايسه کوي کوم چي هغه دحساب خلاصولوپه وخت د لاسليک په فارم باندي کړي ؤ،که چيرته دبانک آفسر پدي يقيني شي چي دغه لاسليکونه مشابه دي نو په چک باندي يو لاسليک وکړي او خزانه دار ته يي داداکولو(payment) لپاره ليږي،خزانه دار رسيد ترلاسه کړي اودچک پيسي نوموړي شخص ته تاديه کړي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب