د نوح (ع) توپان | قرآن علمي اعجاز

د نوح علیه السلام توپان

اونوح مو دخپل قام لپاره ولېږه چې پنځوس کم زرکاله ددوی په مېنځ کې ؤ اوهغوی توپان ونیول ځکه چې ظالمان ول (العنکبوت ۱۴).

نوح (ع)  دخپل قام دلارښوونې لپاره ولېږل شو. خو دده قام له ده نه لرې والی وکړاوپه خپل شرک باندې ثابت پاتې شول . نوح (ع) په ډیر متانت سره خلک دیوه خدای بنده ګۍ ته راوبلل اوهغوی یی  دخدای له نیولو وډارکړل. خوبیاهم خلک له ده نه بېزاره شول. الله (ج)  نوح (ع) ته وویل چې دالله (ج) منکران به ډوب کړی اومؤمنان چې دحق دین یی قبول کړی هغوی ته به خلاصون ورکړی اوبه یی ساتی.

اوهغه کسان چې زموږ آیتونه یی دروغ وګڼل ډوب موکړل(الاعراف ۶۴).

اوکله چې دسزا ورکولو  وخت راورسېد دځمکې اوبه له سختو بارانونو سره یو ځای شوې اودسېلاولامل شوې، مخکې له دسېلاو راتلو الله (ج)  نوح (ع) ته وویل:
نو وحیه موورته کړه چې زموږ ترنظرلاندې بېړۍ جوړه کړه اوکله چې زموږ فرمان ورسېد او اوبه دځمکې له سوریو راووتلې په هغه (کښتۍ )کې له ځان سره له هرډول نه یوه جوړه اوخپل اهل واخله ،پرته له هغو کسانو چې مخکې دهغو په هکله درته ویل شوی دی اود ظالمانو له شفاعت نه ماته خبرې مه کوه چې هغوی ټول ډوبېږی. (المْْؤمنون 27).
پرته له هغو چې له نوح (ع) سره په بېړۍ کې ول نورټول ډوب شول ان دنوح (ع) زوی هم غرق شو چې دده اطاعت یی نه ؤ کړی اوغره ته تښتېدلی ؤ .

اووویل شول چې ای ځمکې اوبه لاندې یوسه اوای آسمانه باران بس کړه اواوبه وچې شوې اوامر پایلې ته ونه رسېد اوبېړۍ دجودی غره دپاسه ځای ونیو(هود ۴۴).
یاد شوی معلومات په قرآن کې چې دالله(ج) لاس نه خوړلی کلام دی له تورات اونورو سرچینو نه معتبره دی ، تورات چې تحریف شوی دی وایی چې توپان په ټوله نړۍ کې پېښ شوی ؤ، خو قرآنی آیتونه بیا داپه ډاګه کوی چې دنوح توپان په یوه ځای کې پېښ شوی اویواځې هغه قام چې نوح (ع) یی نه ؤ منلی هغه یی له مېنځه وړی. په قرآن کې هېڅ داسې نښه نشته چې له هغه نه په ټوله نړۍ کې دتوپان پېښېدل جوت شی .
اوموږ نوح دده دقام دلارښوونې لپاره ولېږه اویی ویل چې زه ستاسو لپاره ښکاره ډاروونکی یم(هود ۲۵).

(شعيب وویل) اى زما قامه ستا سو ضد له ما سره ددې لامل نه شی چې تاسو ته هم مصیبت ورسېږی کوم چې دنوح قام ته رسېدلی ؤ(هود ۸۹).
څه ډول چې وینو قرآن وایی چې یواځې د نوح (ع) قام له مېنځه تللی نه دځمکې په سره دهغه وخت ټول خلک .
په هغه ځای کې چې اټکل کېږی دنوح (ع) قام اوسېده، لرغون پېژندنې داجوته کړې چې یو ځواکمن توپان د عراق دخاورې دډوبېدو لامل ګرځېدلی اوتوپان په ټوله نړۍ کې نه دی  پېښ شوی.
“کله چې اوبه لږې شوې بېړۍ دجودی پروچه کېناسته “. دجودی کلمه دیوه غره له نامه نه اخستل شوې چې جودی نومیده په داسې حال کې چې جودی په عربی کې دلوړې سطحې یا غوڼډی په مانا ده. نو د توپان اوبه دځمکې ټیټې  برخې لاندې کړې اوتریوه ټاکلې کچې لوړې شوی . یعنې دځمکې دسر ټوله وچه اوټول غرونه یی نه وو نیولی.

د نوح د توپان لرغونې نښې

کله چې طبیعی پېښې ، جګړه اوټولیز مهاجرتونه دیوه مدنیت دله مېنځه تلو لامل ګرځېدلی وی  ، دهغه مدنیت نښې نښانې ساتل کېږی .ځکه دخلکو کورونه اواسباب یی ژر تر خاورولاندې خښېږی . اوپه هغه صورت کې چې په هغو لاس ونه لګېږی دډیرو مودو لپاره خوندی ساتل کېږی اودغه آثار دلرغون پېژندنې لپاره ښې نښانې وی

په اوسنې عصر کې تاریخ پوهانو اولرغون پېژندونکو د نوح د توپان په هکله  کره اوبشپړ مدرکونه موندلی . اټکل کېږی چې دغه توپان به درې زره کاله مخکې له میلاده دسیمې ټول مدنیت له مېنځه وړی وی. چې د دغه مدنیت آثار زرګونه کاله ترخاورو لاندې پاتې وو.

د دجلې اوفرات ترمېنځ دښتو کې ددغه توپان دڅېړنې لپاره ډیر کارشوی. کیندنې ددغه توپان آثار د عراق په څلورو ښارونو کې ښیی :  د ار ښار، د ارچ ښار، د کيش اوشورپاک ښارونه. کیندنې جوتوی چې دغه ښارونه درې زره کاله مخکې له میلاده توپان له مېنځه وړی.

د ار د ښار د مدنیت تاریخ چې د تل المقيار په نامه یادېږی اووه زره کاله مخکې  له میلاده اټکل کېږی . اودا د بشر د مدنیت له پخوانیو ځایونو څخه دی اونور ډیر مدنیتونه هلته رامېنځته شوی اوله مېنځه تللي .
لرغون پوهانو دخاورو دڅېړنې نه پوه شوی چې دلته داسې یو مدنیت وو چې دیوه ستر توپان له کبله له مېنځه تللی اوپرځای یی بیا په پړاویز ډول بل مدنیت رامېنځته شوی.  ليونارد وولى د انګلستان د موزیم اود پنسلوانیا دپوهنتون دکیندنولارښوونه  دبغداد اودفارس دخلیج ددښتو په مېنځ کې په غاړه درلوده، آلمانی لرغون پېژندونکی ورنرکلر دوولی دڅېړنو په هکله لیکی:

“د وولى څېړنې دسومریانو له معبد نه لری دیوه غوڼډی لاندې داسې کبرونه وموندل چې دکبرونو ترډبرینو تختو لاندې واقعی خزانې وې لکه ، ګران بیه پیالې ،ښکلی جکونه ، صراحیانې، دژیړو میزونه، دمرواریدو تختې لاجورد او سپین زر چې ترځمکې لاندې خښ شوی وو اودسازآلې په دیوالونو کې ځوړندې وی.

وروسته له څوورځو دوولی کارکونکو غږ وکړچې موږ دځمکې پرسطح یو، وولی هلته کوزشو ترڅو هغې سطحې ته ورشی اوځان ډاډه کړی ،وولی فکر وکړ اوپه پای کې … دادی: دځمکې سطح کې دسیند شګه وه ، هغوی هوډ وکړ چې کیندنو ته دوام ورکړی اوڅا نوره هم وکینی . بیل یی واهه ، درې فټه ،شپږفټه، لاهم خاوره اوپه پای له لسوفټولاندې خاوره پای ته ورسېده اوله هغو لاندې یی دانسان داوسېدو ځای وموند….”

د ار دښار په غونډی کې ددومره خاورې اوشګویواځینی لامل ډیرې اوبه  کیدلای شی چې ددوو مسکونی پوړونو په مېنځ کې حایل شوی. میکروسکوپیکو څېړنو ښوولې چې دغونډی لاندې دغه دخټو پوړونه دسېلاو له لارې جوړ شوی اودومره ستر اوپراخ دی چې دسومریانو مدنیت یی له مېنځه وړی . دګلمګش حماسې اودنوح د داستان نښې دواړه دعراق دصحرا په کیندنو کې وموندل شوی .

مکس مالوان د ليونارد وولى خبره تاییدوی چې داډول یو رسوبی پوړ یواځې د ستر اوناببره سېلاو له امله جوړیدلای شی. دغه راز وولی ددغې سیمې په  کیندنو کې  د ار ښارپاتې شونې دالعبید له ښاره چې اوسېدونکویی رنګین کلالی لوښی کارول تشریح کړی دی.

دغه حقیقتونه داجوتوی چې د ار ښار داسې یو ځای ؤ چې دسېلاو له امله بشپړ وران شوی . آلمانی لرغون پېژندونکی ورنر کلر هم ددغو کیندنو اهمیت بیان کړی . دی وایی چې دلرغون پېژندونکوڅېړنې ښېې چې دعراق په دغه سیمه کې یو ستر سیلاو پېښ شوی دی.

دعراق بل ښار چې دسېلاو له کبله له مېنځه تللی دسومریانو دکیش سیمه ده ، چې اوس دطال الاحمر په نامه یادېږی . دسومریانو پخوانی لیکنې دغه ځای وروسته له توپانه  دباچاهی ځای ثبت کړی دی. د شورو پاک ښار چې دعراق په سویل یا بین النهرین کې موقیعت لری اونن دطال الفرح په نامه یادېږی ، هم دیوه پخوانی سېلاونښې لری. دلرغون پېژندنې څېړنې چې په کال  ۱۹۲۰ – ۱۹۳۰ز کې د پنسلوانیا پوهنتون داريک شميد له خواسرته رسېدلی دغه کیندنې دخلکو داوسیدودرې پوړونه وښودل چې دماقبل تاریخ په وروستیو پړاوونو کې  د پاچایانو تر دریمې لړۍ پورې (۲۱۱۳ نه تر ۲۰۰۴ مخکې له ميلاده ) وې. ډیرروښانه موندنې دکوردجوړښت دادارې اسنادو په مخروطی لوحوباندې لیکل شوې کلمې وې چې دډیر پرمختللی مدنیت ښکارندویی کوی  چې څه ناڅه درې زره کاله مخکې له میلاده لرغون توب لری.

کله چې ددغو پوهانو نظرېې مطالعه شی روښانه کېږی چې یو ځواکمن توپان د۲۹۰۰ نه تر۳۰۰۰ مخکې له میلاده لګیدلی دی. دشمېرنو پربنسټ کله چې مالوان له څلورونه ترپنځو مترو شمید نومی ځای ورسېد نوهلته یی  دیوې ژېړې خټې چې شګو اوخاورو پورې رسېدله  دیوه سېلاو نښه ومونده . دغه پوړ دغونډې سطحې ته نږدې اوچارچاپېره لیدل کېږی چې دشمید دنظر مطابق دسمدت دپاچاهی دورته رسېږی .  بل ځای چې دسېلاو له لارې اغېزمن شوی د ارک ښاردی  چې دشورباک جنوب کې موقیعت لری . نن دغه ښار دطال الور په نامه پېژندل کېږی . لکه دنورو ښارونو په شان دلته هم ۲۹۰۰ نه تر ۳۰۰۰ کاله مخکې پورې دسېلاو نښې موندل شوی.
ددجلې اوفرات سیندونه عراق له یوه سرنه تربل سره پوری ویشی . داسې په نظرراځی  چې دتوپان په وخت کې دغه  دواړه سیندونه ډک شوی اوبه ترې زیاتې شوې چې له بارانونو  سره یو ځای یی ستر سېلاو جوړکړی .

دآسمان ورونه مو په چټکو بهیدونکو اوبوپرانستل اوپه ځمکه کې مو داوبو چینې روانې کړې څو په هغه امر چې ټاکلی  مو وو دواړه اوبه سره یو  یوځای شوې  (القمر 11-12).

کله چې دلرغون پېژندنې نښې وارزول شی څرګندېږی چې ټول بین النهرین دسېلاو اوبونیولی ؤ . د ار، ارک، شورپاک اوکېش ښارونودسېلاو پاتې شونې لاهم په ځان کې ساتلی چې ټول په یوه تګلوری کې قرار لر ی . دبین النهرین ځمکو له اوس  نه درې زره کاله مخکې له میلاده ډیر توپیر درلود . دفرات دسیند  داوسنی ځای په ختیز کې ؤ اود ار، ارک ، شورپاک اوکیش ښارونو له تګلوری تېریده نو ښکاره ده چې دفرات دسیند سېلاو په خپلو ساحلونو کې ښارونه له مېنځه وړی.

الله (ج) د  نوح (ع)  توپان اودهغه  پاتې شونې دځمکې په سر زموږ دعبرت لپاره پرایښی . دپیغمبرانو اوکتابونو له لارې یی ټولنو ته لارښوونه کړې . خو هرځلې دالله (ج) ویناوې خلکو تحریف کړی . خلکو نورې موضوع ګانې له خپل فرهنګ ، عقیدو اودودونو اخستی اوپه هغه کې یی نغاړلی اودنوح (ع) داستان یی مغشوش کړی. پاک قرآن له دې نه چې دالله(ج) کلام دی اوده یی په خپله دساتنې ژمنه کړې نو له همدې کبله دلرغون پېژندنې په هکله ډیر دقیق معلومات وړاندې کوی.

محمد شفیق حقپال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب