په غرب کې اسلام ته رابلنه، څو درسونه او حکمتونه
اسلام ته د خلکو د رابللو په سلسله کې د دعوتي اصولو په پام کې نیول زمونږ د هر د عوتګر ورور او خور یو مهم مسؤلیت دی، په ځانګړې توګه هغوي چې په غربي هیوادونو کې د کفارو سره یو ځای ژوند پر مخ بیايي دا او دېته ورته مقالو لوستل ورته ډېر اړین دي. استاذ قرضاوي په خپله دې لیکنه کې خپل یو لړ دعوتي تجربې او د جاپان خاطرې له مونږ لوستونکو سره شریکوي .
لیکنه: د. يوسف القرضاوي
ترتیب او ټولونه: محمد خالد ( ملکزی )
څنګه خلک له اسلام څخه زړه توري کیږي ؟
د اسلام سره د خلکو د مینې او لېوالتیا د زیاتولو په لړ کې هر دعوتګر ته ښايي چې د خلکو په روزنه او ښودنه کې له تَدرّج
( مرحله واره توګه ) او لوړې حوصلې څخه کار واخلي، ځکه دا د عقلمندۍ خبره نه ده چې ته د یو نوي مسلمان شوي تن څخه هغه ډول مطالبات یا غوښتنې وکړي کوم چې په اسلام کې د زېږېدلي او د هغه په غېږ کې د لوبېدلي مسلمان څخه ېې غوښتنه کیږي او دا شخص له هغه تن سره خورا تفاوت لري چا چې اسلامي کلتور او تقالید د خپلې کورنۍ او ټولنې څخه زده کړی وي .
له دې وروسته اسلام ته په بلنه کې بله تېروتنه چې تر سترګو کیږي دا ده چې یو لړ دعوتګر ورونه نوي مسلمان شوي تن ته سم د لاسه سر بېره پر دیني فرائضو، د سنتو، مستحباتو ، نوافلو او حتی مباحاتو په ترسره کولو سره امر ورته کوي او دا هم ورته وايي چې ته به له محرماتو سره سره د شبهاتو، مکروهاتو او کوچنیو منکراتو څخه هم ځان ژغوری او بیا ېې په دې کار کې ټینګ رانیسي او له ده سره هم داسې زیږ چلند کوي کوم چې مونږ ېې په ورځیني ژوند کې دیو ملتزم ( پابند) مسلمان سره کوو چا چې د خېر په چارو کې ډېر پړاونه شاته پرې ایښي وي او اوس خلکو ته غوره نمونه او بېلګه ګرځېدلی وي .
ما په جاپان کې پر یو لړ هغو دعوتګرو وروڼو تنقید او سخته نيوکه وکړه چا چې نویو او تازه مسلمان شوو خلکو ته تر هر څه دمخه د اسلامي شریعت درانده احکامات بیانول او پر دوي ېې د اسلام پراخه کړۍ راتنګوله او په فرضي عبادتونو سربېره ېې دوي په مباحاتو باندی بوخت کړي ؤ.
دا تر دې چې ځینو ملګرو ما ته وویل: اوس په جاپان کې د پخوا په څېر اسلام ته خلک زړه نه ښه کوي او دا ځکه چې دوي وايي : (( إِنّ دِيْنَكُمْ كَثِيْرُ التكالِيْفِ)).ستاسې دین خو زیات حُکمونه او عبادتونه لري. ما دوي ته څرګنده کړه چې: د دې کار بنسټیز سبب تاسې پخپله یاست او دا ستاسې ناسمه دعوتي تګلاره ده چې دوي ته په ښودنه کې د دې پر ځای چې دوي له اسلام سره آشنا کړئ، لا نور ېې هم ور څخه زړه توري کوئ.
نوي مسلمان شوي شخص ته د کبیره ګناهونو څخه د ځان ژغورلو ښودنه وکړئ ، نه د صغائروڅخه :
هغه ورونه چې نوي مسلمان شوو کسانو ته د دین ښودنې دنده پر غاړه لري، لازمه خو دا وه چې لومړی دوي ته د اساسي فرائضو ښودنه وکړي او بیا ورته دا هم ورڅرګنده کړي چې دوي به د مُنهیاتو( ناروا څېزونو ) په لړ کې یواځې د قطعي محرماتو څخه ځان ژغوري او بس، نه ده شبهاتو او مکروهاتو څخه، بلکه په ډاګیزه توګه سره ویلی شم چې: لومړی ښايي چې د کبائرو ( سترو ګناهونو ) څخه باید دوي ځان وژغوري، ځکه صغائر ( کوچني ګناهونه) خو په 5 وخته لمونځونو سره ازاله او رژول کیږي او د جمعې لمونځ، له یوې روژې څخه تر بلې روژې او د شپې تهجد او قیام…
دا ټول هغه عبادتونه دي چې دانسان د ګناهونو ګراف راکموي او ګناهونه ورڅخه رژوي. په دې اړه د مهربان پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم ) څخه په یو حدیث شریف کې راغلي دي چې صحیح حدیث دی: (( الصّلواتُ الخَمْسِ، وَ الْجُمْعَةُ إِلَى الجُمْعَةِ، وَ رَمَضَانَ إِلَى رَمَضَانَ: مُكَفِّراتٌ لّما بَيْنهُنّ إِذا اجْتُنِبَتِ الْكَبائِرُ)). (1).
ترجمه: پنځه وخته لمونځونه او له یوې جمعې څخه تر بلې او له یوې روژې څخه تر بلې روژې پوری که چیری کبیره ګنانونه ېې تر منځ تر سره نه شي؛ نو [ دا ټول عبادتونه ] د ګناهونو رژونکي دي. او په دې اړه قرآنکریم مونږ څومره ښه پیغام لري چې فرمايي: { وَأَقِمِ الصَّلاَةَ طَرَفَيِ النَّهَارِ وَزُلَفًا مِّنَ اللَّيْلِ إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ } [هود: 114] .
ترجمه: او لمونځ د ورځې په دواړو طرفونو ( سهار او د شپې لمونځ ) او د شپې په ساعاتو کې ( د تهجد ) لمونځ په ښه توګه تر سره کړه، بېشکه چې حسنات ( ښېګڼې ) د سيئاتو ( د بدیو چې صغیره ګناهونه وي ) له منځه وړونکي دی.
تر دې هم جالبه دا ده چې قرآنکریم له کبیره ګناهونو څخه ځان ژغورونکي انسان ته ډاډ ورکوي چې د ده صغیره ګناهونه به رژول کیږي او دا هم په دې شرط چې له کبیره ګناهونو څخه ځان د الله تعالی له ویری او تدین له مخې وژغوري، داسې نه چې ګناهونو ته ېې وس ونه رسیږي او یا هم له ګناهونو سره خورا مینه ولري.
ځینې دعوتګر ورونه د اسلام منفور شکل خلکو ته وړاندې کوي:
آیا اسلام یواځې همدېته وايي چې مسلمانان دې پخپلو منځونو کې په تربګنیو او ناندریو کې بوخت شي او فقهي اختلافاتو کې دې ښکیل شي او په عباداتو او معاملاتو کې دی په وړو وړو مسئلو باندی مشغول شي چې خلاصون ترې امکان نلري. دا به نو بیا یو داسې اسلام وي چې تل د تحریم په سیمه کې راڅرخیږي، تر دې چې د مسلمان ټول ژوند به د محرمات او منکراتو یوه مجموعه وګرځي او داسلام لوري ته دبلونکو پر ژبه او د لیکوالانو د قلم پر ژبه به یواځې دا کلیمه وي چې: حرام.
د دې ټولو خبرو وروسته حقیقت دادی چې ريښتینی اسلام هماغه اول اسلام دی، د قرآن او دسنت اسلام. د نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) خواږه سنتونه او د خلفاء راشدینو غوره تګلاره، د تیسیر ( آسانۍ او هوساینې) اسلام ــ نه د تعسیر ( سختۍ او تندلارۍ ) اسلام، د خوشحالۍ اسلام ـــ نه د تنفیر او بدبینۍ اسلام، د نرمۍ ــــ نه د خشونت، یو بل سره د نژدې اړیکو او خواخوږۍ ـــ نه د بېګانګۍ اسلام، یو بل ته د
بښنې او تسامح ـــ نه د تعصب، اصلي جوهرـــ نه ظاهري بڼه، د عمل اسلام ــ نه د لفظي جنجال، د ورکړې نه د لاپو شاپو اسلام، د اجتهاد اسلام نه د کورکورانه تقلید اسلام، د نظم او (Management ) اسلام، نه د ګډوډۍ او انارشیزم اسلام، د وسطیت او اعتدال اسلام ـــ نه د افراط او د تقصیر اسلام. اسلام خو یو داسی دین دی چې توحید ېې روح ( اساس ) دی او د عبادت روح ېې په بې ساري اخلاص ولاړ دی او اخلاق لري چې د خير طلبۍ روح پکې نغښتلی دی او یو نجات بښونکی شریعت لري چې روح ېې عدل او مساوات دی او یوه داسې غښتلې رابطه ده چې د ورورګلوي احساس پکې پیاوړی دی او د دې ټولو هلو ځلو میوه به بیا یو تمدن وي چې روح ېې پر توازن او تکامل ولاړ وي.
همدا اسلام دی چې مونږ له نړۍ سره نښلوي او نړۍ له مونږ سره ـــ دا هغه اسلام دی چې اسلامي بیداري رامنځ ته کوي او یا دا چې د اسلامي بیداري د ټولو حمیده مواصفاتو غوره بېلګه وړاندی کوي، البته پټه دې نه وي چې دا بیداري اوس باید له دې وروسته د خپل ماشومتوب له پړاو څخه د ځوانۍ پړاو ته ورسیږي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(1) رواه مسلم عن أبي هريرة.