قهر او تند خویي کورنۍ ژوند کې

د ټولنیزو ناروغیو په لړ کې تندخوئي او غصه هغه مهلکه اخلاقي بیماري ده، چې دنورو ټولنو په پرتله زمونږ په ټولنه کې زیات لیدل کیږي، او په فردي او ډله ایز ژوند ډیرې بدې اغیزې شیندي.

قهر یا عصبانیت په حقیقت کې هغه ویجاړونکی کلنګ دی، چې که چیرې مهار نشي نو د خاوند او میرمنې تر منځ د محبت مزي شلوي، او کورنیو شخړو ته لاره هواروي.

لیکنه سحرالمصری
ژباړه محمد خالد ملکزی

مخکې له دې چې دا ناروغي زمونږ کورونو ته سرایت وکړي، ښه به دا وي چې د حل لارې چارې ئې وپیژنو. او غوره مو وګڼله چې په دې لیکنه کې دقهر او تندخوئی(عصبانیت) په څو مهمو او عمده لاملونو باندی رڼا واچوو، تر څوپه سولئیزه اوصمیمانه چاپیریال کې داسې ژوند وکړو چې په کورني نظام کې مو بیلتون را منځ ته نشي.

په عمومي توګه دا ناسمه خبره ده چې د خاوند او میرمنې تر منځ دې هیڅ اختلاف رامنځ ته نشي، دا ځکه چې اختلاف او قهر(عصبانیت) د بشري طبیعتونو ترمنځ هغه طبیعي غریزې دي چې هیڅ څوک ترې خلاصون نه لري.
اختلاف مختلف لاملونه لري او که د دغو لاملونو سمه درملنه ونشي، نو علمي او فرهنګي کورنیو ته هم لاری غزولای شي.

په دي لیکنه کې به لومړی د کورني ژوند د لا نجو او کشالو یوه بیلګه وړاندی کړو، او همداراز د خاوند او میرمنې تر منځ د تاوتریخوالي یوه نمونه به ستاسی مخی ته کیږدو، بیا به په قهر او عصبانیت کوم چې د اختلاف اساسي لاملونه ګڼل کیږي، د حل په مهمو لارو رڼا واچوو.

او دا هم د کورنیو شخړو یوه بیلګه :

خاوند: زما کتاب چیرته دی؟ ډیر می ولټاؤ، خو پیدا می نکړ، څو ځل می درته ویلي دي چې د میز له سر ه ئی مه بې ځایه کوه!

میرمن: هغه خو ما ستا د نورو ورقو سره د میز په خانه کې ځای په ځای کړ، او دا ددې په خاطر چې یو خو به له ماشومانو څخه خوندي وي، او له بل لوري به دا کوټه هم لږه منظمه ښکاره شي.

خاوند: آیا د کور د ګډوډۍ اصلي لامل زه یم؟ او که په دې پلمه ته غواړې چې زما کتابونه له خپلو سترګو چیرته پناه کیږدی؟!

میرمن: آیا ته پر ما همداسې ګومان کوې؟ آیا زما جزا همداده چې خونه دې سمه کړم، او ستا د کتاب ساتنه دې وکړم، او په پای کې دی ستا دبدګمانۍ ښکار شم؟

خاوند: یو خو ته زما هیڅ خبره نه اوری… او هر هغه څه چې زه ئې غواړم تاته هیڅ ارزښت نه لري… ما څو ځلی ستا دپوهولو هڅه وکړه خو هیڅ ګټه ئې راته ونه رسوله!

میرمن: آیا دا دعقل مندۍ خبره ده چې دا به دنیا به ړنګه شي، ولې چې ما ستا کتاب بیځایه کړیدی؟

آیا زه د دې مستحقه یم چې ټوله ملامتیا دې زما پرغاړه شي، په داسې حال کې چې زما ټول وخت د دې کور په ښه برابرولوکې مصرفیږي؟! آیا نور ته د دې تندې لهجې او تیزو خبرو څخه نه مړیږې؟

خاوند: اوه ! اوس د یو کتاب لپاره ته زما پر وړاندی دومره چیغی وهی!
ستا دلاسه دا ژوند پر ما سکروټی ګرځیدلی دی، او نور ئی نشم زغملاي! ای کاش چې له تاسره می هیڅ واده نه وای کړای!

ددې خبرې په ویلو سره خاوند په ډیر قهر سره له کوره بهر وځي… د کور دروازه هم په ډیرې غصې سره رابندوي، او داسې انګیري چې د دې تاوتریخوالي اصل لامل همدی پخپله دی…

په ذهن کې ئې سپیرې خبرې را څرخیږي، او له ځانه سره وائی: زما میرمن تل له تنبلۍ او لټۍ څخه کار اخلي… زما څیزونه ورته بی ارزښته ښکاری… زما غوښتنوته هیڅ کله هم پاملرنه نه کوي ….

هغی ته خو لازمه دا وه چې زما سره له نرمۍ نه کار واخلي ، خو نه پوهیږم ورځ تر بلی ئی رخه او کینه را سره زیاتیږي!

میرمن: بل لوري ته په کورکې د میرمنې په سترګو کې ئی اوښکې راټولی شویدي… پر داسې واده چې له ستړیا او خواشینۍ پرته ئې نور څه نه دي وربښلي، اوس دپښیمانۍ تړمې اوښکې تویوي، او په رخسارئې د حسرت معصومې او ښکې کتار کتار بهیږي… او له ځانه سره څه زمزمه کوي… او داسې وائي: ما څو ځله ښکلې جامې پر تن کړې، رنګارنګ خواړه مې خپل خاوند ته برابرکړل، په همدې پلمه چې ګوندې مینه به ئې راسره زیاته شي، او زما ستاینه به وکړي، خو د ستاینې پر ځای ئې دتل لپاره زه رټلې یم… څو ځلې مې هڅه کړیده چې زمونږ ترمنځ روانه کشاله د خبرواترو له لارې حل شي ،خو…
او ددې پرځای چې خاوند مې ترخې خبری را ته وکړي، ما به هڅه کوله چې پام ئی بلې خواته واړوم، خو ددی ټولو هلو ځلو وروسته اوس راته جوته شوه چې هغه دومره ځان پالونکې دی چې له ځان پرته بل هیڅ څه ورته اهمیت نه لري!
ګرانو لوستونکو!

آیا کله مو د ځانه سر دا فکر کړیدی چې که چیری خپلې وضعې او حالت کې بدلون را نه ولۍ، نو څه به پیښ شي؟

آخر دومره تند خويی ولی او د څه لپاره؟

ځواب ډیر ساده او آسانه دی، دا ټول د عصبانیت اود توند خوئی له کبله!
معلومه ده چې که خپله تندخوئی او عصبانیت په خپل کابو کې را نه ولۍ، او مهار ئی نه کړۍ نو په پورته برخلیک به تاسې هم اخته شۍ.

په مونږ او تاسې کې به څوک داسې نه وي چې په خپلو ورځنیو چارو کې په قهر نشي، او داسې څه ونه ویني چې روح او زړه ئی پری ټپي نشي؟
خو دا هم باید په یاد ولرو چې بریالي انسانان هغه نه دي چې هیڅ کله هم نه په قهر کیږي، بلکې هغه دي چې کله په قهر شي، نود ځان د کنترول لاری هم ورته معلومي وي.

دوی هم په خپل ژوند کې له ګواښونواو ننګونوسره مخامخ کیږي، خوهیڅ کله هم د ژوند خطرونو ته ددی اجازه نه ورکوي چې دوی تر خپل کنترول او محدودی لاندې راولي.

ای کاش! چې دغه ډله خلک یوه شیبه په دې مبارک آیات کې لږ درنګ وکړي، چې لوی څښتن تعالی په څومره ښکلو کلماتو سره د دی ډول ستونزو د حل په اړه داسی فرمائي(والکاظمین الغیظ والعافین عن الناس) (سورة آل عمران الآیة ۱۳۴).

په کورني ژوند کې زیاتره مهال خاند یامیرمن پر دې باندی نه پوهیږي چې غوښتنی ئی سره فرق لري، ولې چې طبیعتونه او عادتونه ئې سره مختلف دي، او بل داچې کورنی چاپیریال د دفتري چاپیریال سره ډیر توپیر لري. اوس که ددوی تر منځ فرق ونشي نو طبیعي ده چې ستونزې به رامنځ ته شي.
نو دا به هیڅ معقوله نه وي چې د بشر ي طبیعتونو ترمنځ دې اختلاف نفې شي، او د ټولو غوښتنې او عادتونه دې سره یو شان شي، او سره هیڅ اختلاف دی ونه لري.

تاسې به په نړۍ کې هیڅ کله هم داسې یوه ورځ نه وي لیدلي چې ټول خلک دی یو رنګ لباس واغوندي ، او ټول خلک دی یو ډول خواړه وخوري.
په هر صورت!

د دی ټولو پر ځای غوره به داوي چې د ستونزو د حل په لاروچاور باندی لږ فکر وشي.

د تندخوئی او عصبانیت څو مهم سببونه!

۱: ددیني انګیزی کمزوري.
۲: پر خپل ځان باندی بې اعتمادي.
۳: د (الرجال قوامون علی النساء ) په مبارک آیات کې د قوامیت په سمه معنا باندی نه پوهیدل.
۴: په نا امنه سیمه کې ژوند کول، چیرته چې تل اخلاقي فساد خپریږي.
۵: د خاوند او میرمنی تر منځ د طبیعتونو نابرابرښت.
۶: د میرمنی سرغړونه او بی پروائي.
۷: دائمي کرکه او عناد.
۸: اقتصادي کمزوري او روحي فشارونه.

دا او دیته ورته نور لاملونه که ورته ځیر نشۍ کیدلای شي، له تاسی څخه خوږ ژوند پټ کړي، او د اختطاف ګرو په څیر مو ژوند کې تراژیدیو او شخړو ته لاره هواره کړي، او ترمنځ مو د اختلاف لمبی بلی کړي.

اوس مو که چیری په ګډ ژوند کې څه ستونزه را منځ ته شوه ، مخکی له دی چې یو پر بل د قهر چیغی پورته کړۍ ښه به دا وي چې د خبرو اترو له لاری دا ستونزه حل کړۍ ،او ددی لپاره یو مناسب وخت وټاکۍ.

د قهر او تندخويی د کنترول مهمې لارې!

په کورني ژوند کې داسې غمیزې او تر خې پیښې به تاسی هم لیدلي وي، چې له کبله ئې دخاوند او میرمنې تر منځ اختلاف زیات شوی وي، او کله کله دا بې اعتمادي تر دی بریده ورسیږي چې خاوند او میرمن دواړه یو بل د خپلی نیکمرغۍ قاتل ګڼي، او په خواشینۍ سره شپی سبا کوي.

اوس به یوه شیبه لږ فکر وکړو، او د پوورتنیو پیښو دسببونو اصلی لاملونه به ولټوو…

په پای کې به ومومو چې زیاتره مهال د کورني اختلافاتو اصلي لاملونه د خاوند او میرمنی تر منځ ګونګ وي، او ډیر ځله د دغه خواشینونکو پیښو اصلي لاملونه هغه څه نه وي چې دوی ور ته په ظاهره کې ګوري… خو کله چې د پیښې اصلي لامل په ډاګه شي بیا پر خپل کار خواشینی وي.

د همدی کورني اختلافاتو له کبله د خاوند او میرمنی تر منځ د زوجیت رسۍ په شلیدوشي، او د خواږه ژوند تر منځ ئی کله کله واټن دومره په زیاتیدو شي، چې پر طلاق تمامه شي.

د حل لاری:

د تندخوئی او عصبانیت پر مهال تاسې کولای شۍ چې له دی لارو څخه ګټه پورته کړۍ :
۱: بهترینه لاره ئی دا ده چې دهغه چا پر وړاندی سکوت اختیار کړۍ، څوک چې پر تاسې باندې په قهر دي، او هڅه وکړۍ چې هیڅ دول عکس العمل ښکاره نه کړۍ.
۲: که په دغه ځای کې دخپل موجودیت ضرورت نه احساسوۍ، نو بهتره دا ده چې دغه ځای پریږدۍ.
۳: حوقله یا( لاحول ولا قوة الا با الله )ووائی.
۴: اودس وکړۍ.
۵: سپور ت پیل کړۍ، ولی چې د ورځې په اوږدو کې سپورت کول په انسان کې حلم او زغم ته وده ورکوي.
۶: فرعي اختلافات شاته وغورځوۍ، همدا اوس او له همدې شیبې پریکړه وکړئ چې خپل صمیمانه ژوند به پرمخ بیایۍ .

دا او دیته ورته نورې لارې کیدلای شي چې ستاسی په آرامتیا کې اغیزمنی تمامې شي. خو که چیرته بیا هم مو زړه آرام نشو، نو بهتره به دا وي چې دخبرو له لارې په ډیرې آرامتیا سره د اصلي لامل په اړه پوښتنی پیل کړۍ، تر څو یوې مطلوبې نتیجې ته ورسیږۍ.

یوه بله خبره چې د یادولو وړه ده، دا ده چې دا یو ناسم فکر دی چې عصبانیت او تندخوئي ستاسې ارثی خاصیت دی، چې په هیڅ وجه تری نشی خلاصیدلای!
بلکې په دې باور ولرۍ چې تندخوئی او غصه یوه مهلکه بیماري او یو ویجاړونکې کلنګ دې چې ستاسی د محبت دیوالونه نړوي، او تاسی په تمرین سره کولای شۍ له غصی(چې په حقیقت کې د زړه او دماغزو تر منځ یو کشمکش وي) ځانونو ته نجات ورکړۍ .

په دې اړه د ارواپوهنی(روان شناسۍ)استادان وائي: که غواړۍ چې خپل قهر کنترول کړۍ ، نو د هری ورځې په پای کې له ځانه سره محاسبه پيل کړۍ، او د ټولو هغو مواردو چې تاسی په قهر شوي یاست په یوه لست کې یادونه وکړۍ، بیا هغه پیښی چې اصلا ددی وړ نه وي چې تاسی پری قهر وکړۍ، له نورو څخه جدا کړۍ.

لری نه ده چې په دی کار سره به په تاسی کې یو جذري بدلون راشي، او یو داسې مینه پال شخص به درڅخه جوړ شي چې ټول ټولګیوال، بلکې ټوله ټولنه او دوستان به در سره مینه اومحبت کوي، او همدلته ده چې ستاسې سوکاله ژوند به پیل ښي .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب