په مسجد کې د دنیاوی خبرو کولو حکم څه شی دی؟

سوال :-دی پښتنـو رواج ده چـــی په جماعـــتونو کی منـــجلسونه کوی او دی مهمان خانو په شکل يي استعمالوی دپښتنو د دغه عمل حکم څه ده او د الله تعالی ددی ایات مطلب څه ده ؟ وان المساجدلله فلاتدعوا مع الله احدا، مســجدونه دی الله تعالی کورونه دی تاسو مه بولی په مسجدوکی دالله تعالی نه سواء بل هیــــڅوک ؟
ځواب :-په جماعتونوکی دنیاوی خبری کول بعضی کتابولکه خــزانة الفقه حرام بللی اوهمدارنګه په بـــعضی احادیــــثوکی په دی باره کی ډیرســـخت وعیدونه راغلی اودی ذکر شوی ایات په باره کی تفسیراحمدی لیکی چی ددی ایات ډیرتفسیرورنه راغلی خو واضح تفسیريي داده چی دایات نـازل شو لپاره دمنع کیدودی خبرو دینوی وو په مسجد کی له جهته د تعظـمه دی مسجد ځکه چی دا دی الله تعالی کورونه دی لهذا تعظیم يي پکارده نولایق له هغه چاسره چی دی الله تعالی اودی رسول الله ﷺ اطاعت کوی داده چی په مسجدکی صرف عبادت اوذکرووکړی نه بل شی . انتهی
سوال :- دی سنتو ځایــــونـــه چی نن صباله مســـجدوسره جوړیږی که په دی کښی دنیاوی خبری کیږی دابه هم جائزنه وی لکه په جماعت کی ؟
ځواب :- دی سنتو ځایونه چونکی دی مسجدپه نیت نه جـــوړیـــږی بلکی له اوله دی مجلس لپاره په نظرکی نیول شوی وی لهـــذادی سنتوځـــایونه دی مسجدو حکم نلری خو چونکی دا منجلسونه دی مازدیګر او ماښام ترمنځ کــــیږی اودی سهـــرپه وخت کی له لــمانځه نه ورسته کوم چی داډیـر دبرکت وختونه دی اول خوپه دی وختوکی پټه خوله کښیناستل هم دذکـــر په شان ثواب لری نوپټـــه خوله کښیـــناستل پکاردی اوکـــه خبری کوی نو مناسبه داده چی له بیهوده اوبیکاره خبرونه پرهیــــــزوکړی ځکه چـــی نبی ﷺ فرمايي ومن لم یقل خیراً فلیصمت یعنی څـــوک چی دخیرخبری نکوی نـــو پټه خوله دی کښینی 

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب