په لاندې لسو لارښوونو د خپلې مېرمن زړه تر لاسه کړئ

موږ ټول له خپلو مېرمنو سره مينه لرو او پرې خپه کيږو، دغه شان به دا هم راته معلوم وي چې د يوه کس زړه څنګه تر لاسه کيږ خو پدې ليکنه کې چې څه لولئ شايد ستاسې له تجروبو او زدکړو سره متفاوت وي . په همدې دوو جملو ( مينه درسره لرم ) او ( درباندې خپه کيږم ) کولی شو چې د خپلې مېرمن زړه لاسته راوړو.

مګر له يو څه وخت وروسته دا جملې تکرار کيږي او تکرار داسې څه دي چې د هرڅه خوند او هميت کموي، نو تاسې کولی شئ پاسنې جملې کله ناکله وکاروئ.

خو د خوښۍ ځای دادئ چې تاسې د خپلې مېرمن د خوشاله کولو لپاره يوازې دې دوو جملو ته اړ نه ياست، نورې اغېزمنې او جالبې طريقې هم شته، چې پر مټ توانېږئ خپله مېرمن وستايئ او ورته وواياست چې تاسې ته څومره اهميت لري .

په همدې موخه تاسې ته دلته لس لارې چارې وړاندې کيږي چې د هغو په کارولو کولی شئ خپلې مېرمنې ته خپل ځان د نړۍ جذاب ترين کس ښکاره کړئ .

۱ ـ په اړه دې فکر نه شم کولی .

دغه ستاينه معمولا هغه وخت زياته اغېزمنه ده چې تاسې له کور او مېرمنې لرې په کوم بل ځای کې و اوسئ، دا جمله ستاسې مېرمن ته دا فکر ورکوي چې په هغې پسې څومره خپه ياست او دغه راز په دوی کامل باور لرئ چې د ژوند او ماشومانو چارې بېله تاسې هم سمبالوی شي. اړتيا نشته چې دا جمله ( له تا خاطر جمع يم ) ورته تکرار تکرار وواياست او هغې ته فکر ورکړئ چې ګويا بل هېڅ خبره نشئ کولی . تاسې همدا خبره په لږ اوږده ډول داسې هم ويلی شئ : په ما د څه کړي چې دومره ډاډه يم .

۲ ـ چې تا ووينم تحريک شم

دا جمله ويل او د خپلې مېرمن سترګو ته کتل د هغې لپاره تر ګردو غوره ډالۍ ده، که چېرته کولی شئ د دې جملې (ولې) او ( څنګه ) هم ورته واضح کړئ نو تاثير به يې په مراتبو نور هم لوړشي.

مثلا ورته ويلی شي چې په دې جامو کې زياته ښايسته ښکارې، يا چې کله زنګ راته ووهې او پوښتنه مې وکړئ زړه مې درته را وخيژي … پدې خبرو به وهڅيږي چې ستاسې پوښتنه زياته وکړي او په خپلو خبرو پام وساتي .

۳ ـ له تاسره مې د نارینتوب احساس ډېريږي

ددې جملې په ويلو خپلې مېرمنې ته دا فهم ورکولی شي چې د هغې ښځتوب ته اهميت ورکوي او په ذهن کې نور خراب خواهشات نلري.

که بيا تاسې له هغې واورئ : (په ريښتيا ماته دومره هوسيږې؟) ستاسې جذبه به ممکن نور هم زياته شي ، ددې کار يوه ګټه هغه کسانو ته هم رسيږي چې معمولا په جنسي اړيکو کې له ستونزو سره مخ دي.

۴ ـ څومره نېکمرغه يم چې ته مې ژوند ته راغلې يې

شايد نه پوهيږئ چې ددې جملې اورېدل د هغه چا له خولې چې مينه ورسره لري څومره اغېز لري . دا يوه ښايسته لاره ده چې پرمټ يې کولی شي هغې ته په ډاګه کړئ چې تاسې ته څومره اهميت لري .

دغه سياينليک کولی شئ زيات وکاروئ، کله چې هغه هر ځل ستاسې لپاره يو ښه کار تر سره کوي، کله چې ستاسې سره خبرې کوي… همدا خبره وکړئ او خپل وخت لاښه تېر کړئ .

۵ ـ بېهوښه کوې مې

دغه ستاينه که په مناسب لحن وويل شي، کټ مټ هغه مفهوم رسولی شي چې ګواکي مېرمنې مو په ځان پسې بېهوښه کړي ( لېوني) کړي ياست. که فکر کوئ چې په خپله مېرمن مړه او ژوندي ياست، نو ضرور همدا جمله ورته ووايئ .

۶ ـ په تاکې د ښکلا کمی نشته

دا ډېره خوږه ستاينه نده چې مېرمن ته يې ووايو! خو ددې جملې د ويلو وخت بايد در معلوم وي، دا جمله په خاصو مواردو کې وکاروئ او په ويلو مه شرمېږئ . مثلا هغه وخت ورته وواياست چې تاسې ته خاندي او يا يې ستاسې د خوښه خواړه تيار کړي وي .

۷ ـ هېڅ څوک ستا په اندازه خوشالي نشي راکولی

په دې ستاينه، خپله مېرمن له هغو ښځو سره پرتله کوئ چې ددې له شتون مخکې ستاسې په خيالونو کې وې او ترهغه ټولو يې لوړه بولئ، واقعيت دادی چې ښځې د خپل فطرت له مخې په خپلو منځو د ښايست د سيالۍ يو قوي احساس لري. نو که تاسې ورته په ډاګه کړئ چې هغه ستاسې لپاره ترګردو مناسبه او وړ مېرمن ده په اصل کې هغې ته يوه په زړه پوره تحسين نامه ورکوئ.

۸ ـ ته تر هغو ټولو ښځو نازدانه يې چې تر اوسه مې ليدلې دي

داهم يوه لار ده چې تاسې د هغې له احساس سره همغږې خبرې کوئ. خو که دا خبرې په خاص وخت او مناسب لحن، غږ او احساساتو وويل شي اغېز يې يو په دوه کيږي.

دا جمله هم د هغې په شان (څومره نېکمرغه يم چې ته مې ژوند ته راغلې يې) زياته وکاروئ. تر څو ورته وښاياست چې څومره مينه ورسره لرئ . دغه راز دا جمله هغه وخت هم مناسب ده چې مېرمن مو يو نېک کار کړی وي .

۹ ـ ته بې جوړې يې

په ځينې ځانګړو فرصتونو کې کولی شئ چې ورته وواياست : (( آه د ماخدايه ، ته خو په ريښتيا بې جوړې يې او هېڅ کمی نلرې )) پداسې کولو سره هغې ته په زبات رسوي چې کوم کار ستاسې مېرمن کړی تاسې ته بېخي په زړه پورې او د منلو وړ دی، پدې ډول هغه نوره هم هڅولی شئ چې ورته نور ستاسې د خوښې کارونه انجام کړي. خو فکر مو وي چې دا جمله تر اندازې زياته ونکاروئ چې جدي يې ونه نيسي او مغروره نشي .

۱۰ هيله کوم دومره مينه ناکه مه اوسه

او بلاخره داچې تاسې کولی شئ پاسنۍ جمله (هيله کوم دومره مينه ناکه مه اوسه) هم وکاروي او د خپلې مېرمنې د مينې اندازه هغې تر حدودو زياته وښاياست . البته دا هغه جمله ده چې په بيخي زياته مينه دلالت کوي .

ښه اوس تاسې خپلو مېرمنو ته د مينې ښکاره کولو او ورکولو په لسو طريقو بلد ياست، چې هغې ته احساس ورکړئ مينه ورسره لرئ، يوځل بيا مرور پرې وکړئ، خاطر ته يې وسپارئ او دغه شان هره يوه طريقه په مناسب وخت وکاروئ .

خبردار !

يوه خبره بايد روښانه شي، هغه دا چې تاسې له خپلې مېرمن سره څومره مينه لرئ هماغومره د مينې احساس ورکړئ، داسې نه چې په زړه کې لږ در باندې ګرانه وي او په خبرو کې افراط وکړئ ، ځکه چې کېدای شي بيا ستونزې درته را ولاړې کړي .

مينه د خوړو په شان ده ، که مو مېرمن ته تر خپلې اندازې زيات خواړه ورکړئ ممکن معده يې په درد شي، که په هغې د مينې باران وکړئ شايد عادي شي او بې اهميته ورته وبرښي چې بيا به له دغه مينيز بارانه خوند نشئ اخستی . نو دې خبرو ته په پام لاړشئ خپلې مېرمنې خوشاله کړئ مګر افراط مه کوئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب