په نبوي حدیثو کې د صدقې ډولونه 

 • د خپلو مټو ګټه صدقه ده ،
• له محتاجو سره مرسته صدقه ده
• هرښه کار صدقه ده
• له شر نه ځان ژغورل صدقه ده
• د دوو کسانو په منځ کې د انصاف سوله کول صدقه ده
• ۶ـ سپرلۍ ته په خیږولو کې له چا سره مرسته صدقه ده
• سپاره ته دهغه سامان ورکول صدقه ده
• له لارې ضرري شیان لرې کول صدقه ده
• ښه خبره صدقه ده
• لمانځه ته هرګام اخیستل صدقه ده
• تکبیر ویل صدقه ده
• سبحان الله، والحمد للّه، ولا إله إلا الله ویل صدقه ده
• أستغفر اللّه ویل صدقه ده
• په ښو امرکول صدقه ده
• له بدو منعه کول صدقه ده
• د خلکو له لارې هډوکي او کاڼې لرې کول صدقه ده
• ړانده ته لاره ښوول صدقه ده
• کاڼه او ګونګ ته خبره ور اورول چې پوه شي صدقه ده
• یوڅوک دلارې پوښتنه درنه وکړې او تاته معلومه وي ور ښوول یې صدقه ده
• اړ انسان مرسته وغواړې ته له هغه سره وګرځې دا صدقه ده
• په مټو سره له کمزورې سره مرسته کول صدقه ده
• له لارې اغزي لرې کول صدقه ده
• له خپلې میرمنې سره کوروالی صدقه ده
• د خورما یوه ټوټه چاته ورکول له اوره ساتونکې صدقه ده
• خوږه خبره صدقه ده
• دناروغ پوښتنه صدقه ده
• چاته خواړه ورکول صدقه ده
• چاته اوبه ورکول صدقه ده
• هر ډول ونه او بوټی کرل صدقه ده
• له مسلمان سره په ورین تندې مخامخ کیدل صدقه ده
• د مسلمان ورور په لوښې کې سلواغه تشول صدقه ده

كليم الله محمدي

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب