په لنډیو کې د پښتنو خویونه

لنډی دې پښتنو هغه خوراادبي پخوانی تراث دی چې دې دوی له پیدایښت سره پیل شوی دی،او دې دوی دې زړورتیا وښوخویونواو انساني لوړولوړو  ستاینودی انعکاس خورا پاکه هنداره شمیرل کیږي، چې دې دوی نازک احساس وفاداره شعورانساني الفت او دې حق په خواکې دریدل له ورایه پکښې ښکاره کیږي، دوی وایې:

1  / په زړه ورتیاکې سیالي دې دوی هغه ستاینه ده چې دې زمریانو له کړو وړو سره سمون لري.

پښتانه واړه شنه زمريان دي
چې ځای يې راشي په سيالۍ تورې وهينه

2  / بیلوالي،بدلیدنه، خوابدي ولریوالی دې پښتنو بنسټي واصلي خوی وخصلت نه دی، دې دوی اصلي ښه خوی یوالی دی،مګر اغیارله ډیرولرغونیو پیړیو را په دې خوا په دوی کې دې بیلوالی وبې اتفاقی ځړی کرلی دی، او دوی هم په دې باندې پوهیږي نو ځکه وایې.

پښتانه واړه سره يو دي
ورک دې نفاق شي چې به دوی جلاکوينه

3  /داچې دې پښتو ږبې دې ورکیدو په لاره کې دې پښتو او پښتنو دښمنانو هرمهال هلي وځلې کړي دي،او پښتنوله ناپوهیو وبې وزلیوسره سره دې هغوئ څه ناڅه مخ نیوی کړی دی،او په دې لاره کې یې ډیررنځونه تیرکړي دي، خو دې اغیارپولکونه دې پښتو په سندان نه دې بس شوي، نو ځکه هرپښتون په راتلونکو پښتنو باندې پښتو ږبه امانت ورسپاري

پښتوکوه که ته پښتون يې
ماپرپښتوباندې ګاللي دي غمونه

4  /دې شملوتاوه ول، لوړه ول،کږه ول..یوازې دې پښتون قام دود دی،او دې دوی دې زړه ورتیا وغیرت وبرم نښه ونښانه ګتل کیږي، دې دوی دې شملو کږه ول دښمنانو ته لکه دې زمریانو دې بریتو تاوه ول چې ګیدړانوته وي،چې کږول یې په دښمن تالارجوړه ول وي

پښتنوبيا شملې کږې کړې
پردښمنانوبه بيا جوړکي ناتارونه

5  /داکومه نوي خبره نده اودې نړۍ تاریخونه په دې باندې شاهد دې چې پښتانه غښتلي،زړه ورومیړني خلک دي،اوهیواد یې دې یرغملوګور ومقبره

پښتون به ولې تورې نه کا
چې دمېړانې نوم يې تللی په ملکونه

6  /له ازل ودې پښتون له پیدایښت سره دې پښتون په ټنډه باندې لیکل شوي،چئ زړه ور وتوریالی به پیداکیږي او میړه نی وتوریالی به مړکیږي

پښتون په توره کې پيدا دی
په توره لوی دی هم به مړپه توره شينه

7  /که پشتون غښتلی ومیړه نی دی، نو پښتنه خوریې هم له ده څخه کمه نه ده، کله چې دې عزت دې جګړې په میدان کې شهید شې، نو پښتنې له ډیرې ویاړنې څخه دې هغه په پاکووینو باندې خالونه ږدي

پښتون دجنګ په ډګرمړشو
پښتنې نجونې يې په وينو ږدي خالونه

8  /دې پښتونستان بیلیدل دې هرپښتون په زړه کې خنجردی،او هرپښتون یې دې ازادی په لاره په سرورکولو باندې بخیلي نکوي.

پښتونستان کې غلغلې شوې
ځلميان ټولېږي په وطن سرورکوينه

9  /داخو تاریخي ږمنه ده چې پښتونستان به جوړیږي،ځکه دې پښتنو ځمکه ده،جوړیدل یې دې پښتنو ږوند دی،اوورانیدل یې دې هغوئ مرګ  دی.

پښتونستانه اباد اوسې
څوچې پښتون په دنيا وي تابه ساتينه

10   /دې پښتنو له ښو دودونو څخه دې هغوئ ټینګه ایمانداري ده،وایې چې مړمې کړې سرتورمې مه کړې،دلته سرتوري له لوي څښتن څخه په دوعاکې په مرګ باندې دې باننګه ږوند غوښتنه کوي

پښتنوخدای ته سرسرتورکئ
چې خپل کرم دننګيالي ملګری کړينه

11  /هرپښتون دې پښتني میني دې ساتلو په لاره کې دې سرومال قربانولوته تیاروي،ترڅو چې پښتانه په پښتني مینې سره یوشي

پښتنوسرومال قربان کړئ
چې خپله مېنه موپردۍ نه شي مينه

12  /همدا دې پښتنو پیغلو وطني جذبات وو چې دې انګریزانو په ماتیدوکې به یې په هره جګړه کې ترتورو وهلو څخه ډیره برخه اخستله

پښتنې پېغلې خوشالي کا
چې ځلميان کاندي دانګرېزسره جنګونه

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

لیکوال /علي خان صا في

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب