ولې زمونږ ټولنه کې ودونه وروسته کېږي؟

الله تعالی فرمايي: فانکحوا ما طاب لکم من النساء مثنی و ثلاث و رباع، فان خفتم الا تعدلوا فواحدة.
ژباړه: کومې ښځې چې تاسو ته ښې ښکاري له هغوی نه دوه، درې او څلور په نکاح کړئ، که له خپلې بې عدالتۍ نه په وېره کې يئ نو بيا له يوې سره نکاح وکړئ.
مسلمانو وروڼو او خويندو!

راځئ د پورتني الهي حکم په اړه سوچ وکړو، سره لدې چې الله تعالی مونږ ته د نکاح اجازه راکړې ده او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت، زمونږ د ژوند يو اشد ضرورت، د نسل د بقاء او د روحي سکون او جسمي روغتيا يوه قوي وسيله ده، آيا مونږ ددې په آسانولو کې څه اقدام کړی؟

ستونزه له کومه را ولاړېږي؟

د دې تر څنګ چې نکاح نه کول د سنتو مخالفت دی، د څو ګونو جسمي او روحي ناروغتياوو سبب هم ګرځي او د انساني نسل د بقاء تضمين له منځه وړي. خو په دې هم بايد پوه شو چې که څوک نکاح کول غواړي او عمر يې هم تقاضا کوي، نو د هغه منع کول بيا نور آفات را منځ ته کوي. کېدای شي دا انسان د خپلې جنسي غريزې د مړولو لپاره حرامو ته مخه کړي او په زنا يا هم په پټ عمل  او نوور بدبختيو اخته شي، چې د لس ګونو وژونکو ناروغيو، روحي تکليفونو او حتی د جنسي قوت د له منځه تللو سريزه ده. او ګناه به يې د دې کس له نکاح نه منع کوونکي ته هم رسېږي.
پوهان وايي چې يو وار زنا کول يا يو وار پټ عمل سر ته رسول د خپلې ماندينې سره د څو څو واره نژدې کېدو هومره قوت له انسان نه مصرفوي، چې دا پخپل وار د بدن د کمزورۍ سبب کېږي.

ولې دومره  وروسته؟
•    رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: یا معشر الشباب من استطاع منکم الباءة فليتزوج فانه اغض للبصر و احصن للفرج و من لم یستطع منکم فعليه بالصوم فانه له وجاء.
ژباړه: اې د ځوانانو ټولګيه! له تاسو چې څوک توان لري نو نکاح دې وکړي ځکه دا عمل له حرامو نه د سترګو ښه ټيټوونکی او له ګناه نه د شرم ځای ښه ساتونکی دی. او که څوک د نکاح وسه نلري نو په هغه روژه نيول دي چې هغه لره د شهوت ماتوونکې ده.

your ads

نو کله چې زمونږ زامن يا لوڼې ځوانۍ ته رسېږي بايد د هغوی د نکاح په اړه تصميم ونيسو.
•    ځينې کورنۍ فکر کوي چې باید اولادونه يې عالي تحصيلات سرته ورسوي او بيا ودونه وکړي، خو زمونږ په شان يوه ټولنه کې چې د فساد دروازې په لارو، کوڅو، بازارونو، تعليمي او تحصيلي ماحول او حتی زمونږ خپلو کورونو کې د تلويزيونونو په بڼه وازې دي او غربي او شرقي مبتذل کلتورونه زمونږ اولاد او کورنۍ ته له کوم فلتر نه پرته انتقالوي، پداسې حال کې چې حکومتي چارواکي او اطلاعات او کلتور وزارت یې هم غم کې ندي، بايد تر ټولو د مخه د اولادونو د سترګو او شرم ځايونو د بندولو تدبير وشي، که نه وي نو زمونږ تلويزيونونه خو هسې هم د پټو يارانو مختلفې لارې تعليم ورکوي، ورسره بيا مخابراتي شرکتونه د شپې ټيټ نرخونه هم اعلانوي. په پای يارانې جوړېږي چې په سل ګونو واقعې یې تېرو لسو کلونو کې رسوا شوې، بيا همغه هلکان چې جينۍ په دوکه خپل دام کې نښلولې او د خپل هوس ښکار يې کړې ورسره له واده نه هم مخ اړوي او وايي چې زه له بدکارې سره واده نکوم.
•    د ودونو د نه کېدلو يوه بله او مهمه وجه بې خرته او غير ضروري لګښتونه دي چې د هلک ټوله کورنۍ ورسره په تکليف وي او حتی د يو واده له پاره دوه درې کاله تر مخه پيسې ټولوي او قرضداره هم شي، خو د خسر تندی بیا هم تريو وي. دی به د واده خوښي څنګه احساس کړي چې له ماندينې سره په لومړي ځل مخ کېدو ورته خپل قرضونه او لګښتونه را په زړه شي؟؟ ځينې جاهلان خو لا وايي چې که په جینۍ پېسې وانخلو او شرایط آسانه پريږدو نو زمونږ د جينۍ قدر او حيثيت به د خاوند په کور کې کم وي.
•    تر دې وراخوا په نجونو د پيسو اخستلو (ولور) ناروا دود چې يوه روپۍ هم هغې ته نه رسېږي او پلار، ورور يا کاکا يې جېب ته اچوي او مزې پرې کوي  حال دا چې دا پيسې دوی ته مطلقا حرامې دي.
کله چې زمونږ د ټولنې يو ځوان يا ځوانه په چم، ګاونډ یا کلي کې داسې حالات ګوري او بیا د خپل پلار يا ورور تش جېب ته یا هم جهالت ته فکر کوي، نو له واده خو نا امېده شي، خو د نوې ځوانۍ فطري غريزه يې هم ارام ته نه پرېږدي، جوته ده چې ورو ورو حرامو ته مخه کوي او په بدو اخته کېږي. ځکه ويل کېږي چې شهوت ړوند دی او بنیادم له انسانيته باسي.
که کوم يو د صالحې کورنۍ والا وي او ځان له حرامو هم وساتي نو پورته حالاتو ته په کتلو سره زمونږ په ټولنه کې هلک او جينۍ ايله د پنځه ويشتو کلونو نه اخواته عمر کې واده وکړی شي، حتی ځينې خو دېرشو نه هم په کې واوړي، حال دا چې په ښځو کې د ماشوم زېږون ښه عمر له اته لسو تر پنځه دېرشو کلونو دی او له دې نه اخوا ته عمر کې ډېری ولادي مشکلات ليدل کېږي، عموما ماشومان يې هم دنيا ته ښه نه راځي او نه خو ښه تغذيه کېږي. او کومه جينۍ چې په دېرش کلنۍ کې واده وکړي، نو هغه به څو اولادونه دنيا ته راوړي؟؟ او دا چې نيم عمر د پلار په کور تېر شوی هغه خو لا بېله.
حال دا چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: تزوجوا الودود الولود فانی مفاخر بکم الامم يوم القيامة. تاسې له ډېرو مينه ناکو او ډېرو ماشوم راوړونکو ښځو سره ودونه وکړئ ځکه زه د قيامت په ورځ د نورو امتونو مقابله کې ستاسو (په ډېر تعداد) فخر کوم.

څه وکړو؟
•    وروره! لومړی خو دا کوښښ وکړه چې د ژوند لپاره يوه مسلمانه او صالحه جوړه ومومې. رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپلو مبارکو احاديثو کې د ديندارې  ښځې په غوره کولو ټینګار کړی. مونږ باید د ژوند جوړې د ټاکلو لپاره ځان ته يو معیار وټاکو، اواساس یې دينداري او تقوا کېږدو،کله چې د هغي معيار مطابق جینۍ مو ومونده بيا نو د هغې حسن او حسب او مالدارۍ ته ډېر سوچ ونکړو. دا ټیک ده چې حسن هم رول لري، خو آیا پدې پوهېږې چې له هر زېږون سره د ښځې په ښايست کې تغيرات راځي؟؟ دا هم امکان لري چې د کوم طبعي آفت په وجه یې ښایست خراب شي، که ستا معيار حسن وي نو بيا به څه کوې؟
•    خورې! که کوم مسلمان هلک دې غوښتنه وکړه نو د هغه اخلاق او دينداري نظر کې ونيسه او مال او دولت ته سوچ مکوه، دا هر څه د الله لاس کې دي.
•    د کورنيو مشرانو چې لوڼې او خويندې لرئ باید ډېر پام وکړئ چې د خپلو درنو شرايطو او غوښتنو په وجه ودونه ونه ځنډوئ، کنه نو د الله تعالی له مواخذې سره به داسې حال کې مخ کېږئ چې هېڅ عذر به نه لرئ. او په دې دې هم پوه وئ چې که په خپله جينۍ مو ولور وانخیستې، سره ددې چې د يو ډېر ښه کار اساس به کېږدئ، د خور او لور قدر به مو هم د هغې د خاوند کور کې زیات وي او ښکلی ژوند به لري.
•    سره د دې چې مهر شرعي حق دی خو دومره دې اوچت نه شي چې هلک يې نه شي ادا کولای. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي بهترينه نکاح همغه ده چې مهر يې کم وي.
•    اوسنۍ دود موسيقي چې د علماؤ په اجماع حرامه ده، په ودونو کې يې غږول د واده خير او برکت له منځه وړي. کېدای شي د دې په ځای اسلامي فرهنګي پروګرامونه مخ ته بوځو، یا کم له کمه آرام کښېنو او د يو وخت ډوډۍ ورکولو په بدله کې د خلکو د ګناهونو پېټی په خپلو اوږو بار نکړو. الله تعالی فرمايي: ان الذین یحبون ان تشیع الفاحشة فی الذین آمنوا لهم عذاب شدید. کوم خلک چې په مؤمنانو کې فحش خپرول خوښوي هغوی لره دردناک عذاب دی.
•    که زمونږه لوڼې يا خويندې پيغلې شوې وي نو په اړه چا ته وينا نه کوو او ګواکې ځان د افغاني غيرت په وجه مجبور ګڼو، حال دا چې دا کوم شرعي ممانعت نلري بلکه يو ښه کار دی چې کوم صالح ځوان يا صالحې کورنۍ ته يې په اړه ووايو. يا کېدای شي يو درېيمګړی تر منځ کړو، آسانه شرایط وټاکو او د يوه ځوان او يوې ځوانې د بې لارېتوب نه د بچ کولو تر څنګ د يوې سالمې کورنۍ بنسټ هم کېږدو او الله تعالی نه د ثواب غوښتونکي شو.
والسلام علی من اتبع الهدی

مسافر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب