د کاغذ او قلم ارزښت اوحقوق

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم،قدرمنود يني وروڼو د پورتنئ موضوع دانتخاب باعث دادئ  چي نن سبا دخلګوله فهمو څخه دقلم اوکاغذ ارزښت بېخي غورزېدلي دئ  اوزیات خلګ يې په ډېره بې احترامه توګه سره استعمال کوي اوپه دې  باره کي عالي قدرورورسراج الدين کليوال   هم له ما څخه په ډېرتاکیدسره  دیوه اسلامي اوشرعي تحقیق غوښتنه وکړه ،،نوځکه مي داموضوع وڅېرله،
ګرانو وروڼو کاغذ او قلم له يوه پلوه له سترو اسلامي مقدساتوڅخه دئ  اوله بله طرفه دانسانانو اجتماعي اوانفرادي سياسي اواقتصادي ټول معاملات اوضوابط اواصول دکاغذ او قلم په برکت سره ساتل کېږي نو لهذا وقلم اوکاغذته لکه څرنګه چي بي مثله تقدس اوعظيم منزلت حاصل دئ  عقلي اوانساني متفق عليه تقدس اوقدرهم ورته حاصل دئ نوپه د ې وجه ددوئ دواړو احترام دهرانسان دپاره ضروردئ اوبي  ځایه  اوعبث کارول يې شرعي اوعقلي اوانساني جرم دئ  راسئ چي اول دقلم اوکاغذتاريخي اوشرعي اهميت اوعظمت وپېژنوچي شرحه يي داده
۱،دالهي تخليق شروع اوپیل دالهي قلم اودلوح مجفوظ په تخلیق سره سويدئ هغه لوح محفوظ چي دهغه پرځاي اودهغه په بدل کي زموږدپاره کاغذمقررسويدئ
۲،دکائناتوټوله فلسفه دقلم په واسطه په لوح محفوظ کي ليکله سوي  ده
۳،قلم اول هغه سترالهي مخلوق دئ  چي په الهي امراوخطاب اومکالمه سره مشرف سويْ دئ
۴،قلم  اول مخلوق دئ کوم چي الهي  حکم ئې پرځاي کړَيدۍ دد ې خبرودثبوت دپاره دغه نبوي مبارک حديث ولولۍ( عن عبادة بن صامت قال قال رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم
ان اول ما خلق الله القلم فقال له اکتب قال مااکتب قال اکتب القدر  فکتب ماکان و ماهوکائن الی الابدـ)
رواه الترمذی وقال هذاحدیث غریب اسنادا
۵،قلم هغه عظیم الشانه  موجوددئ چي دقرآن کريم هغه پنځه آياتونه چي ترنوروټولوقرآني آیاتوله مخه نازل سوي دي کوم چي داقرأ دسورت ړومبني آياتونه دي دقلم اودتعلیم بالقلم  ستاینه کوي  اودالهي  انعاماتواوخدايي قدرت عظیمه نمونه يې ګڼي
العلق
اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (1) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ (2) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ (3) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (4) عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (5)
۶،قلم هغه سترمخلوق دئ  چي  په ده سره اوله ليکنه  الهي قدرت کړيې  ده،عن عبدالله بن عمرو قال قال رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم (کتب  الله مقاديرالخلائق قبل ان يخلق الارض بخمسین الف سنة قال وکان عرشه علی الماء ـ رواه مسلم)،۷،قلم یوله هغوعظيمومخلوقاتودئ چي الله پاک په قرآن پاک کي په هغوئ سره قسم کړَيْ دئ لکه چي فرمايي (ن، والقلم ومایسطرون)
،دقلم اوکاغذپه واسطه کرام کاتبين دانسانانونيک اوبدعملونه ليکی دقلم اوکاغذپه واسطه قرآن اوحديث  نبوي ترقیامته پوري محفوظ دي ،نومحترمووروڼودقلم اوکاغذله دونه عظيم شان  سره سره چي يوڅوک ددوي دواړواحترام نساتي  يابې ځایه خطونه په ليکي  يايې په لارواوکوڅوکي بلکه په مرداروځايوکي  غورځوي،ډېرداسي ناپوه کشران سته چي په بازاروکي په بیت الخلاؤیاپه حماموکي پرديوال يا پرکاغذباندي  خطونه ليکي اوځيني ډېري دبېحيايي خبري هم ليکي  چي داشرعا ډيروګناوولره متضمن دئ  ،۱،تبذير،اوالله تبذیرکوونکي دشيطانانو وروڼه بللي دي ،ان المبذرین  کانوا اخوان الشیاطین،۲،اسراف،۳،دکاغذاوقلم اهانت،۴،عبث وخت ضائع کول،۵،دبي حیايي ارتکاب،۶،دخلګوازاروغیره نوهرمسلمان بچَيْ بایدله داسي سختوشرعی اوانسانی جرمونواوګناووڅخه منع وکړي اودقلماوکاغذ قدروپېژني اوعظيم احترام ئې وکوي،والسلام ومن الله التوفیق

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب