له چا څخه سوال مکوه! (حدیث)

عَنْ عَوْفٍ بنِ مَالِكٍ الأشْجَعِيِّ رَضِي اللهَ عَنْهُ قَالَ: كُنَّا عِنْدَ رَسُوْلِ الله صلى الله عَليْهِ وَسَلَّمَ تِسْعَةٌ أَوْ ثَمَانِيَةٌ أَوْ سَبْعَةٌ فَقَالَ: ” َالا تُبَايِعُونَ رَسُوْلَ اللهِ؟” وَ كُنَّا حَدِيْث عَهْدٍ بِبَيَعْةٍ فَقُلْنَا: قَدْ بَايَعْنَاكَ يا رَسُوْلَ الله؟؛ ثُمَّ قَالَ: أَلا تُبَايِعُونَ رَسُوْلَ اللهِ؟” فَقُلْنَا: قَدْ بَايَعْنَاكَ يَا رَسُوْلَ اللهِ، ثُمَّ قَالَ: أَلا تُبَايِعُونَ رَسُوْلَ اللهِ؟” فَقُلْنَا: قَد بَايَعْنَاكَ يَا رَسُوْلَ الله، فَعَلامَ نُبَايعُكَ ؟ قَالَ: “عَلَى أَنْ تَعْبُدوا اللهَ؛ وَلا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئاً، والصَّلوات الْخَمْسِ، وَ تُطِيْعُوا، وَ أَسَرَّ كَلِمَةً خَفِيَّةً؛ ولا تَسْأَلُوا النَّاسَ شَيْئاً” (فَلَقَدْ رَأَيْتُ بَعْضَ أُولَئِكَ النَّفَرِ يَسْقُطُ سَوْطُ أَحَدِهِمْ فَمَا يَسْأَلُ أَحداً يُنَاوِلُهُ إِيَّاهُ) ” رَواهُ مُسْلِمٌ.
ژباړه: عوف بن مالک رضي الله عنه وايي مونږ اوه ، اته يا نهه کسه د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره ناست وو چې مونږ ته يې وفرمايل ايا تاسو د الله تعالى د رسول سره بيعت نه کوئ؟ مونږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره تازه بيعت کړى وه مونږ وويل مونږ خو له تا سره بيعت کړى دى اى د الله تعالى رسوله! بيا يې مونږ ته وفرمايل: ايا ما سره بيعت نکوئ؟ مونږ ورته وويل: مونږ خو له تاسره بيعت کړى دى هغه بيا وفرمايل آيا ما سره بيعت نکوئ؟ مونږ وويل مونږ خو له تاسره بيعت کړى دى مونږ  په کوم شي له تاسره بيعت وکړو؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: دا چې تاسې به يواځې  د الله تعالى عبادت کوئ له هغه سره به شريک نه نيسئ پنځه وخته لمونځ به په پابندئ سره کوئ او زما خبرى به منئ او لږ په کراره يې وفرمايل: له خلکو څخه به سوال نکوئ بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: بېشکه ما په خلکو کې داسې کسان لېدلى دي چې تازيانه يا قمچېنه ورڅخه پريوتلى خود چا څخه د هغې د راپورته کولو سوال يې ندى کړى بلکه پخپله يې را پورته کړي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب