دروغتیا لپاره د تلویزون زیانونه

 

اوسنو څیړنو ثابته کړې ده کوم سړی چې تلویزون زیات ګوری د هغوی «منی» به د هغی کسانو په نسبت ډیر کم وي چې تلویزون نه ګوري، لکه څرنګه چی په دماغو هم ډېره بده اغېزه کوي او نور نقصانات یې په لاندې ډول دي:

  ۱-   دتلویزون ډېر کتل د عقم سبب ګرځي:

د یو برطانوي مجلې دڅیړنو په نتیجه کې دغه مجله لیکي چې کوم کسان په هفته کې د ۲۰ ساعته نه تلویزون زیات ګوري نو د هغوی «منی» به د هغو کسانو په نسبت نیم په نیمه کم وي چې تلویزون نه ګوري، او د ځنی سړو په «مني» داسې اثر کوي چې ژوندی میکروب یې هم وژني، لکه څرنګه چې داخلي تنګ لباسونه او هګۍ ډیرې ګرمي ساتل هم د «منی» د کموالي سبب ګرځي.

۲-   د تلویزون کتل د مختلفو مرضونو سبب ګرځي:

your ads

اوسنو څیړونو ثابته کړې ده چې کوم کسان چې تلویزون زیات ګوري نو ۱۸٪ فیصده یې د زړه په ناروغۍ او د وینی په کینسر اخته دي، لکه څرنګه چی بدن کې سستي هم پیدا کوي او د بدن وزن هم ورسره زیاتېږي.

۳- دتلویزون کتل امیدونه بدلوي:

د ماشومانو لپاره تلویزون کتل د هغوی اخلاق داسې جوړوي لکه څرنکه چې یې په خارجي فلمونو کې ګوري، او دا خبره واضحه ده چې دغه فلمونه د اسلامې تربیې سره په ټکر کې وي، او د ماشومانو نه علاوه د لویانو اخلاق هم خرابوي، ځکه کومه  ښځه چی هندي ډرامه (سیریل) یا کوم انګریزي فلم وګوري نو سبا له د خپل غریب او بی وسه خاوند نه د هغې لباس غوښتنه کوي چې کوم لباس یې په هندي فلمونو کې کتلي وي، او د خاوند یې د ډوډۍ د پیدا کېدو توان نه لري، او په سړو هم داسې تاثیر کوي چې خپل ټول عادات او اخلاق د هغې کافرو جوړوي چې د هغوی فلمونه ګوري تر دې چې د خپلو ماشومانو نومونه هم هغه نومونه خوښوي چې کوم نوم یې په هندي فلم کې اورېدلي وي.

۴- په ماشومانو د تلویزون بد ه اغېزه:

په امریکه کې د ماشومانو د طبی اکاډومۍ څیړنو ښودلې ده چې کوم ماشومان چې عمر یې د ۲ کالو نه کم وی او د مور پلار لخوا د تلویزون شعاء ته مخامخ کېږي نو د ماشوم په خوب کې اظطراب (ګډوډي) پیدا کېږي، او خبرې هم زر نه شي کولی، او بدن به یې په سمه توګه نمو هم نه شي کولی.

 ۵- دمراهقینو لپاره د تلویزون زیان:

څېړونو ښودلې ده چې د تلویزون کتل د مراهقو کسانو لپاره دا ضرر لري چې هغوی ته به غوسه زیاته ورځي او په دغه عمر کې د مختلفو جرمونو د مرتکب کېدو سبب ګرځي لکه (غلا، په یو بل زیاتی، د اسلحې استعمالول، او اخلاقي طور ډېر خرابېدل چې له دې وجې بیا په ټولنه کې جنسي جرمونه هم زیات شي).

۶-  کوم کسان چې تلویزون ګوري د فشل او ناکامۍ احساس به کوي:

د علم النفس د یوې مجلې څیړونو ښودلې ده چې د انسان اطمئنان د بل انسان سره په یو ځای کېدو سره راځي، خو کوم کسان چې د انسان پر ځای د تلویزون په کتولو خپل اطمئنان حاصلوي نو دغه کسان بیا د خپلې کورنۍ او دوستانو د یو ځای کیناستو څخه یواځې ناسته غوره ګڼي، ځکه چې هغه د ګڼو کسانو په وړاندې د خبرو کولو توان نه لري.

پښتو ژباړه: ډاكټر مجتبی «عزیزیار»

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب