په شپږمه میاشت د زیږون سره دښځې نفاس شته؟

پوښتنه:
كه چيرې د يوې ښځې ماشوم د حمل په شپږمه مياشت پيدا شي، نو د دې ميرمنې نفاس څرنګه حسابيږي؟ آيا هغه درى مياشتې موده چې دا ماشوم وړاندې تولد شوى دى د نفاس په موده كې څه اغيز نه لري؟ ته كومې مودې د دغې ښځې سره كورواله كول حرام دي؟

ځواب

مفتي: مولوي محمد امان رسولي
ډېر ښاغليه !
عليكم السلام و رحمة الله و برکاته
د نفاس پر مهال له خپلې مېرمنې سره کوروالی (جماع) ناروا ده، د نفاس زياتره موده څلوېښت ورځې ده، او د اکثره علماؤ همدا نظر دی. نو ښځه به څلوېښت ورځې انتظار کوي، مګر هغه مهال چې پاکوالی وويني كه څه هم تر څلويښتو ورځو وړاندې وي.
جنين که د شپږو مياشتو وزيږيږي او يا زيان (سقط) شي نو تر دې وروسته نفاس حسابېږي، او د نفاس همغه حکم دی، چې مخکې بیان شو، هيله ده چې تسلي مو شوي وي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب