د اولاد تربیه او د نورو د کړنو قدردانى

ګران ماشومان دي دغه ليکنه په ايمايل کي خپلو ميندو او پلرونو ته او ميندي پلرونه دي يې خپلو ماشومانو ته په ايمايل کي وليږي .

یوه لایقه ځوان چه د لوړو زده کړو یی در لودی د یوه کمپنۍ اداری پست ته د کار د مندلو لپاره درخواست ورکړ ځوان وکولای شول چې په مصاحبه کی بریالی شی او د اداری د ریس سره یی هم ورستنی مصاحبه تر سره کړی خو مخکی له دی چې ورستنی پریکړه وشی ریس د نوموړی په اسنادو او ژوند پاڼه کی وموندل چی د نوموړی تحصیلی لاسته راوړنی عالی دی ، د ابتدایی، منځنۍ او عالی دوری نتجی یی فوق العاده عالی دی او د تحصیل په ټوله دوره کی داسی څه ونه منیدل چی کله هم هغی عالی نمری لاس ته نوی راوړی.

د اداری ریس د نوموړی ځوان څخه وپوښتل چې ایا تاسو د تحصیل لپاره مالی مدرک له کومی مرجع څخه لاس ته راوړی دی، ځوان د نه خیر ځواب ورکړ بیا ریس وپوښتل چې ایا تاسو پلار ستا تحصیلی لګښت په غاړه درلود .

ځوان ځواب ورکړ چې نه خیر زه یو کلن وم چی پلار می له دی فانی دنیا څخه سترګی پټی کړي، د تحصیل لګښت می مور راکول، ریس وپوښتل چې ستاسو مور په کومه اداره کی په لوړ معاش کار کولو ځوای ځواب ورکړ چې نه خیر مور می کالي میځلو له لاری پیسي لاس ته راوړی او تغذیه یی کوله
ریس له ځوان نه غوښتنه وکړه چې لاسونه مو وښایاست، ځوان دواړه لاسونه د ادرای ریس ته وښودل، لاسونه نرم او ډیر ښایسته ول او د کار کوم اثار پکی نه لیدل کیدل، ریس وپوښتل چې ایا د مور سره دی د کالو مینځلو پر مهال کومک کړی
ځوان ځواب ورکړ چې هیځکله نه او زیاته یی کړه چې مور می زه تل درس لوستلو او د کتابونو مطالعی ته دعوت کولم او برسیر پردی مور می د کالویو مینځو په برخه کی ځانګړی مهارت درلود او زما نه یی تیز مینځل.
د اداری ریس ځوان ته وویل چی نن کله چی کورته ولاړی د مور لاسونه دی پاک و منځه او پاک یی کړه او صبا سهار زما سره وګوره. ځوان احساس وکړ چی زیات احتمال لری چی مقرر شی، کله چی کور ته ولاړ په خوښۍ سره یی له مور څخه غوښتنه وکړه چی پریږده چی لاسونه دی پاک کړم مور یی تعجب وکړ او خوښه شوه، مور ته دو احساسه پیدا شول خوښي او تعجب، لاسونه یی خپل ځوی ته ور ښکاره کړل
ځوان د خپلی مور لاسونه په کرارۍ سره پاک کړل او د ځوان اوښکی د مور د لاسون د پاکولو پرمهال روانی شوی، دا لمړی ځل و چی د خپلی مور ګونځی او چاودلی لاسونه یی ولیدل چی د چاودلی ځایونو ډیری برخی دردناکی او د بعضی برخو څخه وینه هم روانه وه
دا لمړی ځل و چې ځوان پوه شو چی دغه لاسونه ول چې تل یی کالی مینځل او زه یی پدی وتوانولم چی د خپل تحصیل لګښت ورکړم. او د لاسونو چاودلیتوب هغه قیمت و چې مور د خپل ځوی د تحصیلی دوری لپاره په عالی او فوق العاده توګه او د روښانه راتلونکی په هیله ورکولو، وروسته د مور د لاسونو مینځلو څخه ځوان د پاتی کالیو په مینځلو پیل وکړ ترڅو چی کالی ومینځل، مور او ځوی د شپی تر ډیره ناوخته پوری سره خبری کولی
د همغی ورځی په سهار ځوان د ریس دفتر ته ولاړ د اداری ریس په داسی حال کی چی ځوان ژړه غونی بریښیدو له ځوان نه یی وپوښتل چې کولی شی راته ووایاست چی پرون مو په کور کی کوم کار وکړ او څه دی یاد او زده کړل

ځوان ځواب ورکړ، د مور لاسونه می پاک کړل او د مور په پاتی کالیو مینځولو می شروع وکړه ترڅو چی ختم شول او له مور سره می د شپی تر ډیره ناوخته پوری خبری وکړی.
ریس وپوښتل چی له مهربانۍ له مخی د خپل احساس نه دی سره خبری وکړه، ځوان ځواب ورکړ چی اوس پوه شوم چې قدردانی څه ده او قیمت یی څنګه ورکړم، چی دا کار د نورو د کار کولو له لای شونی دی او د مور سر ه د کومک له لاری کیږی، او درک می کړ چی د کارونو سرته رسول څومره سخت دي او زه د مور د شپی او ورځی مشقت ګاللو محصول یم هر څه می چه تر لاسه کړی د مور د زحمت او ومشقت محصول دی اوبس که زما دمور دمشقت محصول نه وای زه دغه درجه ته نشوم رسیدلای چی کله هم نشم کولای د هغی مشقت قدر او قیمت ادا او دی پایلی ته ورسیدم او پوه شوم چی په کور کی داړیکو ارزښت او اهمیت څه دی.
.
د اداری ریس وویل چه دا هغه څه دی چې زه یی په لټه کی یم ترڅو زما مدیر همدارنګه صفتونه ولری، زه غواړم هغه څوک وګمارم چې د نور کارونه وستایی او نورو سره کومک وکړی او هغه زحمتونه چی نور یی د موخو د لاس ته راوړلو پخاطر به ځان تیروی درک کړی او هغه څوک چی د هغه نهایی هدف یواځی د پیسو پیداکول نه وی.

your ads

پس تاسو د همدی هدف د پلی کولو په خاطر ګمارم او دا هغه څه دی چې زه یی په لټه کی یم، ځوان دنده لاس ته راوړه او ټول کوښښ یی د اداری د اهدافو او د زحمتکشو کارکونکو د قدردانۍ پخاطر و، او نوموړی ډیر سخت کار کولو او د لاس لاندی کارکونکو د پوره احترام څخه برخه من و ټول کارکونکو د ادرای د موخو د لاس ته راوړلو پخاطر کوښښ او تلاش کولو او د تیم په حیث یی کار کولو د کمپنۍ کړني ډیر ښي او زیات پرمختګ یی وکړ.
له دی نه نتیجه اخلو ماشومان چی په کومه توګه ساتل کیږی او د عادت پر بینا هرڅه چی غواړی په واک کی ورکول کیږي داسی انکشاف کوی چې ځان له نورو څخه لوړ او جګ فکروکړی او فکر وکړی چې دا هرڅه د هغه د زحمتکشۍ حاصل دی او د مور او پلار زحمتونه او خوارۍ هیروی.

او کله چې د لمړی ځل لپاره کار شروع کړی داسی فکر کوی هر څوک باید دده خبری واوری او خبرو ته یی غوږ ونیسی په ځانګړی توګه کله چی مدیر شی او هیڅکله د مادونینو کړني او زحمتونو په پام کی نه نسی، تل نور توهینوی او ملامت یی ګڼی او په نورو انتقاد کوی او د خلکو د لاسته راوړنو او د کارد کیفیت څخه غافل وی هغه تل ګیله کوی او له نورو نه نفرت کوی او تل د نورو سره دښمنی په پام کی لری. که چیری مونږ خپلو ماشومانو ته داسی تربیه وکړو ددی پرځای چې خپلو ماشومانو ته مو محبت ورکړی وی د هغوی زندګي مو ورانه کړی.

ستاسو ماشومان هغه ماشومان چې په آزاد محل کی ژوند کوی او د سپورت ښه شرطونه ورته مساعد کړو، ښه غذا ورته برابره مګر کله چې د کور چمن قطعه کړی پریږدۍ چې تمرین وکړی او چمن قطعه کړی وروسته له غذا نه د غذا لوښي جمع او پریمنځی او د خپلی مور او خور سره د کور به کارونو کې کومک شي. ورته ووایاست چې پیاده یا په ښاری سرویس کی سفر وکړی،دا پدی معنی ندی چې تاسي د هغوی د کرایی د ورکړی پیسي نلرۍ اویا نه توانیږۍ چې د کور د کارونو لپاره خدمه وګمارۍ. دا ددی موخی له لپاره ده چې په تاسي خپل ماشومان ګران دی ترڅو په ښه طریقه تربیه شي او تاسو غواړۍ چې پدی پوه شئ چي مهمه نده چې پلار یی څومره پیسه دار دی. د ورځو نه یوه ورځ هغوی هم د خپلی مور او پلار په شان سپن ګیري کیږی.نوباید هغه څه[ه ډیر مهم دی دادی ستاسی ما شومان باید پوه شی چه د نورو کړنی هلی ځلی تجربی څنګه تقدیر کړی او وپه سختو شرایطو کی کارکړلو سره آشنا او دنورو سره د یو ځای کارکول زده کړی .
د رسول علیه السلام دپلار مړینه مخکی له تولد ، په شپژ کلنی دمور مړینه ، په اته کلنی د نیکه مړینه په کوچنی سن د میړو څرول ، د تجارت سفرونه ، لوړی تندی ،د مشرکینو ظلمونه دد لپاره وه تر څو وپه سختو شرایطو کی کارکړلو سره آشنا او د غظیم رسالت لپاره اماده شی د همدغه کړاونو او دنورو سره د یو ځای کارکولو نتجه داشوه چی اوس تر دوه میلیارده زیات کسان د اسلام دین پیروان دی .
نو که په تاسي خپل ماشومان ګران دی نو د مشکلاتو یو ځای کارکول سره یی آشنا او دنورو د کړنو قدر دانی ته یی و هڅوی تر څو د عظیم رسالت د منلو او تر سره کولو کوم چه اسلامی دعوت دی جوګه شی.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب