په ټولکي کې د بېلابېلو مهارتونو کارول

لومړنی دنده: د کتاب لوستل او د پریزینتیشن ورکول

ژبني: د یوه دودیز کتاب په اړه راپور ولیکئ.

عیني: د کتاب د یوه فصل/کرکتر په اړه یو طنز/تصویر جوړ کړئ.

منطقي: داسې یو چارت جوړ کري چې د کتاب د طرحې لوری تعقیب کړي.

حرکتي: په کتاب کې د یوې برخې په اړه یوه لوبه/ننداره جوړه کړئ.

موسیقي: داسې سندره یا سندریز څیز جوړ کړئ چې د کتاب موضوع ته انعکاس ورکړي.

خپلمنځي: د کتاب د یوه اړخ په اړه د یوه ډله ایز بحث مشري وکړئ.

خپلمنځي: د کتاب په اړه خپل شخصي غبرګونونوپه تړاو یو ژورنال وساتئ.  

 دوهمه دنده: د عملیاتو د ترتیبولو تدریس  

ژبني: د پړاوونو په یاد ساتلو لپاره عبارت جوړ کړئ.

عیني: د عملیاتي د ترتیب توضیح لپاره یو تصویر وکاږئ.

منطقي: نورو ته د پړاوونو د ښودلو لپاره فلوچارت جوړ کړۍ.

حرکتي: د کرکترونو له مخې داسې ننداره جوړه کړئ چې دا پړاونه روښانه کړي.

موسیقي: د پړاونو په یاد ساتلو لپاره یو شرنګی/سندره جوړه کړئ.

خپلمنځي: په یوه کوچني ګروپ کې کار وکړئ ترڅو ستونزې حل شی او له نورو سره مرسته وشي.

خپلمنځي: په خپلو کلمو کې د خپل پوهی لپاره ولیکی چې دا موضوع څنګه زده کولای شئ.

دریمه دنده: د ټولو ولایتونو او د هغوی د مرکزونو نومونه حفظ کړئ.

ژبني: یو شعر ولیکئ او تر څنګ یې د هر ولایت او د هغه د مرکز په اړه  یوه کرښه ولیکئ.

عیني: یوه تشه نقشه د ولایتونو او د ولایتونو د مرکزونو پر نومونو ډکه کړئ.

منطقي: د ولایتونو او د مرکزونو نومونو څخه د الفبا تورو په کارولو یو نوملړ جوړ، یا یې د اندازې له مخې ترتیب کړئ.

حرکتي: له ټولو ولایتونو څخه د معما په توګه ټوټې جوړې او بیا یې سره یو ځای کړئ.

موسیقي: د هیواد ولایتونو او مرکزونو ته په پام یوه سندره ولیکئ.

خپلمنځي: د ولایتونو او مرکزونو نومونو په اړه د ذهني تحرک لپاره په وړو ګروپونو کې کار وکړئ، دې کار ته تر هغه دوام ورکړئ ترڅو د ټولو ولایتونو نومونه ذکر شي.

خپلمنځي: په یوه ژورنال کې څو جملې ولیکئ ترڅو له تاسو سره د یوه داسې سیستم په رامنځته کېدو کې مرسته وکړي ترڅو د ولایتونو نومونه مو په یاد پاتې شي.

څلورمه دنده: له تجربې څخه د موندنو (نتایجو) وړاندې کول 

ژبني: په نثري توګه د موندنو حساب جوړ او وروسته یې په شفاهي توګه وړاندې کړئ.

عیني: یو داسې تصویر لرونکی بروشور جوړ کړئ چې د پایلو ښودونکی ووسي.

منطقي: د یو ګراف اعلی بیلګه غوره او جوړه کړئ چې د موندنو استازیتوب وکړای شي.

حرکتي: د موندنو او تجربې د پروسې پر مهال په ټولګې کې وګرځئ.

موسیقي: د داسې تشویقي ماحول جوړول چې پایلې ارائه کړي.

خپلمنځي: له تجربې وړاندې د موندنو ګڼل او وروسته یې په ګروپي ډول پرتله کول.

خپلمنځي: د متوقعه پایلو په تړاو د جورنال جوړول او له حقیقي پایلو سره یې توپیر او مقایسه کول.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب