
په قيامت کې د قرآن پاک شفاعت او وکالت
عن أبي أُمامة قال: سمعت رسول الله صلی الله عليه وسلم يقول: «اقرؤوا القرآن، فإنه يأتي يوم القيامة شفيعًا لأصحابه، اقرؤوا الزهراوين: البقرة وسورة آل عمران، فإنهما تأتيان يوم القيامة كأنهما غمامتان أو غيايتان أو فِرقان من طيرٍ صوافّ، تُحاجّان عن أصحابهما، اقرؤوا سورة البقرة، فإن أخذها بركة، وتركها حسرة، ولا تستطيعها البطلة». (رواه مسلم)
ژباړه: د حضرت ابی أُمامه رضی الله عنه نه روایت دی چې ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه واورېدل، هغه ارشاد وفرمايل: قرآن لولئ، ځکه قرآن به د قيامت په ورځ د خپلو لوستونکو شفاعت وکړي. په ځانګړې توګه (الزهروين) یعنې دا دوه مهم سورتونه (البقره او آل عمران) لولئ، ځکه دا به د قيامت په ورځ خپل لوستونکی پخپل سايبان کې راونيسي، داسې به راشي لکه د وريځې ټوټه، يا سايبان، يا د مرغيو د ډلې په شان. دا دواړه سورتونه به د قيامت په ورځ د خپلو لوستونکو څخه دفاع کوي. او ويې فرمايل: لولئ سورت بقره، ځکه د دې حاصلول ډېر برکت لري، پرېښودل يې پښېماني ده، او اهل بطالت د دې طاقت نه لري.
د اهل بطالت نه مراد ساحران او جادوګر دي، يعنې څوک چې سورت البقره وايي، د هغه تلاوت ډېر برکت لري او د هغه په لوستونکي باندې سحر او جادو هېڅ اثر نه کوي.







