په سودي بانکونو کې کار کول څه حکم لري؟

پوښتنه:

نن سبا زموږ دهيواد بانكونه سودي سيستم لري. څوك چې مامور وي اويا تجارت كوي نوخامخا يې له بانك سره څه اړيكه او راشه درشه  پيداکيږي. نوكه زړه يې نه وي هم , ددغه سودي تعامل او كاروبار برخه ګرڅي, نو اّيا په دې توګه خو به دسود په ګناه كې نه شريك کيږي؟

په داسې حال كې چې له بانك پرته په بل څاى كې وظيفه نه پيداکيږي او دفقر سره هم لاس او ګريوان يم! نوپه دغه سودي بانكونو كې وظيفه او ماموريت څه حكم لري؟

بل داچې كه يو څوك هيڅ عايد نلري خو يوازې يو كور يې شته چې كه هغه په كرايه وركړي نو ژوند يې پرې تيريږي نو اّيا شرعا روا ده چې سودي بانك ته يې په كرايه وركړي؟

ځواب:

مفتي: دوكتور انيس احمد داسلامي علومو متخصص اورفاه پوهنتون رئيس

اسلام له خپلو پيروانو څخه غواړي چې د حلال او پاك كاراو وظيفې له لارې  رزق وګټي او له حرامې ګټې څخه ډډه وكړي په همدې اساس په قراّن كريم او نبوي احاديثو كې دسود په اړه واضح اوڅرګند احكام راغلي دي چې سود حرام دى نوڅنګه چې دحرامو څيزونو استعمالوونكي, پلورونكي , رانيوونكي او يا چاته وركوونكي ګناهګاريږي نودغه ډول دسودپه كار كې ونډه اخيستونكي هم ګناه كوي.

ددغه اصولي وضاحت ترڅنګ په دې خپره هم پوهيدل اړين دي چې يو حرام څيز كارول هغه مهال يوه فرد ته روا کيږي چې كله دهغه ژوند له ګواښ سره لاس اوګريوان شي خو په عادي حالاتو كې ورته جواز نلري.

كه چاته د ډيرو هڅو او منډو ترړو سره سره بيا هم له سودي بانكونو پرته بل څاى كې وظيفه پيدا نه شي نودڅان او كورنۍ د ژغورلو په موخه  تر حلال او پاك كار پيدا كولو پورې  دغه دنده پر مخ بيولى شي مګر په داسې شرايطو كې چې دلويديڅ پانګوالو هيوادونو بانكونه هم دمسلمانو پانګوالو دپانګو ورماتولو په موخه په اسلامي هيوادونو كې داسلامي بانكي سيستم څانګې پرانيزي نو هڅه بايد وشي چې په دغو اسلامي اوغير سودي بانكونو كې دنده واخلي نوپه دې توګه به له يوه پلوه خپلې تعليمي او روزنيزې وړتياوې وكاروي او له بل پلوه به يې عايد او ګټه هم حلاله وي.

ستا دبلې پوښتنې په څواب كې بايد ووايو چې كه يوڅوك په دې پوهيږي چې زه دغه كور په كرايه وركوم او په دې كې به حرام او ګناه کيږي نو بيا دغه ډول كار ته دكوراويا دوكان په كرايه وركول روا ندي اما كه په دې نه پوهيده چې په دې كې به څه کيږي نو بيا يې په ده ګناه نشته نو خلاصه دا شوه چې چې سودي بانك ته كور او يا دوكان په كرايه وركول ناروادي.

والله اعلم بالصواب


دترجمان القراّن اردو مجلې نه ژباړه: عبد الفتاح جواد

اصلاح انلاین

د نصاب کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ