محصل؛ خواږه او ترخه
پوهاند محمد اسماعیل د محصل په اړه څه تریخ حقیقت لیکلی:
که د لومړي ټولګي زده کوونکی وي ، که د پوهنتون د دورې محصل او ان یا د دوکتورا دورې محصل وي ، که د نړۍ د هر ګوټ وي، ګډې ځانګړنې لري:
۱- امتحان یې تر ټولو سخته شېبه وي ، لایق او تنبل شاګرد دواړه ورته وارخطا وي.
۲- که وړوکی زده کوونکی وي که لوی محصل، د غریبۍ او مفلسۍ احساس به په کې کوي.
۳- له مور ، پلار او د کورنۍ له نورو غړو سره به یې د جېب خرڅ پر سر لانجه وي.
۴- ضرور به یو وړه شان پټه سپما جوړوي.
۵- په دې دوران که کوم خپل او خپلوان ورته څه پټ جېب خرڅ ورکړي ، نو د ژوند تر پایه پرې هغه شخص خوږ لګي.
۶- کومه ورځ چې استاد ټولګي ته رانه شي ، نو هغه شېبه پر دوی نیم اختر وي.
۷- له درس څخه د ډلییزې تېښتې لپاره ډېر ژر پر متفقه دروغو توافق ته رسېږي.
۸- قانوني او منظم ، تریخ او با پرنیسپه استاد یې ډېر نه خوښېږي.
۹- کوښښ کوي د هر استاد له تکیه کلام څخه هغه ته د دوی تر منځ یو توافقي او شفري نوم غوره کړي.
۱۰- هغه استاد چې له دوی سره ټوکې کوي او د درس یوه برخه پر فرعي موضوعګانو تېروي ، هغه یې ډېر خوښېږي.
۱۱- شوخي او ازادې ټوکې یې د طبیعت یوه برخه ګرځي، ان که جمهور رییس هم شي ، خو چې په ټولګي کې د شاګرد په توګه کېناست ، یاد خصوصیات خپلوي.
۱۳- هر ډول خوراکي توکو ته یې اشتها راځي ، خو د پیسو کمی ورسره هر وخت محسوس وي.
۱۴، که شاګرد لایق وي که تنبل ، خو چې پر نقل یې لاس بر شو صرفه پرې نه کوي ، عیناً لکه قاضي چې مفتو شرابو ته د ټینګې نه دی او یا هم رشوتخور مامور چې رشوت ته ځان نه شي ټینګولی او داسې نورې ځانګړنې چې تاسې خپله ورپسې زیاتولای شئ.
خو دې ټولو تنګسیاوو او ځانګړنو سره سره د زده کړې او تحصیل دوره د ژوند تر ټولو خوږه او بې مسولیته دوره وي ، د یو انسان د ژوند اساس دلته جوړېږي، په سلګونو او زرګونو ملګري پیدا کوي.