په مسجد کې سوال غوښتل

سوال کول او خيرات غوښتل په خپل اصل کې بې له ضرورت او اړتيا څخه ناسم کار دى او اسلام خپل پيروان له دې کار څخه منع کړي دي او دې ته يې هڅولي دي چې کار او کسب وکړي او د کار او کسب په وسيله حلاله روزي لاس ته راوړي، رسول الله صلى الله عليه وسلم په دې اړه داسې فرمايي: “ان الله يحب العبد المحترف” الله تعالى کسبګر بنده خوښوي او په يو بل مبارک حديث شريف کې چې بغير له ابوداود څخه نورو ټولو صحاح ستة روايت کړى دى فرمايي: “لأن يحتطب أحدكم حزمة على ظهره خير له من أن يسأل أحداً فيعطيه أو يمنعه” يو ستاسې ته دا غوره ده چې په خپله شا لرګي راوړي له دې نه چې د بل چا نه سوال وکړي او هغه يا يو څه ورکړي او يا يې ترې منع کړي.

نو هر هغه روزي او مال چې د کار په وسيله لاس ته راشي، ارزښت او اهميت يې د هغې روزۍ او مال په نسبت زيات دى چې د سوال کولو په واسطه لاس ته راشي، مګر په ځينې خلکو داسې حالت هم راځي چې نشي کولاى د کار او کسب په وسيله حلاله روزي وګټي، نو دې ته مجبوريږي چې سوال وکړي او په دې وسيله روزي پيدا کړي، نو داسې کسانو ته اسلام اجازه ورکړې چې د خپل ضرورت په اندازه سوال وکړي او روزي ترلاسه کړي.

ځينې علماء په دې اند دي چې د ضرورت په وخت کې سوال کول په مسجد او د مسجد نه د باندې يو حکم لري، په کوم حالت کې چې د باندې سوال کول سم نه دي، د مثال په توګه د ضرورت نه بغير سوال کول او دا د ځان لپاره يوه حرفه او کسب جوړول، نو په دې حالت کې په مسجد کې هم سوال کول ناسم کار دى او که يو کس واقعاً محتاج وي نو هغه چې د مسجد نه د باندې سوال کولاى شي، همدارنګه کولاى شي چې د مسجد په داخل کې هم سوال وکړي، خو لازمه ده چې د مسجد او لمونځ کوونکو مراعات وکړي، خپل آواز او فرياد دومره اوچت نکړي چې د هغو کسانو چې په مسجد کې لمونځ، تلاوت او يا ذکر کوي مزاحمت وکړي او يا د خلکو په اوږو پښې واړوي، بلکه دا کار به په ډېر احتياط سره کوي او بيا به له مسجد څخه وځي، دا ډله علماء د رسول الله صلى الله عليه وسلم په دې مبارک حديث شريف باندې دليل نيسي: “عن عبدالله بن ابي بکر الصديق رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: هل منکم من احد اطعم اليوم مسکينا؟، فقال ابوبکر: دخلت المسجد فاذا انا بسائل، فوجدت کسرة خبز في يد عبدالرحمن فاخذتها فدفعتها اليه” د ابوبکر الصديق رضي الله عنه له زوى عبدالله رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: آيا نن ورځ چا کوم مسکين ته طعام ورکړى دى، نو ابوبکر الصديق رضى الله عنه وويل چې زه مسجد ته داخل شوم نو له يو سوالګر سره مخامخ شوم نو د عبدالرحمن په لاس کې مې يوه ټوټه ډوډۍ وليده، ترې وامې خيسته او دې مسکين ته مې ورکړه..

او ځينې نور علماء وايي چې په مسجد کې سوال کول حرام دي او هغوى د رسول الله صلى الله عليه وسلم په هغه احاديثو استدلال کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په مسجد کې د دنيا کارونه منع کړي لکه چې فرمايي” اذا رأيتم من يبيع او يبتاع في المسجد فقولوا: لا أربح الله تجارتك و إذا رأيتم من ينشد ضالة فقولوا: لا ردها الله عليك” رواه الترمذي.
کله چې مو څوک په مسجد کې وليد چې خرڅول او اخيستل يې کول نو ورته ووايئ چې :”ګټه دې ونکړې” يعنې “تجارت دې بې ګټې شه” او که مو وليدل چې چا د خپل ورک شوي شى اعلان کاوه نو ورته ووايئ چې الله تعالى يې دې درته پيدا نکړي.

او په نورو روايتونو کې دا لفظ هم شته “چې مسجدونه د دې کارونو لپاره نه دي جوړ شوي” بلکه د الله تعالى د عبادت لپاره جوړ شوي دي.
نو دغه ډله علماء هر دنيايي کار په نوموړي حديث شريف کې په ذکر شوو شيان قياسوي.
درېيمه ډله علماء وايي: چې په مسجد کې سوال غوښتل ناروا خو ورکړه جواز لري، يعنې سوالګر ته جواز نشته چې د مسجد په داخل کې سوال وکړي، بلکه که څوک په مسجد کې محتاج انسان وويني نو کولاى شي صدقه او خيرات ورکړي.

د سوال غوښتلو دويم صورت دا دى چې غريبان امام ته ورشي او امام د هغوى په حق کې له خلکو څخه سوال وکړي او يا امام د يو اجتماعي کار لپاره د خلکو څخه غوښتنه وکړي چې د دې کار لپاره پيسې جمع کړي، نو دغه صورتونه د ټولو علماؤ په اتفاق سره جواز لري او په دې اړه له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه احاديث را نقل شوي دي، رسول الله صلى الله عليه وسلم د تبوک د غزا لپاره د صحابه کرامو څخه د لښکر د تيارولو او آماده کولو په غرض غوښتنه وکړه چې د خپل توان مطابق په دې لاره کې کمک وکړي، نو هر چا د خپل وس مطابق په دې چنده کې برخه واخيسته، همدارنګه د يو قوم څه کسان رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغلل چې د غربت له وجې يې جامى يې شلېدلى او پښې ابله وو، نو کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دغه حالت وليد نو رنګ يې تغير شو او خطبه يې وويله او له صحابه کرامو څخه يې د دې خلکو لپاره چنده وغوښتله، نو هر چا د خپل توان مطابق له دې خلکو سره مرسته او کمک وکړ.

له دې تفصيل څخه د اوسني حالت په نظر کې نيولو سره دا نتيجه اخلو چې ښه خبره داده، چې پايد د ريښتيني محتاج او غير محتاج په منځ کې بايد توپير وشي او هغه کسان چې واقعاً محتاج او ضرورتمند وي، نو هغوى سره بايد کمک او مرسته وشي او د دې لپاره ښه لاره دا ده چې هر سوالګر ته په مسجد کې د سوال کولو اجازه ورنکړل شي، تر څو د خلکو مزاحمت ونکړي، بلکه دا کار د امام تر اجازې پورې وتړل شي او سوالګر په دې وپوهول شي چې کله مسجد ته داخليږي او سوال کوي، نو بايد امام ته ووايي، چې له خلکو څخه د هغه لپاره د کمک غوښتنه وکړي او امام بايد کوښښ وکړي چې ريښتينى ضرورتمند له مسلکي سوالګر څخه تشخيص کړي او د هغه لپاره د خلکو څخه مرسته وغواړي او هغه کسان چې دا کار يې خپل کسب ګرځولى وي او سوال کولو ته کوم ضرورت او اړتيا نلري، له دې کار څخه منع شي او هغوى په دې وپوهول شي چې دا کار جواز نلري او رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه کسان زيات توبيخ کړي چې بې اړتيا او ضرورته سوال کوي، چې د قيامت په ورځ به يې د مخ پوستکى نه وي.

نو کېداى شي په دې طريقه سره له يوې خوا د ضرورتمنو او اړو کسان ضرورت پوره او له بلې خوا به د مسلکي سوالګرو مخنيوى وشي، چې دا به په ټولنه او په ځانګړې توګه په مسجدونو کې د يو نظم سبب وګرځي.
والله اعلم

ليکنه: مجيب الرحمن منصور

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب