په لمانځه کې توجه بل خوا ځي، څه وکړو؟

که په لمانځه کې فکرونه درځي‌، دا لارې چارې عملي کړئ!

١- مخکې د لمانځه څخه کينۍ او لږ ذکر وکړئ ، او يا د قرآن کريم تلاوت وکړئ، چې زړه او روح مو د اللهﷻ د عبادت علاقه مند شي.

٢ – د لمانځه څخه وړاندې داسې وانګېرئ چې ممکن دا زما وروستنی لمونځ وي.

٣ – له ځان سره ژمنه وکړئ چې لمونځ به په عاجزۍ او پرته له هوش پرکۍ ترسره کوم.

٤ – تصور وکړئ چې د يو پياوړي او توانا ذات په وړاندې ولاړ او له هغه سره خبرې کوٸ.

٥ – په لمانځه کې ډيره پاملرنه په عاجزۍ وکړئ او خپل ځان د هغه رب په وړاندې حقير او محتاج احساس کړئ.

٦ – آهسته او په آرامتيا سره د لمانځه کلمات ولولٸ.

٧ – هر هغه څه چې په لمانځه کې لولۍ معنا ته يې پام وکړئ.

٨ – مخکې له لمانځه که وږي يا تږي ياست يو څه وخورٸ، ترڅو په لمانځه کې ستاسو د بيړې سبب نشي، خو کوښښ بايد وشي چې په ماړه نس لمونځ ونشي.

٩ – په ارام او يوازې ځاى کې لمونځ وکړئ.

١٠ – د لمانځه په ځاى کې بايد مخې ته مو انځور، ټلوېزيون او داسې شى، چې د پام وړ ګرځي، نه اوسي.

١١ – کوښښ وکړئ د رب عاشق اوسئ ځکه عاشق د معشوق سره د اندکه خبرو کولو لپاره هم شېبې شماري.

١٢ – حلال لاس ته راوړئ او حلال وخورئ.

١٣ – دا ذکر ډير واياست (لااله الا الله محمد رسول الله) .

١٤ – مرګ له ياده مه باسئ، ځکه همدا مرګ دى چې انسان د غفلت له خوبه ويښوي او همدا مرګ دى چې د انسان نفساني خواهشات وژني.که مو لوستلی وی نو کمینټ کی جزاک الله ولیکی

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب